نجیب الله آزاد

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله هیواد ته د رارسیدلو سره سم د هیواد والو د تود هرکلي سره مخ سوله چې دا یو پښتني دود دی، خو له بده مرغه یاد دود نن په بیلا بیل ډول تعبیراو تفسیريږي. د لسیزو ناخوالو د مورنۍ ژبې ډیري ټرمنالوژیو کچه کوڅو او هټیو ته راویستله. لکه ملي اتلان…؟

ممکن زما د دې لیکنې په وړاندې په مستعمار نومونو ډیرې اغلې لکه ګنډیرۍ او نی شکرې نیوکې وکړي لاکن لمر په دوو ګوتو نه پټیږي…

زه چې کله په راډیوګانو، تلویزنونو او ټولنیزو رسنیو کې د کرکټ د ملي لوبډلې په هکله تبصرې او څرګندونې اورم نو ذهن ته مې یوازې یوه پوښته پيدا سي چې آیا موږ د مثبتې نیوکې او منفي ستاینې تر منځ توپير کولی سو…؟

د کرکټ د ملي لوبډلې په وړتیا کې هیڅ شک نه سته لاکن زموږ لپاره د وړتیا تعریف دی څه…؟ آیا دا وړتیا ارزیابي سوې ده…؟ آیا په دې هیواد کې د ٫اتل٬ د متبر توري تعریف سوی دی…؟ نه هیڅ کله نه…

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ په نړیوال جام کې ولوبیده، لاکن دې جام ته لار موندنه او په جام کې د لوبیدلو کچه چا هم ارزیابي نه کړه…

هر هغه افغان چې د لوبې په هکله د پوهې او د زړه له درده یې د لوبغاړو په اجراء نیوکې وکړې هغه وترټل سو او دا ورته وویل سول چې دا لوبغاړي زموږ اتلان دي، که لوبه بایلي او که یې ګټي موږ ورسره مینه لرو… منیه، تخنیک او مسلک بیل ضریبونه دي…د کرکټ په لوبه ښایي ډیری افغانان په ځانګړې توګه هغه چې په پاکستان کې یې مهاجرت کړی ښه پوهیږي، کرکټ هغه فزیکي لوبه ده چې ډیره برخه یې یوازې په انفرادي وړتیا تکیه کوي، دا د ډیرو امکاناتو سره هیڅ تړاو نه لري، د ویل مک فیرسن هغه لیکنه چې د افغانستان او انګلستان د لوبې وروسته یې ولیکله هم د دې استازیتوب نه کوي چې ګواکې د افغانستان لوبډله یوه پياوړې لوبډله ده، هغه لیکنه اصلاً د انګلستان پر لوبډلې له نیوکو ډکه لیکنه وه، چې په بحثي توګه په طبعي ډول د افغانستان سره پرتله سوې وه.

موږ تل د افغانستان ملي لوبډله ستایلې ده ان د ډیر خراب اجراء پر مهال هم، او تل مو د لوبغاړو، د کرکټ د فیدراسون او بعضو هیوادوالو له لوري دغه اوریدلي چې ګټنه او بایلنه د لوبې برخه ده، او موږ دا باید هیڅ کله هیر نه کړو چې دا کرکټ و چې د افغانستان ملي بیرغ یې د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې وراپاوه، لاکن هیڅکله مو هم دا فکر و نه کړ چې نه…دا لوبغاړي نه وو چې د افغانستان بیرغ یې د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې ورپاوه بلکه دا افغانستان و، دا دغه بیرغ و چې دغه لوبغاړو ته یې د نړۍ بیلابیلو برخو ته د سفر، د چکر، د لوبې، په اوه ستوري هوټلونو کې وسیدل، په متبرو الوتکو او بیړیو کې سفر، او د شهرت اوعزت زمینه مساعده کړه…کنې خو دغه لوبغاړي وو چې د پاکستان په کوڅو کې لوبیدل…

اوس به راسو پر لوبغاړو د تخنیکي نیوکو برخې ته…لکه څنګه چې مې مخکې یادونه وکړه چې کرکټ یوه فزیکي لوبه ده چې ډیره برخه یې پر بیټنګ (توپ وهنه) او باولینګ (توپ اچونه) ویشل سوې، دا هم ریښتیا ده چې هر څه هرڅومره وکارول (پریکټیس) سي هغومره پخیږي لاکن بیا هم کرکټ علم نه دی، دا ساینس نه دی چې یو چا دې نو لس زره لابراتوري تجربې کړي وي او بیا دې اختراع وکړي او یا دې یو په لومړي ځل لابراتوار ته ننوځي نو دې د ماشین په چلولو هم پوه نه سي..زموږ لوبغاړي تل ټول انبار پر حکومت (مانا د کرکټ پر فیدارسون او د حکومت لخوا د کافي بودیجې د نه په ورکولو اچوي)…آیا د شاه پور ځدراڼ د ۵۰ میټرو په رن اپ (منډې) په نتیجه کې ۱۳۵ کلومیټره في ساعت سرعت هم حکومت ګرم دی، آیا د دولت ځدراڼ پراخ توپ اچونه هم د ناکافي بودیجې وجه ده..آیا د انګلستان پر وړاندې د اویا سلنې بیټسمینانو (توپ وهونکو) په سلیپ ( دویم ویکټ ساتونکی) کې سوځیدل هم د حکومت د نه پام لرنې کبل دی…نه هیڅ کله هم نه…او نه هم دا ټول په کوچ (روزونکي) پورې اړه لري…دا ځکه چې د جنوبي افریقه هاشم امله، د هند کوهلي، د پاکستان عرفان او سرفراز او داسې لسګونه نور لوبغاړي به نن روزونکي لري لاکن ملي لوبډلو ته تر ټاکنو مخکې دوی په کوڅو کې لوبیدل او د روزونکي په نوم یې څوک نه پيژانده، ملي لوبډلې ته د دوی انتخاب د دوی خپله وړتیا وه نه د کوم دویم کس برخه…او ملي لوبډلو ته د راتګ سره سم یې په نړۍ کې خپل ځانونه وځلول، د شعیب اختر په في ساعت کې د ۱۶۷ کلومیټره د توپ اچونې تیزوالی د نومولي خپله وړتیا وه نه د کوم روزونکي…

دا هم ریښتیا ته چې ګټنه او بایلنه د لوبې برخه وي، لاکن بایلنه هم یوه مارجن لري، دا نو نه ده د منلو چې مقابل لوری دې ۴۶۷ منډي وکړي او تا دې تر دوه سوو لاندې منډو کې بیرته هوټل ته ولیږي او دا لړۍ دې اوږدوالی ومومي…کنې خو ایرلینډ هم د (ب) کټګری څخه ورغلې لوبډله وه لاکن کله چې به لوبغالي ته ښکته سوه نو یې سیالې لوبډلې ته د سیالۍ لوبه وړاندې کړه او له بده مرغه په ډیر لږ توپیر نیمه سیالیو ته د لار موندنې څخه پاتې سوه…

په پای کې که چیرې موږ د کرکټ پر لوبغاړو یوازې له دې کبله انتقاد نه کوو چې ډیره ځوانه لوبډله ده او پرون وزیږده، نو بیا دا دود هم باید خپل کړو چې پر خپلو سیاسي، قامي او ملي مشرانو (په ځانګړې توګه، حامد کرزی، اشرف غني، عبدالله، وزیران، والیان او داسې نورو) باندې هم هیڅ ډول نیوکې و نه نه کړه ځکه چې دوی هم پرون زیږدلي بلکه دا هیواد پرون (۱۴ کاله) مخکې زیږدلی دلته هر څه نوي دي، هیڅ تجربه او هیڅ آسانتیا نه سته، موږ باید خپل مشران د نورو پر پښو ولاړو هیواد د مشرانو سره پرته نه کړو ځکه چې دوی که هر څوک دي، هر ډول دي، هر امتیاز چې د دې هیواد په نوم اخلي زموږ اتلان دي، موږ یې تل تر څنګ ولاړ یو، دوی د ملګرو ملتونو په تالارونو کې زموږ بیراغ رپولی…موږ پر ویاړو ویاړو او تل به ویاړو…

د سرلوړي او سوکاله افغانستان په هیله…

6 thoughts on “د مثبتې نیوکې او منفي ستاینې توپير (کرکټ) نجیب الله ازاد”
  1. ازاد صاحب وړاندی چی پر خپله منفی لیکنه د لیکلو پیل وکړی خپله د قنعات کړی دی چی زما پر کینه به ډیر خلک نیوکی وکړی معنی دا چی خبره د ثبوت ته رسولی ده چی په علطو لیکلو د سر دی. نو به تبصر اوږدوم نه ستا دا یو څو کلمی به راوخلم چی په پورته منفی لیکنه کی دی لیکلی دی تاسو لیکی چی:(…دا لوبغاړي نه وو چې د افغانستان بیرغ یې د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې ورپاوه بلکه دا افغانستان و، دا دغه بیرغ و چې دغه لوبغاړو ته یې د نړۍ بیلابیلو برخو ته د سفر، د چکر، د لوبې، په اوه ستوري هوټلونو کې وسیدل، په متبرو الوتکو او بیړیو کې سفر، او د شهرت اوعزت زمینه مساعده کړه…کنې خو دغه لوبغاړي وو چې د پاکستان په کوڅو کې لوبیدل)نو ته او خدای چی دا ستاسو قضاوت دی؟دا څنګه لوبعاړی نه وو چی د افغانستان بیرغ یی په نړۍ کی ونه رپوه؟ که لوبعاړی نه وای نو د کریکټ په میدان کی خو به چا د افغانستان نوم هم نه وای اخیستی. اشنا دا افغانستان که بدون له لوبعاړو کولای شی چی د افغانستان بیرغ په نړۍ کی ورپوی نو اوس چی موږ قوی د فوټبال ټیم نه لروی زموږ نوم د بیا د فوټبال په نړیوالو سیالیو کی یاد شی او یا د زموږ پیرغ په نړیوالو د فوټبال په سیالیو کی وغږول شی. ایا دا ستا مثبته نیوکه دا چی د پاکستان له کوڅو څخه د کرکټ نړیوال جام ته یی ځانونه ورسول.
    ازاد خانه نور به څه نه وایم خو خدای پاک د د نیکۍ هیدایت درته وکړی. چی مثبتی نیوکی پر ګوته کړای شی

  2. ازاد صاحب وړاندی چی پر خپله منفی لیکنه د لیکلو پیل وکړی خپله د قنعات کړی دی چی زما پر کینه(لیکنه نه ده بلکی کینه ده) به ډیر خلک نیوکی وکړی معنی دا چی خبره د ثبوت ته رسولی ده چی په علطو لیکلو د سر دی. نو ر به تبصر اوږدوم نه ستا دا یو څو کلمی به راوخلم چی په پورته منفی لیکنه کی دی لیکلی دی تاسو لیکی چی:(…دا لوبغاړي نه وو چې د افغانستان بیرغ یې د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې ورپاوه بلکه دا افغانستان و، دا دغه بیرغ و چې دغه لوبغاړو ته یې د نړۍ بیلابیلو برخو ته د سفر، د چکر، د لوبې، په اوه ستوري هوټلونو کې وسیدل، په متبرو الوتکو او بیړیو کې سفر، او د شهرت اوعزت زمینه مساعده کړه…کنې خو دغه لوبغاړي وو چې د پاکستان په کوڅو کې لوبیدل)نو ته او خدای چی دا ستاسو قضاوت دی؟دا څنګه لوبعاړی نه وو چی د افغانستان بیرغ یی په نړۍ کی ونه رپوه؟ که لوبعاړی نه وای نو د کریکټ په میدان کی خو به چا د افغانستان نوم هم نه وای اخیستی. اشنا دا افغانستان که بدون له لوبعاړو کولای شی چی د افغانستان بیرغ په نړۍ کی ورپوی نو اوس چی موږ قوی د فوټبال ټیم نه لروی زموږ نوم د بیا د فوټبال په نړیوالو سیالیو کی یاد شی او یا د زموږ پیرغ د پورته او ملی سرود په نړیوالو د فوټبال په سیالیو کی وغږول شی. ایا دا ستا مثبته نیوکه ده چی د پاکستان له کوڅو څخه د کرکټ نړیوال جام ته یی ځانونه ورسول.
    ازاد خانه نور به څه نه وایم خو خدای پاک د د نیکۍ هیدایت درته وکړی. چی مثبتی نیوکی پر ګوته کړای شی

  3. محترم آزاد صاحب، د لیکنی څخه دی ډیره مننه واقعاْ چی لیکنه دی د قناعت وړ ده او حقایق دی ډیر واضع بیان کړي. لکه څنګه چی تاسی ویلی ستا سو په تبصره یواځی هغه کسان پوهیدی شی چی د کرکټ په هکله ډیر معلومات ولري. کرکټ سهولتونو امکاناتو او بودجی پوری ډیر تړاو نلري بلکه د انسان خپلی وړتیا پوری ټراو لري. که شاهپور ځدران او دولت ځدران او سمیع الله شینواری وړتیا په نړیواله سطحه برابره ده نو دوی په همدی کمو امکاناتو دی ځای ته رسیدلی او که توپوهونکی تر اوسه دغه وړتیا نلري نو د دوی خپل ضعف دی نه د دولت او نه هم د کمو امکاناتو. او که ځینی ملګری دا وایی چی افغان لوبډله یوه نوی زیږیدلی لوبډله ده نو دوی ځانونه غولوي ځکه چی دا ښاغلی لوبغاړي دا ۱۰ کاله کیږی چی لوبیږی او د نورو هیوادونو هم اکثره لوبغاړی همدومره وخت کیږي چی لوبیږي. افغان لوبډله لدی مخکی په دوو ۲۰ اووریزو نړیوالو لوبو کی لوبیدلي اما اوس هم ټول ورته ځوانه او حتا ماشومه لوبډله وایی. څلور کاله مخکی د افغانستان او آیرلند دواړو هیوادونو وړتیا سره یو شان وه اما اوس افغانستان له آیرلند ډیر وروسته پاتی شوی دی

    زمونږ د ټیم یو بل مشکل او زه فکر کوم تر ټولو ستر مشکل دادی چی خپلو خلکو ته ډیری دروغجنی وعدی ورکوی او د دوی توقع لوړوي اما بیا په آخر کی داسی لوبه ننداری ته وړاندی کړي چی د خپلو خلکو زړونه مات کړي. مخکلی لدی چی نړیوالی لوبی پیل شی نو کرکټ تیم به په میډیا کی همدا ویل چی بنګله دیش او سکاتلند څخه خو په ډیره آسانه ګټي او کوشش به وکړي چی له انګلستانه او نورو هیوادونو هم وګټی او دویمی مرحلی ته بریالی شی او افغانانو هم په همدی توقع لوبی څارلی هغه وخت کی د لوبډلی ځوانیتوب په هکله خو چا هیڅ هم نه ویل او خپله د لوبډلی لوبډل مشر ویل چی اوس هغه مخکینی وختونه ندي چی مونږ لوبه ونه شو کړای بلکه اوس مونږ غواړو چی لوبی وګټو اما په آخر کی ولیدل شول چی دوی هم له بنګله دیشه سخته ماتی وخوړه او هم له انګلستانه او حتی له سکاتلند څخه یی هم په ډیره سخټی وګټله او حتی ویی نشو کړی چی پیاوړو لوبډلو سره ښه او د سیالی لوبه وکړي

    شاکر صاحب ته هم لږ ساړه خوره دومره هم مه په قهر کیږه چی خلکو ته د هدایت غوښته وکړی کوشش وکړه چی د آزاد صاحب لیکنه اول ښه تحلیل کړه او بیا حقایقو ته وګوره او بیا خپل برداشت وکړه. او که د آزاد صاحب او زما نه منی بیا د متخصصو کرکټرانو واوره چی دوی د افغانستان د ټیم په هکله څنګه تبصری کوي. بل دا چی لطفاْ کرکټ فوټبال سره مه مقایسه کوه ځکه چی فوټبال له کرکټه ډیره مخکی تللی او د نړی په سطحه مشهوره لوبه ده چی تقریباْ ټول د نړی هیوادونه لوبه په کوي او رقابت هلته خورا سخت ده اما کرکټ یواځی په ۱۲ هیوادونو که خپل شهرت لري او بس. بیا هم که پرتله کوی یی نو زمونږ فوټبال ټیم ټولو هغو شا او خوا جنوبی آسیا فوتبال لوبډلو ته لکه سریلنګا، بنګله دیش، هندوستان، پاکستان او نورو ته یی شکست ورکړی له کمو هیوادونو چی زمونږ کرکټ لوبډلی ماتی منلی

  4. اکبر اشنا موږ یوازی عنوان نه دی کتلی چی خپل قضاوت مو کړی وی لیکنه می لوستله تحلیل مو کړه بیا می خپل نظر پری ولیکه.
    دا سمه ده چی فوټبال د کریکټ سره توپیر لری خو لکه څنګه چی په کریکټ کی هم علم(ساینس) ند په کار لکه چی ازاد صاحب اشاره کړه ده په فوټبال کی هم ندی پکار نو چی د کریکټ ټیم په دومره کم وخت کی نړیوالو سیالیو ته ځانونه رسولی شی ، د فوټبال ټیم ولی نه شی کولای ،مهمه نه ده چی ۱۲ هیوادونه دی او که ۲۰۰ هیوادونه خو همدغه ۱۲ هیوادونه چی نوموړی بازی پکشی مشهوره ده د ۲۰۰ هیوادونو د کریکټ د نړیوالو سیالیو نمایندهګی کوی
    بل تاسو او ازاد صاحب اشاره کړی ده چی په کریکټ کی اقتصاد رول نه لری بلکل بی ځایه خبره ده دا ځکه اقتصاد دی چی د لوبعاړو په روانی او ورځنیو چارو سل په سلو کی تاسیر لری .
    بل خبره د پیغور ده چی ازاد صاحب په لیکنه کی لیکلی چی( د پاکستان له کوڅو نه یی پیل وکړ.)نو د یو ځای نه خو به یی پل کوه کنه، هیڅ چا هیڅ شی د مور په ګیډه کی نه دی یاد کړی. دا د کریکټ ۱۲ هیوادونو چی تاسو یی نوم اخیستی دی له ۵۰ کالونو ډیر وخت کیږی چی د دوی په هیوادونو کی کریکټ رواج دی او دا د انګلیس د مستعمیری د برکته له امله ، افغانستان چی د انګلیس د مستعمیره کیدلو تجروبه نه لری او کریکټ یی هم نه پیژند او په ډیر کم وخت کی یی د نړیوالی سیالیو ته ځانونه ورسول د افغانستان بیرغ یی ورپوه او د افغانستان ملی سرود یی پر نړیوالو واوری له دغه بیا پورته لاسته راوړنه موږ د افغانستان په تاریخ کی نه لرله دا زموږ لپاره ډیره مهمه ده . دا هم لری نه ده چی په راتلونکی نړیوالو د کریکټ سیالیو کی کیدلای شی چی موږ د نړۍ د کریکټ اتلان شو. نو پکاره ده چی زموږ ټیم تشویق شی نه دا چی پیغور ورکړل شی.

  5. سلامونه او نیکې هیلې…
    له هر یوه ښاغلي شاکر صاحب او اکبر صاحب څخه نړۍ مننه، کور مو ودان چې خپل نظر مو شریک کړ…
    ښاغلې شاکر صاحب…
    خدای دې وکړي چې زما لیکنې ستاسو زړه نه وي مات کړی، زما موخه هیڅ کله هم د چا زړه ماتول او یا هم پر خپلو لوبغاړو تور لګول یا پیغور نه و او نه به هم کله وي…
    زه ستاسو د دوو څرګندونو په هکله یوازې دومره ویلی سم…چې د ډیرو مالي (اقتصادي) امکاناتو هدف دا نه دی چې لوبغاړو ته هیڅ هم یا نه دي ورکول سوي او یا هم نه ورکول کیږي…
    لومړی…تاسو به تر ما ډیر ښه خبر یاست چې د کلنو را په دې خوا اویا سلنو لوبغاړو ته د افغانستان حکومت له امکاناتو سره سم یو عدد ځمکې (نومرې) ورکول سوې…تر ډیرو خلکو ښه معاش لري…دا رښتیا ده چې تر هر څه مهم نس دی…لومړی باید یو څوک په نس موړ وي چې روحاً ارامه سي بیا له هغه څخه د یوه کار تمه کیږي…په دې هکله به زه دا ووایم…چې دوی تر اتیا سلنو افغانانو شکر دی ښه اقتصادي حیثیت لري..او که د ډیرو امکاناتو خبره وي نو تر انګلستان به هیڅ هیواد هم ډیر امکانات و نه لري…هغوی ولې نه ځلییږي..؟ دا ځکه چې امکانات لږ خو وړتیا ډیر رول لري…او که زموږ په لوبغاړو کې ریښتیا هم دومره وړتیا وای لکه تاسو چې فکر کوی…نو ګران شاکر صاحب.. په دا دومره کالنو کې به لږ تر لږه یو لوبغاړی خو په ای پي ایل کې اخیستل سوی وای…(ای پي ایل مطلق تجارتي ټورنمنټ دی، او تجاران د خپلو ګټو لپاره لوبغاړي رانیسي…او هغه یوازې وړتیا ګوري نور هیڅ هم نه، او زموږ لوبغاړي خو به د هغو لپاره په ډیره ټیټه بیعه لوبیدلي هم وای چې د هغو به ډیره ګټه وای…لاکن……………)
    دویمه خبر چې تاسو د پیغور وکړه…(د پاکستان په کوڅو کې د لوبیدلو خبره)…
    ګرانه وروره ممکن هغه خبره تاسو سمه نه وي تحلیل کړي او یا هم ما سم وضاحت نه وي کړی…له یادې خبرې څخه زما مطلب دا و او دی::: موږ تل اورو چې دغه لوبغاړو د افغانستان بیرغ په نړۍ کې ورپاوه، یو ځل مو هم دا فکر و نه کړ چې دغه افغانستان دی چې لوبغاړو ته یې په نړۍ د بیرغ رپولو زمینه مسایده کړه، کنې خو دغه لوبغاړي وو چې په پاکستان کې به لوبیدل اما چا په راجسترسوو کلبونو کې نه پریښودل (پردی وطن د میړو قدر کموي)…فلهذا دوی د خپل افغانتوب پوره پوره ثمره تر لاسه کړې ګرانه وروره…کنې ما او تا به تر اوسه د نامتو نړیوالو الوتکو وی ای پي کیبن (غرفه) لیدلي هم نه وي…او دا نړیوال سفرونه…متبر هوټلونو او داسې نور خو ډیره لرې خبره ده…په پای که به دا ووایم…چې ایا د دوی لپاره دا هرڅه نه دي چې نن زه او تاسو پر دوی بحث کوو…؟؟ مانا دوی هغه ټول امتیازات (شهرت، عزت او داسې نور) تر لاسه کړي او دا هرڅه د افغانستان له کبله…زما په اند دوی افغانستان ته دومره څه نه دي ورکړي څومره چې افغانستان دوی ته ورکړي…

    په درنښت…
    نجیب الله آزاد

  6. ze da khaghali Azad da likani aw da lwastoonko per tabsiro sa ne wayem , zaka

    chi na kho me da karkit loba katali da, aw ne ham pre pohegam.

    kho da lwastooko de tabsiro pe wrandi da khaghali Azad jawab staayem.

    pe der adab aw sare sina ye wazih jwab wayelai da.

    da khaghali azad de jwab tariqa me khokha shwa.

    keday shi Azad sahib wakil wi .

ځواب ورکول Paind ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *