تاند- وروسته له دې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر او د پاکستان د ملي جرګې غړي محسن داوړ په یوه ټویټ کې وویل، «افغان وم، افغان یم او افغان به وم» د کوزې پښتونخوا ګڼ شمېر نورو پښتنو دا پیغام بدرګه کړ.
د ښاغلي داوړ دې پیغام په عین حال کې د پاکستاني پنجابیانو او یو شمېر رسنیو غبرګون وپاراوه.
(پاکستان ټوډې) ورځپاڼې نن په دې اړه تر دې سرلیک لاندې:
«زه هم افغان یم: د ملي اسمبلۍ د غړي محس داوړ جنجالي ټویټ غوسه وپاروله» لیکلي چې نوموړي په خپل لانجمن ټویټ په ټولنیزو شبکو کې یو بل اعتراض پارولی دی.
د ورځپاڼې پر اساس د داوړ دا خبره د ډېرو له اعتراض سره مخامخ شوې ده او ځینو پاکستان ته د نوموړي پر وفاداري شکونه کړي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې مشرې ثنا اعجاز بیا لیکلي«په افغان هیواد کې زما غور نیکونه زېږېدلي، دې خاورې له زرګونو کلونو راهیسې ما ته کلتور، تمدن، تاریخ، اتلان او هویت راکړی دی او موږ د خپل هویت حق لرو او تل په دې ویاړو چې افغانان یوو.»
ځینو نورو خپل اسناد ښودلي چې افغان پکې لیکل شوي دي.
خوشحال بابا نژدې 400 کاله پخوا ویلي وو چې:
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم
ما ټیټ ورته لېمه کړه زما سر نه ټیټېده،
شاید چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم!
حمزه بابا
شاید چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم!