تاند(دوشنبه و د حمل ۲۵) تاند ته د کابل پلچرخي زندان د مخدره توکو د بندیان د بلاک تازه ویډیو رسېدلې چې په کې بندیانو د کورونا ناروغۍ د مخنیوي په تړاو د کافي تدابیرو نلرلو په اعتراض خولې ګنډلې دي.

د دغو بندیانو له منځه تاند ته رسېدلی پیغام وايي، په زندان کې دوی ته درمل، امکانات او تدابیر هیڅ نه دي نیول شوي او په یوه کوټه کې نږدې ۳۶ بندیان اوسېږي چې د شمېر دا زیاتوالی د کورونا د شدیدې خپرېدنې امکانات زیاتوي.


دغه بندیان شکایت کوي چې له سېله وریجې، دال او لوبیا پرته دوی ته هیڅ شی نه ورکول کېږي چې له مخې یې د وجود دفاعي سیسټم پیاوړی شي.

د دغو زندانیانو مشر وايي، د بلاک زندانیانو خولې تړلې دي او د نه خوړو اعتصاب یې کړی دی تر څو ولسمشر د لس زره عمومي او ۵ زره طالب بندیانو تر څنګ د دوی لپاره هم د تخفیف یا خوشې کولو فرمان ورکړي.

دوی وايي چې طالب ته د بخښنې فرمان ورکول کېږي، نو د مخدره توکو په تور نیول شویو بندیانو ته ولې تخفیف یا هم عفوه نه ورکول کېږي.

د دغو بندیانو مشر وايي، ۲۲۰۰ کسان ټول په یو بلاک کې د مخدره توکو په جرم نیول شوي دي.

دوی وايي، له هیچا سره جنجال یا بغاوت نه کوي، بلکې ولسمشر دې د دوی د بند مودې ته په پام د بخښنې فرمان ورکړي. ځینو نورو ویل، که جنایت او جرم وي نو په هیڅ صورت یې جرم تر طالبانو زیات نه دی.

دوی وايي، که طالبان او نور بندیان خوشې کېږي، ولې دوی مستثنی ګرځول شوي دي؟

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د کورونا د مخنیوي لپاره ۱۰ زره عام بندیان چې مخدره توکو په جرم نخ وي نیول شوي خوشې کوي.

همدا راز ۵ زره طالب بندیان هم د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې د کورونا د مخنیوي او افغاني مذاکراتو لپاره خوشې کیږي.

One thought on “د مخدرو موادو په جرم بندیان: طالبان پرېږدئ، موږ هم خوشي کړئ”
  1. دغو بندیانو ته باید وویل شي چې سېله وریجې، دال او لوبیا ستاسو د وجود دفاعي سیسټم ډېر پیاوړی کوي. پدې برخه کې کومه ستونزه او تشویش مه کوئ.
    ترټولو ښه لار یې داده چې ستاسو پایوازان ستاسو لیدلو ته بند شي . همدارنګه کوم سربازان ، آشپزان او نور منسوبین چې له تاسو سره لیده کاته کوي ، باید په کورونا ویروس ککړ نه وي . نوې بندیان باید له تاسو جدا وساتل شي.
    د بشري او انساني عاطفې له مخې هغه بندیان چې عمر یې زیات او د حبس ډېره موده یې پوره شوې او یا لږ پاته وي ، هغوي هم باید وبښل شي.

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *