په هېوادونو کې تر هر څه دمخه د نظام د مشروعیت مسله د بحث او اندېښنې وړ ده. چېرته چې د نظام مشروعیت په کور دننه تر سوال لاندې وي، هلته د بهرني مشروعیت یا نړیوال مشروعیت ستونزه هم موجوده وي. افغانستان هم له تېرو څه دپاسه دریو لسیزو راهیسې د نظامونو د کورني او بهرني مشروعیت له پوښتنو سره مخ دی. مشروعیت د انګلیسې کلیمې Legitimacy معادل استعمالېږي. Legitimacy یوناني کلمه ده، چې د قانونتوب مترادف ګڼل کېږي. افلاطون پخپل مشهور کتاب (جمهوریت) کې د نظام د مشروعیت لپاره اساس عدل او انصاف یاد کړی.  Lipset امریکایي سیاستپوه د حکومت مشروعیت د حکومت په ظرفیتونو (وړتیاو) پورې تړلی دی. لیپسیټ وايي، کله چې حکومتونه پخپلو کړنو د خلکو باور نشي را منځته کولی، نو د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راځي.

خو د مشروعیت لپاره بیا تر ټولو روښانه او ټول منوونکی تعریف الماني مکس ویبر وضع کړی. مکس ویبر وایي: مشروعیت د ټولنې یا خلکو په ذهني او اروايي توګه د حاکم ټیم یا واکمنې ډلې د قدرت  د منلو په مانا دی. مشروعیت په اسلامي سیاست کې د مشروع (اسم مفعول) څخه اخیستل شوی او په مانا د شرعي دی. هر هغه څه چې له شرعې سره برابر وي، هغه مشروعیت لري، چې دا خپله اوږد بحث ته اړتیا لري.

راځو خپلې اصلي موضوع ته. په ۲۰۰۱ ز کال کې  د ولسمشر کرزي په مشرۍ د ولسواکۍ پر بنسټ د نوي نظام رامنځته کېدل تر ډېره بریده د نړیوالو غوښتنو او فشارونو په وجود کې ترسره شو. په پیل کې د خلکو لپاره د نظام بدلون او د ولسواکۍ اساس ډېر ښکلی او د باور وړ ښکارېده، خو د وخت په تیرېدو د نظام د مشروعیت ستنې مخ په کمزوري کېدو شوې. د نظامونو د مشروعیت لپاره په کور دننه تر ټولو مهمه سرچینه هغه د خلکو باور دی، چې دا باور د قانون په برلاسۍ، د حکومت د وړتیاو په لوړوالي او د عدالت او نیاو په پایله کې رامنځته کېږي، چې دا ټول ورځ تر بلې په افغانستان کې مخ په ځوړ روان دي. افغانستان له دوه زره او پنځم څخه په ۲۰۱۳ کې د لا زیات اداري فساد لرونکي هېواد په توګه پېژندل کېږي. د اداري اصلاحاتو نه شتون یې بله لویه ستونزه ده، نا امنۍ وار د مخه د خلکو ژوند له کړاو سره مخ کړی. په قانون د ټوپکسالار او جنګسالار برلاسي لا زیاته شوې، چې دې ستونزو افغان نظام په کور دننه محکوم کړی او بالاخره دې ټولو کارونو په کور دننه د افغانانو او په نړیواله کچه د نړیوالو باور په افغان نظام را کم کړی، چې دا کار پخپله د افغان نظام مشروعیت تر سوال لاندې راولي.

افغانان له پیله تر ننه په ولسمشر کرزي د مصلحتي سیاستوال په توګه بې باوره دي، په پیل کې د افغان ملت د لږکیو باور په کرزي نسبتا زیات و، چا چې د همدې مصلحت څخه ډېره ګټه پورته کوله، خو په وروستیو کې د افغان ملت د لږکیو تر نیوکو لاندې هم راغی، ځکه چې د لږکیو ټول حقوق یې په څو تنو ټوپکمارو او جګړه مارانو تالا ترغه کړل. خو ولسمشر کرزي کله هم د خپل مظلوم ملت نیوکو او انتقادونو ته ونه کتل او تل یې له تش په نوم ملي سیاست څخه د یو باغي سیاستوال په توګه دفاع وکړه. د همدې بغاوت پایله ده، چې نن د افغان نظام د دریمې دورې ټاکنو لپاره هم نوماندان د اهلیت پر ځای په پښتون، تاجک، هزاره او حتی ازبک مرستیالانو پسې لالهانده دي. د کپېټلیزم په اړه مشهوره ځېرنه داده، چې کپېټلېزم د ارزښتونو پر ځای ګټو ته ډېر پام کوي. نن د افغان نظام په جوړښت کې د نظام د مشروعیت د ارزښتونو پر ځای چې د خلکو باور، د قانون برلاسي، عدالت (نیاو) او اهلیت ګڼل کېږي، په سیاستوالو کې تمایل ګټو ته ډېر دی نه ارزښتونو ته. که محمد محقق ډېر ټوپکي ملاتړي (رایه) لري، نو باید د بل اهل افغان پر ځای هغه ته ترجیح ورکړل شي. که دوستم ملیشه جګړه مار ډېره ملېشه لري (رایه)، نو د اهل افغان پرځای هغه ته باید غاړه کېږدو. دا هر څه ځکه چې د خلکو له باوره پورته په سیاستوالو کې د واک د تر لاسه کولو لپاره کورنی او نړیوال بغاوت موجود دی.

د ولسمشر کرزي د بغاوت بله بېلګه په نړیوال سیاست کې تر سترګو کېږي، په دې مانا چې د افغان حکومت ټول دارو مدار په بهرنیو مرستو او د امریکا په ځانګړي ملاتړ پورې تړلی دی، افغانستان د سیمې یواځینی هېواد دی چې د څه دپاسه نوي سلنه سوداګریز کثر سره مخ دی او خپله ټوله (سل سلنه) د پرمختګ بودجه د بهرنیانو له خیرات او مرستو تر لاسه کوي. دارنګه څه دپاسه پنځوس سلنه عادي بودجه یې د بهرنیانو په رحم او کرم ولاړه ده، خو د سیمې د هېوادونو په پرتله په نړیوال سیاست کې تر ټولو باغي سیاستوال هم همدا مظلوم هېواد (افغانستان) لري. افغان ولسمشر حامد کرزی په زغرده په امریکا او ناټو د نا امنۍ ، اداري فساد، نا انډوله سیاست او د افغان غمیزې پړه اچوي. له لوی اختر دمخه له بې بې سې انګلیسي سره په مرکه د افغانستان د نا امنۍ، وروسته پاتې والي او ټولو ناکامیو پړه ښه په زغرده د ناټو په غړو هېوادونو او امریکا ور واچوله، چې دا بیا پخپله له بهر څه د افغان نظام د محکوموالي په مانا ده، چې د انګلستان او ناټو له سخت غبرګون سره مخ شو.

One thought on “د محکوم نظام باغي ولسمشر/ ډاکتر ځلاند”
  1. ډاكټر سيب په ګوتو او ماغزو دې بركت شه؛
    زما هيله دا ده چې دا ليكنه دې بيا لږ ايډت كړي او په پای كې يې ولس ته زموږ د ژغورنې د مبارزې لارې چارې څرګندې كړې چې ولس راوېښ او دا د زمري بچي په غړمبهار راولې تر څو بيا دداسې باغيانو ښكار او د تزوير او شهادتنامو په جال كې يې يرغمل نه شوو ۔ د ژغورنې لاره باندې ډېر وخت تېرول او ډېره تشريح يې اړينه ده؛

ځواب ورکول انجينير فهيم پښتون وردګ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *