تاند، یکشنبه، د دلوې ۲۰مه: د حزب وحدت د مشر محمد محقق سکرتر تایید کړه چې سکندري تایید کړه چې د محقق یو زوی باقر محقق د هغه د ورور حسین محقق لخوا وژل شوی دی.

ښاغلي سکندري زیاته کړه چې حسین محقق د محمد محقق زوی رواني ناروغي درلوده او خپل ورور یې باقر محقق په کور کې د ټوپک په په ډزو وژلی دی.

سکندري زیاته کړه، باقر محقق بیګاه شپه د خپل ورور لخوا په کور کې د خوب پرمهال په ډزو وژل شوی او کله یې چې ساتونمي ور رسیږي په هغوی کې یې هم ۴ تنه ژوبل کړي.

په محمد محقق باندې تور دی چې په زرګونو افغانان یې د مذهبي اماکنو د ساتنې په پلمه د ایران د ستراتيژیکو ګټو د خوندي کولو لپاره د سوریې جنګ ته لېږلي چې اکثر یې هلته وژل شوي او کورنۍ یې د سختۍ ورځې شپې تېروي.

One thought on “  د محمد محقق یوه زوی خپل ورور وواژه”
  1. په ۲۰۱۷ کال کی د محقق د ساتونکو په ډزو کی یوه ناوې هم وژل شوی وه

    http://www.taand.com/archives/93161

    د شیرزاد په نوم یوه فیسبوک پاڼی چلوونکی لیکلی وو چی محقق خپل ځان ته آته باقر (د باقر پلار ) لقب ورکړی او داسی ویل کیږی چی محقق دری ۳ ښځی لری نو کیدای شی دا دواړه د جدا مورګانو ځامن وی چی پردی ځامن فاطمیون لپاره قربانی کوی نو الله به هم دده په کور کی د وژلو لړی ته ادامه ورکړی

    محقق تل د ایران او امریکا او پاکستان په لمسون د هغه دولت په وړاندی منفی څرګندونی کولی چی پخپله همدا محقق یی اجرایه ریاست دوهم مرستیال دی همدا ډول تیره اونی ایران ته تللی وو او عبدالله او کریم خلیلی هم ورسره وو له هغه مخکی محقق پاکستان ته تللی وو
    کچیری امریکا د ایران مخالف وی نو لومړی د محقق د دولت له چارو په دسیسی سره له مینځه یوسی چی نړی او افغانستان د دا ډول کسانو او همدارنګه د عبدالله په شان لنډغرو مشر څخه خلاص شی

    همدارنګه عبدالله هم تیره اونی د پاکستان له سفیر سره ناسته پاسته یی کړی او زیاتره د عبدالله پلویان د دولت په هغه کار باندی نیوکه کوله چی ولی کانټینټل هوټل کی یی د کشمیر لپاره غوڼده چی پاکستان غوښتله جوړی کړی ولی لغوه شوی

    یعنی غوښتل یی چی افغانستان او هند په اړیکو کی پیکه والی راولی او افغانستان بیا پاکستان ته محتاج وګرځوی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *