صبغت الله مجددي

تاند- د مجاهدینو د حکومت لومړنی دولتمشر او د ملي نجات جبهې مشر صبغت الله مجددي نن شپه ۱۱ بجې د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۹۴ کلونو په عمر سا پرې کړه.

صبغت الله مجددي له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۱ پورې د مشرانو جرګې رييس و. نوموړي دغه رازپه ۲۰۰۳ م کال د اساسي قانون د لویې جرګې رياست په غاړه درلود.

صبغت الله مجددي په افغانستان کې د ثور له کودتا وروسته په ۱۳۵۷ لمریز کال په پېښور کې د خلق د دیموکراتیک رژیم پرضد د ملي جبهې په نوم تنظیم جوړ کړ. دی د ۱۳۷۱ لمریز کال په لومړیو کې د نوازشریف په هڅه د پېښور د ګورنر هاوس له پرېکړې سره سم د مجاهدینو موقت دولتمشر وټاکل شو.

د ده د حکومت دوره درې میاشتنۍ وه. ده هڅه وکړه چې د جنرال دوستم په مرسته د خپل حکومت دوره اوږده کړي او د دې هدف لپاره یې جنرال دوستم خالد بن ولید ونوماوه خو دوستم ورسره یاري ونه کړه.

صبغت الله مجددي په ۱۹۲۵ م کال په کابل کې زېږېدلی. زده کړې یې د مصر په ازهر پوهنتون کې کړي دي.

د مجددي د مړینې په اړه تر دې پخوا هم ډېر خبرونه خپاره شوي وو.

2 thoughts on “د مجاهدینو د حکومت لومړنی دولتمشر صبغت الله مجددي ومړ”
  1. God bless and I pray forgiveness for him in judgment day. Saying that, obligating me to remind all that since his forefathers political arrival from British-India to Afghanistan, no family in Afghanistan ever harmed the interest of Afghanistan than him.

    They are the main cause of blocking Afghanistan to function on par with time. A true ” sleeper cells “.

  2. انا لله وانا الیه راجعون الحکم لله اللهم اغفره وارحمه واجعل قبره روضة من ریاض الجنة

ځواب ورکول A. Halim Hakimi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *