د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسلکي مرستیال انجنیر سید احمد شاه سادات

تاند- د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې په نوي میلادي کال کې به په هیواد کې د انترنیټ بیه ټیټه شي.

د دغه وزارت تخنیکي او مسلکي مرستیال انجنیر سید احمد شاه سادات نن /یکشنبه/ تاند ته وویل چې د شمالي ګاونډي تاجکستان له لارې د نوري فایبر په وسیله د انترنیټ بیه نیمايي ته راټیټه شوې ده.

د ښاغلي سادات په وینا نه یوازې د انترنیټ په بیه کې به پنځوس سلنه کموالی راشي بلکې ظرفیت به یې هم دوه برابره زیات شي.

ده زیاته کړه«زموږ کوشش به دا وي چې د انترنیټ د کاروونکو لګښت کم کړو او کیفیت یې لوړ کړو.»

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسلکي مرستیال همداراز وايي، وزارت یې له له دوو نورو شمالي ګاونډیو ازبکستان او ترکمنستان او دغه راز پاکستان سره په خبرو بوخت دی څو د انترنیټ بیه نوره هم ټیټه شي او کیفیت یې لوړ شي.

له بلې خوا د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ویندوی یاسین صمیم نن په یوه خبري غونډه کې وویل  چې له یو شمېر نورو هیوادونو لکه ایران او قزاقستان سره هم د انترنیټ د رانیولو قرادادونه لاسلیک شوي دي.

د صمیم په وینا له قزاقستان سره هر ګېګابایټه په ۱۳۰ ډالره، له پاکستان سره په ۱۸۰ او له ایران سره په ۱۱۰ ډالره قرارداد شوی دی.

حاضردمه په افغانستان کې د انترنیټ بیه تر اکثرو هیوادونو لوړه ده او کیفیت یې هم له ډېرو ګاونډیو هیوادونو سره د پرتلې وړ نه دی.

خو له دې سره سره په افغانستان کې ورځ په ورځ د انترنیټ د کاروونکو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د معلوماتو له مخې، ۵ ملیونه افغانان له انترنیټه کار اخلي چې په سلو کې ۱۶ اعشاریه ۶۶ کېږي.

د ملګروملتو د ټیلي کمونیکشن نړیواله اداره وايي چې اوس د نړۍ د ټولو خلکو په سلو کې ۴۷ له انترنیټه کار اخلي او ۳ ملیارده او ۹ سوه ملیونه انسانان لا هم له انترنیټه بې برخې دي.

2 thoughts on “د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت مرستیال وايي، د انترنیټ بیه به نیمايي ته ټیټه شي”
  1. د وزارت مرستیال شاته ایرانی انځور هم جالبه ده ، دا به لا د څه شی سمبول وی؟

ځواب ورکول حمیدی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *