د جمهوري ریاست د ټاکنو په دوهم پړاو کې دوه سیال ټیمونه سیالي کوي چې یو یې د ډاکټر اشرف غني په مشرۍ د بدلون او دوام ټیم او بل د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم دي دواړه ټیمونه په قومي، ژبني، سیاسي او سهمي ډول جوړښت لري دواړه غواړي چي د افغان ولس اعتماد خپل کړي او خلک پر ځان را ټول کړي چې د دې هسې لپاره ډول ډول کمپاینونه کوي په ولایت ، ولسوالۍ ، کلیو ، بانډو او ښارونو ګرځي غونډې جوړوي او خلک ورته رابلي هغه ټیم چې د افغانستان د آبادۍ او ښیرازۍ لپاره ځانګړې موخې او پلانونه لري ولس ته یې بیانوي او د ولس اعتماد خپلوي خو ځینې یې بیا منظم پلان او برنامه نلري دوي بیا دې غمځپلې او خوار ولس ته سیند خوروا او غرونه غوښه کړي او پدې چل ول د ولس اعتماد خپل کړي خو انشاء الله افغان ولس تر ډیره بریده ویښ شوی نور په وعدو نه غولیږي دوي به د ماضي تاریخ او د حال خدمت ته په کتو سره خپلې رایی استعمال کړي نه د دروغو وعدو ، زور او مادیت پر بنسټ.

تیره ورځ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د جناب عبدالله عبدالله په مشرۍ د ده دوهم مرستیال محمد محقق د دایکندي ولایت ته په کمپاینیزه موخه سفر کړی وو ، محقق غونډې ته د خپلې بې علمه او بې معنی وینا په ترڅ کې د خپل سیال ټیم او سیاسي رقیب ښاغلي ډاکټر اشرف غني ته په نیغه او شخصي ډول توهین آمیزه او بې مفهومه خبرې وکړې دا ځکه چې دوي کومه ځانګړې طرحه او پلان نه لري نو خپلې ګڼ شمیر غونډې په بېهوده او سپکو القابو په یادلو او خارښتي خبرو په کولو سره خلاصوي ، دا ناوړه کار د محقق او همپالنې او اصلاحاتو د ټیم په بې علمۍ ټولنیزو اړیکو په نه پوهیدو او د دوي په سپک والي دلالت کوي ، د محقق د تیرې ورځې سپک لقبونه چې زه يې وړ نه بولم چې دلته یې یادونه وکړم په لومړي ځل د اسلام د مقدس دین بیا د افغانستان د قانون او انساني کرامت خلاف عمل بولم ځکه چې الله تعالی په قرآنکریم کې فرمایي (( وَلا تَنَابَزُوا بِالألْقَابِ بِئْسَ الاسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الإيمَانِ )) ( ترجمه : او مه یادوی تاسې یو تر بله په بدو نومونو او القابو سره بد دي دا نومونه وروسته د ایمان لرلو څخه )   د یاد ټیم د مشرانو او نورو غړو دا ډول بیهوده او ماشوم ډوله او غیر منطقي ویناوې ولس پر ځان نشي را ټولولی بلکې د ټوکمارو په صفت یې د ولس تر وړاندې بیانوي او د ولس د نفرت او د دوي د اصلیت ښودلو باعث ګرځي دوي صرف افغان ولس ته ځان نه شرموي بلکې ټولو نړیوالو ته خپل حیثیت ور ښایي ټاکنیز کمپاینونه او هڅې د دې لپاره نه دي چې یو ټیم دې پر بل لقبونه کیږدي او د هغې توهین دې وکړي بلکې د دې لپاره دي چې خپل غښتلي او ګټور پلانونه دې ولس ته څرګند کړې او د ولس سر دې پرې خلاص کړي.

رایه باید پلان او برنامې ته چې یو وړ شخص یې د عملي کولو هڅه کوي ورکړل شي که دا شخص تور وي یا سپین ، ډنګر وي یا ډبل ، لنډ وي یا لوړ دا مطرح نده د خوږ نبي کریم صلی الله علیه وسلم مبارک حدیث دی چې فرمایي ( الناس سواسیة کأسنان المشط لا فضل لعربي علی عجمي الا بالتقوی ) ژباړه : ( خلک ټول سره مساوي دي لکه د ږمنزې د غاښونو په څیر ، عرب پر عجم برتري نلري مګر د تقوی پر بنسټ ) ، چې د همدې حدیث په رڼا کې ښاغلی غني وایي چې هیڅ افغان د بل افغان ځینې کم ندی او هیڅ افغان د بل افغان ځینې زیات ندی ، د رای ورکول معیار د انسان فزیکي جوړښت پورې تړاو نلري بلکې د انسان معنوي جوړښت پورې تړاو لري ، رنځورتیا او بوډاتوب یواځې د انسان د مرګ لامل کیدای نشي مرګ او ژوند د الله په لاس کې دی موږ وینو چې ګڼ شمیر خلک پرته له کومې مریضتیا او تکلیف څخه په ځوانی کې د دې نړی څخه سترګې پټې کړي ، افغان ولس خپل راتلونکی ولسمشر د خوراک او څښاک مقابلې لپاره نه ټاکي بلکې د افغانستان د جوړولو او ودانولو لپاره یې ټاکي نو لهذا موږ ته داسې ولسمشر پکار دی چې سالم او غښتلی فکر ولري هیواد او نړی یې د نظر غوښتلو ته اړمنه وې خیر دی که معده یې نه وي خو چې نفس یې پاک وي د خپل غښتلي فکر پر بنسټ د افغانستان د هر اړخیز ملي پرمختګ لپاره پلان ولري.اودپلي کولو وړتیا یې ولري.

0 thoughts on “د محقق وینا د همپالنې د ټیم وړتیا څرګندوي !! – حسن کاموي”
  1. هــــیـــــڅ فرق نکوی چه دوی څه وایی ، دا ددوی د ظرفیت ښکارندویــی کوی او حــقیــقــــی افــغانان باید دا درک کړی ، وایــی چه (ګـــ‌‌‌ذ شــــــت خصلت مــــــردان اســـــت). مــنــنـــــه ۰

  2. جناب محقق نه همدومره توقع کیدله ځکه چه همدی جناب په کابل کی دکورنی جګړی په دوران کی دخلکو په سرونو کی میخونه وهل خلکو ته یی دمړو درقص ویدیوګانی وروښودلی چه دده جنایتکارو ملیشو دافغانانو نه داویدیوګانی ډکی کړی وی اوهمدارنګه په سلهاو نورجنایتونه چه مستقیمآ دهمده په قومنده باندی ترسره کیدل ولی اوس دده لاسونه له دی جنایتونونه دخارجی قوتونو په موجودیت کی رالنډشوی دی نوپه دی اساس دی له خپلی خولی نه کاراخلی او شخصیتونوته خوله وراچوی

  3. د محقق څخه له دی نه زیاته توقع نه شو کولای ځکه هغه د کار اهل نه دی، برنامه نلری، د خلکو خدمت نشی کولای او بالآخره پاک ماضی او سوچه نفس نلری، له داسی خلکو څخه کله هم د ښو چارو توقع مه کوی او نه یی دوی ترسره کولای شی

ځواب ورکول Assadullah sultanzai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *