شاعر د ټولنې هنداره وي اوباید د ده په ویناوو کې ادب د ژوند لپاره مفهوم پروت وي.

پسرلی صاحب د معاصرې دورې پياوړی غزلبول فکرمندشاعردی، د ده غزل بڼ د غزلویوه لویه مجموعه ده چې د کمیت او کیفیت له مخې یې ارزښت پښتوادب ته زیات دی. د معنا او منځپانګې له مخې یې شعري ویناوې هرډول مضامین لري.

په نړیوالو ادبیاتوکې د فرانسس بیکن شعرونه له ډېرو ځانګړنو سربېره یوه منفرده خاصه یې pragnient   ده، دا اصطلاح په پښتو ژبه کې د حمل په معنا ده.

هر ژوندی شی چې حمل ونیسي، د وخت او زمان په تېریدلو ورنه بل شی پیدا کېږي، لکه د انسان نه د بل انسان پیدا کېدل.

په ادبیاتوکې د دې اصلاح معنادا ده چې د شاعر د شعر په بېتونواو نیم بیتیوکې ځینې داسې خبرو ته اشاره شوې وي چې ډېر لوی بحث ته پکې ضرورت وي، او په نثر کې هم داسې مسایل راتلای شي.

د پسرلي صاحب دوه بیته دي:

ژوند ښایسته دی، ښکلې دنیا هم
شپه یې حسینه، تنکی سبا هم
طفلي یې یو خوند، ځواني یې بل رنګ
زړښت یې بل کیف، عدم یې بیا هم

په پورته دووبېتونوکې د اضدادو فلسفې مفهوم پروت دی، د انسان په ژوندکې هر وخت او دوره اغاز او انجام لري اوهره دوره خپل خپل خوند لري، انسانان هم  د الله تعالی په قدرت پیدا کېږي او فنا کېږي، د دوی پیدايښت او مرګ په تقدیر کې لیکل شوې وي،د دوی آغاز(پیدایښت) او آنجام(فنا کېدل) نا څرګند دی او له آنجامه مخکې بایددپیدایښت پرمفهوم پوه شي.

ډېرخلک وایي، کاشکې ځواني وای! زړښت نه وای، ټول عمرمې په مستۍ کې تېرکړی وای.

زما په فکر، ښه ده چې زړښت شته، مرګ شته، جنت او دوزخ شته.

د ځوانۍ په قدر زوړ پوهیږي، د خوشحالۍ احساس هغه څوک کولای شي، چې ډېر خپګانونه یې لیدلي وي، د صحت په قدر مریض ښه پوهیږي.

خو بیا هم د انسان د ژوند هره دوره بېل بېل خوند لري او انسان باید د ژوند په هر پړاو کې خوشحاله وي.

په یوه کورنۍ کې د یو ماشوم چغهار یو ډول خوند لري او د کور مشران (نیا او نیکه ) ته  ډېر احترام کېږي.

پسرلي صاحب هم دماشوم توب دوره د مستۍ او خوشحالۍ وخت ښودلی دی او د ځوانۍ دوره یې د بل ډول پرکیفه دوره ښودلې ده.

زړښت ته یې هم اشاره کړې ده او په پای کې مرګ ته هم.

د پسرلي صاحب په دووبېتونوباندې زیاتې خبرې کېدای شي او د فرانسس بیکن په شان یې هر بیت او نیم بیتی زښتې نورې خبرې لري چې دا د شاعر د مهارت پورې اړه لري او د هغه د ذاتي تجربو سره تړلې خبره ده.

په کلاسیکو شاعرانوکې ګل پاچا الفت شعرونه او نثري ادبي ټوټې هم د(پریګننټ) ځانګړنې لري او لاندې بیتونه یې د استاد پسرلې د دوو بیتونود ښه وضاحت لپاره راوړم.  د مرګ او ژوندد فلسفې په هکله ګل پاچا الفت  وايي:

له اسمانه څاڅکي راغله د باران
پرې را شنه شوه سپين و سره او زېړ ګلان
يو څو ورځې پس يې باد يوړلې پاڼې
خپل آغاز آنجام هيڅ نه شو ور عيان
په زرګونو کلو ګورو چې ژوندون شته
حرکت شته لوېدل شته مخکې يون شته
له آغازه له آنجامه خبر نه يو
دومره وايو چې دورونه د ګردون شته

د انسان د پيدايښت ورځ او د مرګ ورځ الله تعالی ته معلومه ده او په تقدير کې ليکل شوي وي.

هيڅ انسان نه شي کولای، چې د بل انسان د مرګ وخت په دقيقه موده او وخت کې وښايي.

ګل پاچاالفت هم داسې نظر لري او د پورته راغلي شعر مفهوم دی: له اسمانه بارانونه راورېږي، ددې بارانونو له امله ټول بوټي شنه کېږي او ډول ډول ګلان پيدا کېږي، د څو ورځو وروسته د همدې شنه شوو بوټو او رنګارنګو ګلانو پاڼې د خزان د شمالونو له راتګ سره له منځه ځي، دغه بوټي په دې پوه نه شول، چې څنګه پيدا او فنا شول.

انسانانو هم په زرهاوو کلونو ژوند وکړ، حرکت، کار او هلې ځلې يې وکړي، همدا انسان له خپل پيدايښته او مرګه خبر نه دی.

دلته هم د ژوندون او د مرګ په فلسفې په هنري، شعري او فکري انداز بحث شته دی، استاد الفت د ژوند او د مرګ په باب داسې نظر لري، چې د انسان د ژوند نېټه او د مرګ نېټه نامعلومه ده، نو په داسې بې اعتباره ژوند بيا اعتماد په کار نه دی.

 ګل پاچا الفت په نثري کلياتوکې وايي: (ډېر خلک دي، چې يوه ورځ يې ګرانه ښځه مري او دی غمجن کېږي، مګر بله ورځ نوی واده کوي او د خوشحالۍ هغه زوړ غم بېخي هېروي، نو دغه د خوشحالۍ ډولۍ او هغه د غم جنازه يو له بله ډېر ربط لري، که هغه غم دغه کاله ته رانه شي، دغه ښادي هم نه شي راتلی.

له ګل پاچا الفته سربیره غني خان د مرګ او ژوند په باره کې داسې نظر درلود: دا د نور او نار دنیا د اضدادو نه جوړه ده، د هر شي ضد شته، ژوند سره مرګ تړلی دی او یو د بل ضد دي. د ژوند سره، رڼا او تیاره، ګل او اغزی، ټول د ژوند سره تړلي دي.

که د انسان د زړه خوښه وي او که نه وي، ددې اضدادو سره به وخت او ژوند تېروي. د انسان مرګ د انسان د زېږېدو له ورځې د هغې سره یو ځای پیدا شوی دی. او هر ساکښ شی به یوه نه یوه ورځ د منځه ځي او مړ کېږي به.

که یو انسان هر څومره قوي، عالم، فاضل، مالداره او د دُنیا هر څه ورسره وي، بیا هم مړ کېږي.

غني خان وايي، مرګ په حقیقت کې د انسان ژوند دی، انسان باید خپل مرګ ته خفه نه شي، ځکه د انسان ژوند بعد له مرګه شروع کېږي.

رښتیا که انسان دینداره او د الله تعالی ټول اوامر یې پر ځای کړي وي او د الله تعالی په لوریینې او پیرزویینې د جنت دروازې یې پر مخ خلاصې شي، نو ژوند بیا هلته ژوند دی، نه دې دنیا کې.

کله چې خزان د پسرلې ګلونه ورژوي، پسرلی ورته وايي: ته ما وژلی نه شې، دا مرګ مې د نوي ژوند زیری دی.

 نو د مرګ نه پس ژوند شروع کېږي. که په ژوند کې اضداد نه وي، وخت به په انسان نه تېریده، ژوند به بې خونده وي، لکه:

چې په ژوند کې سخته نه وي

لکه بې مالګې طعام

چې په خوله کې خندا نه وي

لکه ډک د خاورو جام

چې ځواني کې تکلیف نه وي

لکه پټه میان کې توره

نه یې پړق شي نه یې شرنګ شي

په زنګونو شي رنځوره

ژوند که تش فیرني څټل وي

دا خو سپې هم شي څټلی

که تش نسل زیاتول وي

دا غویه هم شي کولی

ژوند نه خیټه نه ماڼۍ وي

نه ډېرۍ د سرو لالونه

نه یاران نه معشوقې دي

نه باغونه د ګلونو

ژوند خو تله دي یو په مخه

غورځېدل او پاڅېدل دي

ټکی سوز او ټکی ساز دی

څه خندل دي څه ژړل دي

ژوند په سترګو د عاشق کې

پلوشه ده د خمار

په صحرا کې لټول دي

د اشنا د کوڅې لار

غني خان وايي: په ژوند کې خوشحالي او خفګان دواړه باید موجود وي، که ژوند کې سختي او خفګان نه وي، داسې مثال لري، چې غذا کې مالګه نه وي، دا چې بې مالګې طعام خوندنه لري، دغسې د خفګان نه بغیرخوشحالي خوندنه لري.

د محمد صدیق پسرلي د دوو بیتونو د اثبات لپاره مې دګل پاچا الفت او غني خان مثالونه هم راوړه.

د محمد صدیق پسرلي راغلي دوو بېتونو په شان یې دیوان د اضدادو فلسفې زیاتې نمونې لري او همدارنګه د فلسفې څرکونه یې په شعرونو کې شته دي چې په دغه مقالې د استاد د شعرونو د دغې برخې حق نشي ادا کېدای.

One thought on “د محمدصدیق پسرلي دوه بیته/ سید اصغر هاشمي”
  1. سلام
    له بده مرغه په پښتنو کې د يو عالم، پوه دسوچ او نظر خاوند دومره خيال نه ساتل کيږي کله چې له ټولنې ابدې ژوند ته پناه يوسي..خداى بښلئ پسرلي صاحب، الفت صاحب، غني خان چې د خان کلمه ورسره ښيته بريښي هغه شخصيتونه دي چې زموږ د ټولنې وياړ ورباندې ولاړ دي لنډه ېې کړم رښتيا هم ددوي په اثارو کې
    په ویناوو کې ادب د ژوند لپاره مفهوم پروت وي
    عالي ليکنه او عالي خبره دې په وينا کې وينم.

ځواب ورکول ع..شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *