تاند- د پکتیکا ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې د ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۷ ماشومان وژلي او درې نور ژوبل کړي دي.

د پکتیکا ولایت د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم دا پېښه نن ماسپښین د خیرکوټ ولسوالۍ د ملیزو او شنې څاه د سیمو ترمنځ وشوه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ماین وسله والو طالبانو ایښی و.

د ملګروملتو له وروستي راپور سره سم چې امنیت شورا ته یې وړاندې کړی دی اکثره افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو له لوري په لارو کې د اېښودل شویو ماینونو او چاودېدونکو موادو په ذریعه وژل کېږي.

د دې موسسې په وینا اکثره ملکیان هم د طالبانو په دې ډول چاودنو وژل کېږي.

د پکتیکا د والي ویندوی مخلص افغان د خیرکوټ ولسوالۍ د پېښې په اړه وویل:« د ماين چاودنې له امله د يوې کورنۍ اوه تنه تنکي ماشومان شهيدان شوي دي.»

 د يادې کورنۍ مشر ښاغلي عبدالحميد وويل:« ټول ماشومان د زامنو او لوڼو له لوري مې لمسيان کېدل، دوی د اقرا لومړني ښوونځي زده کوونکي وو، ظالمانو مې د لمسيانو ژوند واخيست.»

د پکتيکا والي محب الله صميم د ولايت د مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ته دنده سپارلې څو له زيانمن شوې کورنۍ سره د لاسنیوي لپاره سيمې ته لاړ شي او لازمې مرستې وکړي .

د پکتیکا ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې د والي له قوله ویل شوي:« هر څوک چې بې ګناه ملکي وګړي په ځانګړي ډول ماشومان په شهادت رسوي او يا هم ورته هر ډول جسمي او يا روحي زيان اړوي، د دوی دا کړنې د اسلام او افغانيت سره ښکاره دښمني ده، د هېواد او خاورې دښمنان اوس زموږ ملکي بې ګناه هېوادوال حتی ماشومان هم په نښه کوي.»

له دې جلا  نن د کندهار د والي ویندوی وویل چې پرون د ارغستان ولسوالۍ په کيشرور سيمه کي د سړک غاړي په ماين چاودنه کي يو پلار او زوی ووژل او يو بل ملکي وګړی يې زخمي کړ.

دغه درې تنه ملکي وګړي د يادي ولسوالۍ د کيشرور نومې سيمه کي په يوه ټراکټور کي روان ول چي د وسلوالو مخالفينو لخوا د سړک غاړي پر يوه ښخ سوي ماين برابر سول

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر نن دا هم وویل چې امنیتي ځواکونو له پاکستانه افغانستان ته په یوه راوښتي تراکتور کې درې نیم زره ماینونه والوزول.

2 thoughts on “د ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۷ ماشومان ووژل، ۳ ژوبل کړل”
  1. شاباس ډیرښکارشوی دی باید ټول کلی اوبانډی ټول دبمونوډک شی ځکه دماشومان سیده جنت ته روان دی اوقاتلان نوتاسو خپله قضاوت وکړی چی څبه کوی اوچیری به ځی

ځواب ورکول رحمت الله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *