تاند- د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د وارا والو د موټر په لاره کې د ماین په چاودنه کې لس تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د کندهار ولایت چارواکي وايي، دا پېښه د میوند ولسوالۍ په شېرعلي کارېز کې هغه مهال وشوه چې د وراوالو موټر له دې سیمې څخه تېرېده.

د کندهار د والي ویندوی وویل په دې چاودنه کې، چې نن مازدیګر وشوه، د موټر دوه سپرلۍ وژل شوي او اته نورې ژوبلې شوي دي.

د ده د معلوماتو پراساس اکثره ټپیان ماشومان او ښځې دي.

د کندهار چارواکي وايي چې ماین د وسله والو طالبانو له لوري اېښودل شوی و خو وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سرک د غاړې ماینونه په اکثرو مواردو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې سبب کیږي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د سرک د غاړې ماینونه د افغان امنیتي ځواکونو او عامو خلکو لپاره لویه ستونزه بولي.

د دې وزارت ویندوی صدیق صدیقي وايي، په مخامخ جګړه کې د ماتیدو له امله طالبانو د بهرنیو کړیو په لارښونه د سرک د غاړې د ماینونو د کارولو تاکتیک ته زور ورکړی دی.

د صدیق صدیقي په وینا افغان امنیتي ځواکونو په تیرولسو میاشتوکې د هېواد په مختلفو برخو کې شاوخوا درې نیم زره ماینونه کشف او خنثې کړي دي.

One thought on “د ماین چاودنې په کندهار کې ۱۰ وراوالو ته مرګ ژوبله واړوله”
  1. طالبانو د ننګرهار ولایت په روداتو والسوالی کې بیګاه شپه هغه ملا امام وواژه کوم چې د پچیر و اګام والسوالی د امنیه قومندان محب الله جنازه څو ورځي وړاندی ګړی وه؟؟؟؟؟؟؟؟

ځواب ورکول Zek Pakhtoon ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *