پرله پسې ګڼه – (۸)

تألیف: استاد کریم زماني

ژباړه: احمد سلیم ړنگ

۵. مثنوي

    په اصطلاح کې مثنوي هغه اشعارو ته ویل کېږي چې په یو وزن ویل شوي وي او په هر بیت کې دوه مصرې یوه قافیه ولري.

شاعران ډېرۍ اوږد مطالب، نکلونه، افسانې او یا تاریخي پېښې او عرفاني مسائل په دې ډول شعر کې رانغاړي.

«مثنوي له پخوا په فارسي شعر کې شتون درلود او د فارسي شعرونو په لومړنیو بېلګو کې چې د مسعودی مروزي شاهنامې له شعرونو یو شعر دی، دا ډول شعر لیدل کېږي. د هفت آسمان د تذکرې لیکوال وایي: او مثنوي لکه څلوریزه او غزل د عجم له اختراعاتو دي او پخوانیو اعرابو له دوی زده کړي …»

مثنوي د لیکلو له لومړنیو وختونو راهیسې د سماع او عرفاني نڅا په ناستو کې لوستل کېدو او تر دې چې د مولانا رح د ژوند پر مهال او له هغه وروسته یوه ډله د مثنوي لوستونکو په نوم رامنځ ته شول چې مثنوي به یې په ښکلي غږ لوستو. افلاکي چې په خپله د مثنوي لوستونکو له ډلې و، د مولانا رح او د هغه د زوی سلطان ولد هممهالو او همپېرو مثنوي لوستونکو ته ګوته نیسي او راښیي یې، له دې امله د وخت په تېرېدو سره د آریانا په سنتي موسقۍ کې یې ځانګړی ځای خپل کړی، او همداسې په ټولو بېلابېلو سیمه ییزو موسیقيو کې ویل کېږي، خو د هغوی له ډلې یو شمېر یې ډېرې نامتو شوي: لکه اصفهاني مثنوي، افشاري (پیچ)، بیات ترک، مخالف سه ګاه و چهارګاه.

مثنوي، د عرفان، تصوف تلن لار (اصول)، اخلاق، معارف، … پوهنیز او درسي لیکی دی او مولانا رح تر ټولو ډېر د همدې لیکې له امله نامتو او نومیالی شوی. مثنوي، هغه ژور سیند دی چې لامبوزن یې بېلابېل معنوي مرغلرې او ګوهر موندي او ترلاسه کوي. سره له دې چې تر هغه مهاله تر ټولو مهم او ژور عرفاني او صوفیانه لیکي یا کتابونه د عطار نیشاپوري رح منطق الطیر او د سنایي رح حدیقة الحقیة ګڼل کېدل، خو د مولانا رح مثنوي د ټولو ظرافتونو یا ښکلاو، جامعیت یا بشپړتیا، راز رازتیا یا تنوع او باریکیو سره په راتګ هغوی لږ وځلېدل یا رښتیا دا چې د مثنوي تر اغیز لاندې راغلل.

بې له شکه د حُسام الدین تر ټولو ستر کار دا و چې په خپل لیاقت او بې سیاله لید پر دې وتوانېدو چې مولانا رح د بشپړ جذب (راکښنې) او استغراق (ډوبېدا) له حالته رابهر کړي چې د هغه پام نړۍ (عالم تمکین) ته را واړوي او له امله یې د هغه معارف او باطني تجربې چې د پوخوالي ستونځ او یا اوج ته رسېدلي ول راڅرګند شي او د بشریت له پاره لارښود څراخ وګرځي. د پوهانو په اند، راکښل شوی (مجذوب) د راکښنې (جذبې) په حالت کې د لیوني او مجنون حکم لري، لارښوونه او لاسنیوی کولای نه شي. هر هغه څوک چې دې کچې ته ورسېد او دا حالت یې خپل کړ، هغه ته مجذوب سالک (راکښل شوی خدای پالونکی) ویل کېږي. مولانا رح د خپل شیداتوب په موده کې د مجذوب سالک حکم درلود او له چا سره یې ناسته ولاړه نه وه، بس ځان کې ډوب و. له دې امله د لارښوونې او لاسنیوي کارونه یې نورو ته سپارلي ول. هغوی ته چې د جذبې یا راکښنې له حالت رابهر شوي ول، په دې مانا چې د سالک مجذوب (خدای پالونکي ته راکښل شوي) ول نه مجذوب سالک ( راکښل شوی خدای پالونکی).

د نکلونو پر بنسټ، کله چې د حُسام الدّین چَلَبي دې ته پام شو چې د مولانا رح ملګرو ته هېڅ ډول منظوم اثر چې د عرفان او تصوف تلن لار او اصول په کې رانغښتي وي نه شته، نو له مولانا رح یې دا غوښتنه وکړه چې د الهي نامې او منطق الطیر په سبک یا ادبي لیاره او نول او ډول یو ښوونیز او درسي اثر رامنځته کړي، مولانا رح هم له ځنډ پرته لاس خپلې پګړۍ ته کړ او له هغې یې یو کاغذ رابهر کړ چې په کې د مثنوي شریف لومړني اتلس بیتونه لیکل شوي ول، هغه یې حُسام  الدین ته ورکړ.

عبدالرحمن جامي دا پېښه داسې رانکلوي : « کله چې شیخ صلاح الدین له دې نړۍ سترګې پټې کړې، حسام الدین چلبي د مولانا رح تر پیرزوینې لاندې راغی، د هغه ځای ناستی او خلیفه شو، او د مثنوي شریف د رامنځته کېدلو لامل دا وو چې حسام الدین چلبي د مولانا رح یاران د حکیم سنایي الهي نامې، د شیخ فرید الدین عطار منطق الطیر او مصیبت نامې سره ولیدل، نو له مولانا رح یې وغوښتل چې؛ که د سنایي د الهي نامې یا منطق الطیر په طرز یو لیکی منظوم کړئ چې ستاسې ملګرو ته یادګار پاتې شي، دا به ستاسې خورا ډېره پېرزوینه وي. مولانا رح په همهغه شېبه له خپلې پګړۍ یو کاغذ رابهر کړ او حسام الدین چلبي ته یې ورکړ، په هغې کاغذ کې د مثنوي شریف لومړني اتلس بیتونه لیکل شوي ول.»

له دې وروسته مولانا رح به هر مهال او هر حال مثنوي ویله: د سماع په حالت کې، په حمام یا ځان وینځلو ځای کې، ناست، ولاړ او کله هم د شپې له پیل تر سهاره په پرله پسې توګه مثنوي ویله او حُسام الدّین به هغه لیکل او هر هغه څه چې به یې لیکلي ول په لوړ او زړه راکښونکي غږ  به یې مولانا رح لوستل.

مولانا رح چې د دې اثر په زېږېدنې کې د حُسام الدّین ونډه د ستایلو وړ بلله، او په دې پوهېدو چې د هغه غوښتنه او تنده ده چې دا معنوي باریکۍ او روحاني زېرمې د هغه د ضمیر له ژورو مکشوف او برسېره کېږي. له دې امله یې د خپلو شعرونو په یوه برخه کې د دې ستر اثر نوم حُسامي نامه نومولې.

ګشت از جذب چو تو علّامه ای

    در جهان، ګردان حسامی نامه ای

همچنان مقصود من زین مثنوي

        ای ضیاءالحق حسام الدین تو یی

قصـــدم از الفاظِ او راز توست

    قصـــــدم از انشایش آواز توست

ژباړه « دا چې ته له جذب او راکښنې ډېر پوه یا علّامه شوې، نو د حسامي نامې دا اثر وزېږېدو. همداسې ای ضیاءالحق حُسام الدّین زما موخه له دې مثنوي ته یې، د مثنوي له وییو او الفاظو مې موخه ستا رازونه دي او د هغه له لیکلو مې موخه ستا غږ دی.

    د مولانا رح ژبه په مثنوي شریف کې ځانګړې څرګندتیا او وضاحت لري. رښتیا دا چې د خلکو په ژبه غږېدلی. د انبیاء و نول او ډول هم همداسې و: ما اَرْسَلْنا مِنْ رَسُولٍ اِلّا بِلِسانِ قَوْمِة. خو له دې ټولې څرګندتیا او وضاحت سره ډېرۍ بیتونه یې د موخې پوهېدا له پلوه ستونزمن دي. تر دې ځایه چې د هغه په وخت کې هم ملګرو او پرېوو به د مثنوي د ځینو بیتونو د مانا په هکله ورڅخه پوښتل او هغه به ورته څرګندول.

    مولانا رح په مثنوي شریف کې د یو ماهر مرجوڼا په څېر دی چې په خورا ځیرکۍ یو ناڅاپه د اوبو په ژورو کې د ننه کېږي او لیدونکي په خورا ځير او هېښنتیا د اوبو څنډو ته ګوري او دې ته يې پام اړولی وي چې هغه به کله او له کوم ځایه سر له اوبو رابهر کوي؟ خو ناڅاپه یې پام کېږي چې هغه د هغوی د انتظار له واټن لرې سر رابهر کوي او په ټوله چټکتیا خپلې لامبو ته ادامه ورکوي تر هغې چې د مانا اوږد سیند وهي او د اوبو بلې څنډې ته رسېږي.

نور بیا…

٭٭٭

پایلیک:

[1]. نفحات الانس، د مهدی توحید پور په تصحیح، ۴۶۸-۴۶۹ پ، او مناقب العارفین، ۲ ټ ، ۷۴۰-۷۴۸ پ.

[1]. ل.ر. مناقب العارفین، ۲ ټ، ۷۴۲ پ.

[1]. سورت ابراهیم، آیة ۳.

[1]. ل.ر. فیه ما فیه، ۱۹۶ پ.

[1]. دا ښکلی او ژور تعبیر د استاد جلال الدین همایی په تفسیر مثنوي معنوي نومي لیکي، په ذات الصُّور نکل کې په څلرویشتمې پاڼې کې راغلی.

One thought on “د مثنوي معنوي هراړخیزه سپړنه – لومړۍ لیکچه”
  1. سلامونه،
    پایلیکونه یې خورا اړین دي، هیله ده هغه له متن سره یې خپاره کړئ.

    مننه سلیم ړنگ

ځواب ورکول سلیم ړنگ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *