سید یما عالمي

د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق غواړي د کاسا زر د بریښنا پروژې تګلوری د علمي او فني معیارونو پر خلاف بدل کړي.

نوموړي د بریښنا شرکت چارواکو ته ویلي دي چې دغه غوښتنه یې باید پلی کړي.

د کاسا زر پروژه په سیمه کې د برېښنا د لېږد یوه لویه پروژه ده چې د هغې له مخې د قزاقستان او تاجکستان یو زرو ۳۰۰ میګاواټه بریښنا افغانستان او پاکستان ته لیږدول کیږي .

په هېواد کې د دې پروژې اصلي تګلوری د کندوز له ولایت څخه پېل او له بغلان، پنجشیر، کاپیسا، پروان، کابل او ننګرهار څخه وروسته پاکستان ته رسیږي.

د بریښنا شرکت چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وایي، د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق د علمي او فني اصولو پرخلاف غواړي د دې پروژې تګلوری له بغلان ،بامیان، کابل او ننګرهار څخه تیر شي.

اخوا د آسیا پراختیایې بانک چې د دې پروژې تمویلوونکی دی وايي که د کاسا زر پروژې تګلوری بدل شي له دې پروژې سره مرسته نه کوي .

د برېښنا شرکت واِیي، په هغې سروې کې، چې د آسیا د پراختیايي بانک لخوا ترسره شوې، سالنګ د بامیانو په پرتله غوره ګڼل شوی دی.

د بریښنا شرکت په حواله د سالنګونو لار لږ وخت ته اړتیا لري او لګښت یې هم کم دی.

بلخوا اقتصادي کارپوهان د ځینو کسانو د شخصي ګټو له مخې د دې پروژې د تګلوري بدلیدل د هېواد په ګټه نه ګني او وايي چې دا کار به د خلکو تر منځ د اختلافونو اوپه پای کې د دې پروژې پر وړاندې د لویې ننګونې لامل شي .

3 thoughts on “د محمد محقق د کاسازر د تګلوري بدلون غواړي/ سیدیما عالمي”
  1. ګرانړیما عالمي سلامونه به مې ومنې!
    پهو پښتو کې خوا ښځینه نږم دی، او په پښتو کې ستاینومونه او او ټا ټکونکي چې په انګلیسي کې ورته
    .وايي دواړه ښځینه بڼه اخلي determener
    په دې توګه دبل خوا پرځای په کار ده چې بله خوا ولیکل سي.
    بریالی اوسې
    تفسیر خان

  2. ديوی تکميل شوی پروژی بدليدل څه اسان کار ندی ،يا هم د څوښځو کول چی محقق پکی ډير مهارت لری يا دده په فکر پروژه کومه صيغی نکاح ده چی هروخت يي زړه وغواړی هماغسی ورسره وکړی،بل داچی محقق دعبدالله يو سرکاتب دی خپل ورځنی ياداشتونه دی راټوله وی .

  3. افغانستان د محقق شخصی ملکیت نه دی چی هرڅه وغواړی هغه به کیږی. د افغانستان خلکو ته د هیواد ملی ګټی مهمی دی. فکر کوم د پنجشیر، کاپيسا او پروان نفوس به د بامیانو له ولایته په څو واری زیات وی، له بلی خوا د برښنا د انتقال لپاره به د بغلان، پنجشیر، کاپيسا ، پروان ، کابل ، ننګرهار لاره لنډه او اقتصادی وی. کیدای شی د هیواد مرکزی ولایتونو لپاره له ترکمنستانه او یا له ایرانه برښنا وارده شی او یا په بامیانو کی د برښنا د تولید وړی پروژی پکارواچول شی ، هم به د هیواد راتلونکی ته مفیدی تمامی شی او هم به د خلکو مشکلات حل او خوشحاله وی.

ځواب ورکول Tafsir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *