تاند- د افغانستان د مالیې وزارت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې د هیواد په ګمرکي عوایدو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۷ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د مالیې وزارت ویندوی اجمل عبدالرحیمزي په دې اړه خبریالانو ته وویل، په ۱۳۹۴ لمریز کال کې، چې اوس یې څلورمه میاشت ده، د افغانستان د ګمرکي عوایدو د زیاتېدا اټکل کوي او ممکن تر ۱۲۳ ملیارد افغانیو واوړي.

د مالیې وزارت په وینا په تېرو شپږو میاشتو کې د هرات له ګمرک څخه څه باندې ۱۲ ملیارد افغانۍ ترلاسه شوي دي.

ښاغلي عبدالرحیمزي وویل، په همدې موده کې د فراه په ګمرک کې درې نیم ملیارده او د نیمروز ولایت په ګمرک کې څه باندې ۳ ملیارد افغانۍ ټولې شوي دي.

په همدې حال کې د مالیې وزارت د ترلاسه شویو ګمرکي عوایدو او ټاکل شوي هدفونه په یوه خبرپاڼه کې په دط توګه اعلان کړل:

د هرات ولایت لپاره کلنی هدف: 12 میلیارده او 700 میلیونه افغانۍ دی چې د چنګاښ تر 10 نیټې پورې 6 میلیارد او 416 میلیونه افغانۍ ترلاسه شوي چې د تیر کاله په پرتله 22.6 سلنه زیاتوالی ښیي.

د فراه ولایت له پاره 3.5 میلیارده هدف ټاکل شوی چې تراوسه پورې 1 میلیارد او 75 میلیونه راټول کړي چې د تیر کال په پرتله دوه برابره شوي دي.

د نیمروز له پاره 7.5 میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی چې تراوسه پورې یې 3 میلیارده او 78 میلیونه راټول کړي دي چې د تیر کال په پرتله 594 میلیونه زیاتوالی ښیي.

سره له دې چې واردات لږ شوي خو د مالیې وزارت وايي چې د پرمختللیو او کمپیوټري سیستمونو نصب او له فساد سره مبارزه سبب شوې چې ګمرکي عواید ډېر شي.

خو دا په داسي حال کې ده چې لا هم ډېر سوداګر شکایت لري چې په ګمرکونو کې فساد ډېر دی او عموماً د ادا کړي محصول په وړاندې رسید نه ورکول کېږي.

One thought on “د مالیې وزارت وايي، په ۶ میاشتو کې ګمرکي عاید ۷٪ زیات شوی”
  1. دانه منم چی فساد ورک شوی دی خوتیره جمعی ورز نیمزوزته راغلی بغل ته یی یو داسی سری نه وو چی هغه باندی دی په سلو کی یو فیصد هم حساب وشی

ځواب ورکول نمیراجان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *