نګین کرګر

دغه بحث راپاروونکی تخنیک هغه وخت رامنځ ته شو کله چې ساینسپوهانو وکولی شو چې ماشوم ته د مور د آرثي مرضونو د انتقال مخنیوی وکړي. یا دغه ماشومله نادرو آرثي ناروغیو څخه وژغورل شي.

اکثره دا ناروغۍ آرثي وې چې لهد مور څخه ماشوم ته انتقالیږي. موږ پوهیږو چې د انسان د نسل د بقا لپاره د نارینه سپرم او ښځینه هګۍ القاح کیږي او په نتیجه کې یې هر یو خپل نیمایي آرثي معلومات شریکوي تر څو چې 23 جوړه کروموزوم پوره کړي او د ماشوم جینوم یا آرثي معلومات منځ ته راشي.

د مور په حجراتو کې علاوه د کروموزوم څخه یو درجن نوره ډي اين اې هم موجوده ده چې هغه ته میتوکاندریا ډي این اې وايي.

د انسان په جینوم یا آرثي معلوماتو کې شل زره بیلابیل جین یا آرثي معلومات موجود دي چې د انسان ظاهري شکل فزیکي بڼه، د مرضونو په وړاندې معافیت، او نور بیلابیل خواص تعینوي، دغه جینوم د حجرو په هسته کې موجود دی.

په حجره کې د هستې تر څنګ مایتوکاندریا موجوده ده، مایتوکاندریا ته د حجری د انرژۍ مرکز هم ویل کیږي ځکه په حجره کې د کایتوکاندریا وظیفه د غذایي موادو انرژي په حجروي انرژۍ بدلول دي، کومه انرژي چې د حجراتو د وظایفو لپاره کارول کیږي.

لکه څنګه چې مې مخکې وویل دغه کوچنی ماشین یا مایتوکاندریا په خپل وجود کې یو بیل جینوم یا د آرثي خواصو مرکز لري. په مایتوکاندریا کې اوه دیرش جینونه شته چې یوازې د مور په ډي اين اې کې موجود دي.

د القاح په وخت کې د سپرم له میتوکاندریا څخه دغه ډي اين اې له منځه ځي ځکه یوازې د مور د مایتوکاندریا ډي اين اې ماشوم ته په آرث رسیږي نو ځکه که مور کوم آرثي مرض ولري هغه ماشوم ته هم انتقالولئ شي.

ولې موږ انسانان مایتوکاندریا کې ډي اين اې لرو؟

دا د جنيتیک یا آرثي علومو یوه برخه ده چې ویل کیږي مایتوکاندریا په لومړي ځل په باکتریا کې موجوده وه او وروسته یې بیا مغلقو حجرو کې ځای ونیوه. د مایتوکاندریا په ډي اين اې کې کوم تغیر نه دی راغلی نو ځکه ساینسپوهانو وکولئ شو په دا وسیله حتی د لیوانو څو نسلونه معلوم کړي.

په دغه مایتوکاندریا کې کله چې کوم تغیر رامنځ ته شې نو هغه کس بیا په ییلابیلو کمیابه ارثی مرضونو اخته کیږې، مثلاً ناڅاپی ړندیدل، یا د پانکراس یومرض چی د شکر د ناروغۍ سبب هم ګرځې او یا د اعضابو او عضلاتو اختلال، دا هغه مرضونه دی چی د مایتوکاندریا د دی ان ای د میتویشن یا تغیر له کبله منځ ته راځې. همدارنګه ځینی نور مرضونه لکه الزایمر(هېره) یا پارکینسن (رېږد) چی د امریکا جمهور ریس رونالد ریګن درلوده کیدای شې. که یوه ښځه دغه د مایتوکاندریا دی ان ای میتوشن واری یا دغه ارثی ناروغی ولری کولای شې چی د ساینس او ای وی ایف تخنیک په واسطه یی خپل ماشوم ته انتقال نکړی او یو روغ ماشوم ولرې.

همداسې چې د پښتورګو عطیه (دونیشن) یا تبادله د یو روغ کس له ناروغ کس سره کیږي همداسې یوه بله میرمن کولی شي خپله مایتوکاندریا د یوې مور چې مایتوکاندریا یې میتویشن لري ورکړي. او د یو ناروغ ماشوم د زیږیدو مخنیوی وشي.

اې وي ایف سا مصنوعي القاح ټکنالوژي په 1997 کال کې رامنځ ته شوه چې هغه مور کره چې ماشوم نه کیده کولی شي د دې تخنیک په واسطه ماشوم وزیږوي.

دغه ټکنالوژي ته سایتوپلازمیک ترانسفر هم وايي.

دا څه معنا؟

په دغه میتود کې د مور د هګۍ څخه غیر له هستې څخه چې آرثي معلومات پکې شریک دي نور ټول معلومات باسي او د نر یا بلې ښځې چې حجره یې سالمه ده بغیر له هستې څخه ټول حجروي معلومات د مور په حجره کې چې اوس یوازې هسته لري داخلوي او بیا د ماشوم د پلار د سپرم سره یې القاح کوي. په دا طریقه یوه ښځه چې نشې کولی ماشوم وزیږوي مور کیدای شي.

په 2015 کال کې دا تخنیک لا پرمختللی شو، او نوې دوه ټکنالوژۍ رامنځته شوې چې یوه یې د دغې پاسينۍ ټکنالوژۍ برعکس ده یعنې په دغه میتود کې چې سپینډل ترانسفر spindle transfer نومیږي .

یعنې د مور د حجرې څخه هسته لیرې کیږي او د بلې ښځې په حجره کې چې یواځې هسته ترې لیرې شوې وي داخليږي او بیا دا هګۍ د سپرم په واسطه القاح کیږي تر څو زایګوت یا د ماشوم حجره منځ ته راشي.

دوهم ‌‌‌‌‌‌ډول یی پرونوکلییر ترانسفر نومیږي چې یوه د پلار د سپرم په واسطه القاح شوې هسته د دونر یا د بلې مور حجرې ته چې هسته نه لري ور داخلیږي او بیا دا د مور په رحم کې دا هګۍ امپلانت کیږي.

دغه پروسه کې د دریو واړو کسانو مایتوکاندریا د حجرې د انرژۍ ماشین آزمایل کیږي چې کومه ناروغۍ ونه لري.

دې طریقې ته په رسنيو کې د دریو ډي آن لي والدینو ماشوم ویل کیږي ، چې د ساینس پوهان ورسره همغږي ندی ځکه د دې څخه ‌‌‌‌‌‌ډیر اخلاقيوه بحثونه هم راپارولى شي. نو د ساینس پوهانو دا غوښتنه وه چې دغه تخنیک ته داسې نوم ونه کارول شي.

په نړۍ کې صرف یو څو کسان دي چې په دغه تخنیک سره زیږيدلي دي.

دغه موضوع ‌‌‌‌‌‌ډیره نوې لاسته راوړنه ده او په مایتوکاندریا ډي اين اې سره ‌‌‌‌‌‌ډیره کمه څیړنه شوې ده‌، خو څیړنې لا په بیلابیلو برخو کې په حیواناتو ترسره کیږي.

په 2016 کې لومړۍ ماشوم د مایتوکاندریا ډي اين اې تخنیک سره وزیږيده، دا ماشوم د یوې آرثي ناروغۍ څخه رنځیده او نه یې غوښتل دغه ناروغي بیمار ماشوم ته لاړه نشي نو دې پروسه کې یې برخه واخیسته ، دا پروسه په آمریکا کې قانوني جواز نه درلود نو دغه کورنۍ مکسیکو ته لاړل . په برتانیا کې دا پروسه قانوني جواز لري او نورې څیړنې هم پرې کیږي.

دا آرثي ناروغۍ کوم مشخص د بدن غړیو پورې اړه نه لري او د سترګو څخه نیولې تر عضلاتو او اعصابو پورې هر ارګان کې چې ظاهر شي په پنځه زره کسانو کې یو کس مایتوکاندریا ډي اين اې میوتیشن درلودلى شي.

په دغه ‌‌‌‌‌‌ډول تخنیک سره کولی شو یوه ناروغه مور یو روغ ماشوم وزیږوي، دا ټکنالوژي هغه کورنیو سره مرسته کوي چې د کمیابه آرثي ناروغیو سره په خطر کې دي.

One thought on “د مایتوکاندریا اې وي ایف میتود یا د درې والدینو ماشوم‎”
  1. ډیر عالی. ګټور معلومات وو. په ګوتو دی برکت شه.

ځواب ورکول داکتر محمد رحیم ستانیکزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *