د مرغومې شپږمه د افغانستان په نوې تاریخ کې تلپاتې توره ورځ ده. دا پېښه د تاریخې پيښو په یوه تسلسل کې را منځته شوه چې په پایله کې یې افغانستان او افغان ملت تر اوسه پورې کړېږي. په ۱۳۵۸ هجري لمریز کال کې زه ۷ کلن وم او د سلطانیو د کلۍ په لومړۍ ټولګې کې مې درس ویلو.  سهار له خپل کوره ښوونځۍ ته وځم او د کتابونو بکس، چې په کې کتابونه، په یوه جیب کې یې د تروو بوتل او په بل کې یې وچه مړۍ ده، تر شا تړلی دی.

د خپلې کلا څخه په وتو کې مې یو عسکر په دروا زه کې دریش کوي او زه یوه لویه چغه کوم، ځکه زما لپاره هم عسکر او هم یې په لاس کې یوه تهدیدوونکې آله، نا آشنا بريښې او ښوونځۍ ته له تګ څخه مې منع کوي.

عسکر د کور د ننه را ننوځئ او د کور تالاشي پیلوي تر دې پورې چې غواړې د ښځینه د ګاڼو او کالیو صندوقونه او یختانونه هم تالاشي کړئ. ښه مې یادېږي، زما انا، د پلار مور (چې اوس وفات شویده، الله تعالي د جنت پر نصیب کړئ) او زما مور، د ترونو ښځې د خپلو شخصي کالیو د صندوقونو کلیانې د هماغه وخت د صاحب منصب په غوښتنه زما له نېکه (د پلار تره) څخه اخلئ او دوی ټولې د کلا د ننه ددېوال خواته مخونه په ټېکریو کې پټ کړي او هلته له وېرې سره کوړې ناستې دي او په دې نه پوهېږي چې ددوی ګناه څه ده او ددوی د شخصي کالیو یختانونه ولي پلټل کېږي؟!

د یوه یختان چې زما د پلار د تېندارې وو او هغه اوس هم ژوندۍ ده (الله تعالی د لوی عمر ورکړئ)، زما له نېکه سره کابل ته تللې وه. زما د پلار تره عسکرو ته وویل: چې ددې یختان کلې نشته او کابل ته د خپل پلار ګنۍ کره یې له ځانه سره وړې ده. صاحب منصب عسکرو ته امر کوي چې مات یې کړئ. یختان په لغته وهئ او هغه په بل مخ اړوي. په دې وخت کې زموږ د کلې ملک، ظاهر خان (الله تعالی د وبخښي اوس وفات شویدی)، هغه عسکر ته په قهر وايي چې خپله تالاشۍ د کوه او دا حق نلرې چې صندوقونه او یختانونه مات او یا توهین وکړئ.

په سبا یې د سروضې له اړخه د درنو وسلو او توپونو فیرونه زموږ د کلې په خوا پیل کړل. زموږ ټول کلیوال زموږ د کلې نېږدي غرنیو سییمو او موږ هم ګودۍ اوبښتې ته په دې نیت چې بېرته به کلې ته را ستنېږو نر، ښځې، سپین ږیري او ماشومان د توپونو تر غرمبا او ویروونکو اوازونو لاندې پناه وړي.

اما دسرو لښکرو او ددوی د بړیڅو زړه لا یخ نه وو چې موږ یې هلته تعقیب او بالاخره مجبورا د انګور اډې له لارې د پښتونخوا واڼه او له هغه ځایه د ورسک کمپ ته مهاجر کړو. موږ ټولو خپل مورنی او د خاپوړو ټاټوبی، د کور سامان، کتابونه، غواوې او باغونه تر شاه د یوه نامعلوم برخلیک په لور پرېښودل. زه په دې نه پوهېدم چې زما په شان د یوه کوچنې ماشوم او زما دټولې کورنۍ ګناه څه وه او ولي یې په زوره د ګاونډیانو لمن ته ور ټېل وهلو او د خپل هېواد له اوبو او هوا څخه یې محرومه کړو.

دا زما لپاره د جدې د شپږم هغه لومړنۍ خاطره ده چې دومره دردوونکې وه چې نن ۴۲ کاله وروسته یې په لیکلو مجبوره کړم.

د وخت د نظام او ملاتړو همدې ډول کړنو ټول ولس ملي پاڅون ته وهڅاوو چې په نتیجه کې د وخت داتحاد جماهیر شوروي نړیوالو مخالفینو او اسلامي هېوادونو همدا فرصت غنیمت وګڼلو او د افغان ولس د حقې داعیې څخه یې ملاتړ وکړ او روسانو کلکه ماتې وخوړه.  په نظامې ډګر کې ولس تل او د هر چا په وړاندې میدان ګټلی دی، اما د مرغومې د شپږمې د تورې پيښې په ګډون له ټولو تاریخې پيښو څخه دا زده کړه را ووځي چې ((راځئ په ګډه له ټولو اختلافونو او سوابقو سره سره په سیاسۍ میدان کې د هېواد او ولس ساتنه وکړو، کنه تل به دهرې جګړې قربانیان افغانان او ګټه اخیستونکې بهرنیان وي)).

محمد حليم فدايي

9 thoughts on “د مرغومې شپږمه – زما یوه خاطره”
  1. فدایي صیب، د اتحاد جماهیر شوروي پر ځای کولی شئ چې شوروي اتحاد یا د شوروي جمهوریتونو اتحاد ولیکئ. سربېره پر دې له ۱۳۵۸ راهیسې چې شورویان په کې راغلل تر اوسه پورې ۴۲ نه بلکه ۳۴ کاله وتلي دي.

  2. ښه خبره ده خو چى څوک يي ومني، افغانان ډير مايوس دي او د خداى له هيلې پرته له انسانانو نه مايسه شوي دي. خداى دى په مونږ رحم وکړي. آمين

  3. فدایی صیب لاندي لیکنه مي تاند ته ډېر پخوا استولې وه، خو له بده مرغه چې خپره یې نکړه، ناوخته ده خو په لوستلو به وارځي.
    مننه

    کرکټ که سیاست؟
    ابراهیم

    د تل په څېر د دفتر په مېز د نن ورځې د کابل چاپ ورځپانې پرتې وې، ټولې مې تر نظر تېرې کړې، ډېری یې یو ډول دي، ځکه کېدای شي سرچینه یې یوه وي، خو جالبه راته پکې د محور ورځپاڼې یوه لیکنه وه چې د میدان وردګو د پخواني والي محمد حلیم فدایي ده. د لیکنې عنوان (د کرکټ او سیاست ۲۲ ځانګړتیاوې) هم د متن په څېر جالب دی. زما د دې لیکنې موخه غرضي نه ده، یوازې یو څو ټکو ته پکې اشاره کوم او بس.
    تر ټولو دمخه څنګه کولای شو د کرکټ لوبه له سیاست سره پرتله کړو او بیا په پایله کې دا ولیکو چې که د کرکټ په څېر ځینې ځانګړتیاوې د سیاست په ډګر کې پلي شي نو شونې ده چې هېواد ته بریا، عزت او مډال وروبخښو؟! اول خو کرکټ لږ فکري او ډېره جسمي لوبه ده، تکړه لوبغاړی هغه دی چې په مټو کې زور وي، سیاست بیا سرچپه درواخله، که ګاندي هغه مهال کرکټ کړی وای نو څومره به ځلېدلی و؟ بله بېلګه یې د سیاست په ډګر کې قوماندان توپان درواخله، نوموړی ولسي جرګې ته کاندید و خو بریالی نه شو، که نه د سیاست د ډګر (کریس ګېل) یې وبوله.
    فدایي صیب په خپله لیکنه کې لیکي چې سیاست هم لوبه ده او سیاستوال یو ډول لوبغاړی. خبره یې سمه ده خو سیاست داسې لوبه ده چې که دې د مور له ګیډې څخه په راوتلو زده وو نو ښه تر ښه کنه نو د نړۍ په هېڅ پوهنتون، اکاډمۍ، روزنځای او پېچ «د کرکټ د لوبېغالي وړوکې خاورینه برخه» کې یې هېڅکله نشې زده کولای، ښه بېلګه یې اشرف غني احمدزی در واخله، یو درجن ډګرۍ، په اقتصاد، وګړپوهنه او دولت جوړونه کې یوه نړۍ تجربه، خو په سیاست کې نوموړی کمزوری، دا زه نه وایم دا د نوموړي پخواني کړه وړه وایي، راتلونکی وخت به زما دا خبره ثابته هم کړي. بله معکوسه ښه بېلګه به د انګلستان د یوازینۍ ښځینه لومړۍ وزیرې مارګرېټ ټاچر درکړم چې یوه اونۍ مخکې مړه شوه، نوموړې ساینسپوه وه، له اکسفورډ څخه یې په کیمیا کې ډګري درلوده، خو په فکر، ماغزو او خبرو کې یې سیاست دومره نغښتلی و چې بالاخره یې تر ډاووننګ سټریټ (د انګلستان د لومړي وزیر استوګنځی) پورې ورسوله.
    د فدایي صیب د لیکنې له لوستلو وروسته ماکیاویلي راته سترګو ته ودرېد، هغه وایي د خپل سیاسي حریف د ماتولو لپاره له هر ډول حربې څخه کار اخیستلای شې، له شا پرې ګوزار وکړه، چل، دوکه، ټګي، برګي هر څه په سیاست کې روا دي، ځکه دا د وخت او انسان غوښتنه وي چې مقام ته د ځان د رسولو په موخه له هر موجود شي نه ګټه پورته کړي. اوس که فدایي صیب د ماکیاویلي د فلسفې او افکارو لپاره تبلیغ کوي دا بېله خبره ده، خو په ښکاره په یوه داسې ټولنه کې چې قانون یوازې په نوم پکې شتون ولري، اړخ پکې معلوم نه وي، سپانسران او تمویلونکي یوازې خپلو ګټو ته ژمن وي او د اړخ په بدلولو کې د فکر کولو زحمت ونه باسی، په دغسې سیاست کې به پایلې کوم ډول وي، ګټونکی به څوک وي او عزت به د چا په برخه کېږي؟
    فدایي صیب بله پوښتنه دا ده چې لوبه له چا سره کوې؟ په کرکټ کې خو افغانستان خیر له نیپال او برموډا سره هم لوبه کړې، خو په سیاست کې یې له چا سره ډنګوې؟ له امریکا سره چې د سیاست اسټرالیا «دغه هېواد په کرکټ کې غوره لوبډله ده چې ۴ ځله یې نړیوال کپ ګټلی» ده؟ او که له شاوخوا ګاونډیو هېوادونو سره چې په کرکټ کې څه په ډېرو نورو ډګرونو کې هم ورسره د برابرۍ نه یوو؟
    د افغانستان د کرکټ بریاوې په رښتیا چې د ویاړلو دي، خو که د شمشاد ټلویزیون (د کرکټ لوبه ګټمه!) او د مطیع الله عابد د تاند له لیکنو راتېر شو او لږ د همدې کرکټ بورډ منځنیو شخړو او بې اتفاقیو ته وګورو نو څه به ووینې، بریاوې که خیانتونه؟ یوازې کام آیر هوایي شرکت وایي کرکټ بورډ یې په زرګونه ډالر پوروړی دی، دغه پیسې چا وخوړې؟ بله دا چې کرکټ یوازې یوه لوبه ده، چې تر ډېره یې خلک د وخت تېرولو او خوند اخیستلو په موخه ګوري، سیاست یو مکتب دی، یوه نړۍ ده، د ژوند د هر ګام د پورته کولو دریځ، تګلاره او هدف دی، که له سیاست نه لوبه جوړه شي نو د زوال تر اوسنۍ کندې به لا ژورې کندې ته وروغورځېږو!
    خو د پخواني والي صیب د نورو لیکنو په څېر دا هم له یو ډول غوره ټکیو او ښو نصایحو او مشورو ډکه ده. څه موده وړاندې په همدې تاند کې چا لیکنه پسې کړې وه چې فدایي صیب ته دې خدای څوکۍ ورکړي، دغه لیکوال دا هم لیکلي وو چې څوک بې کاره شي نو رښتیا هم د وخت تېرولو لپاره له خدایه یوه بوختیا غواړي، فدایي صیب ځان په غوره شي بوخت کړی، لیکنې هم کوي او نصیحتونه هم، خدای دې یې اجر ورته د څوکۍ په بڼه ورکړي، آمین.

  4. هاغه وخت بل وخت وه د وقت تقاضا دا وه چه افغانان هم ترقی وکړی ځکه چه دنیا ډیر پر مَخ لاړ او کله چه سینما راغله افغانان د دنیا ترقی الیدل او ملنګ جان وویل ای پشتونه لاړشه کینه سینماکی ==چه وضیغت د نور چهان شکاره شی تاته ==بیا دی خپل موجوده حال وته نظر که نو یو شمیر لوستی خلک بیا د خارج دسفرونونه راغلل او د وطن د طرقی په فکر شول او د ترقی ګږندونه چور شول دیر زر قدرت ته ورسیدل مګر مکاره نړی او ګاوندیان دا نه غوشتل چه هو سا او ارام او پر مختللی افغانستان ووینی نو هماغه وه چه خاغه حرکت یی ناکام کړ

    د وطن د ابادی په هیله

  5. محترم وليد جانه!
    سلامونه؛ ليكنه خو بالكل غرضي ده. هيله ده خفه نشي. فدايي صيب غشتلي عالم او ليكوال دي. هغه له ولايت دمخه او وروسته ليكني كولي. شه پرتلاش شخص دى. مائي هم د كركت او سياست په ارتباط ليكنه لوستي ده. هلته توله ليكنه د تيم، هدف او واضح پاليسيو پر اساس ده. بل دا چي كه د كركت وال سومره لويه تنه هم ولري چي فكر يي سالم نه وي. هغه كله هم لوبه نشي گتلاي. جسمي او فكري سلامتيا د سياست او سپورت دوارو لپاره ضروري ده.

    فدايي صيب ته لا برياليتوب غوارو او هيله ده په نورو علمي ليكنو مو تنده ماته كري.
    په دير احترام
    داود مين

  6. دوی خو له خلکو ۴۰ کسانو څمکه واخیستله او په ۳۰۰۰۰۰ خلکو کې یې وویشله، تاسو خو له ۳۰۰۰۰۰۰ خلکو څمکې واخیستلي او په ۲۰ کورنیو کې مو راسره غضب کړه، دوی طب واخیستل نړیوال یې کړ، تاسو خو په ال م کې ورک کړ. چې دا په خپل د سمیریانو اختراع شوې اصطلاح ده. دوی اقتصاد د بونا پارټیزم په چوکاټ کې په لاکونو خلکو وویشل او تاسو خو ساختماني او نورې لوجیسټکي کمپانیو باندې بدل کړ. هغوی خو وطن سره خیانت نه کول، که نه یې ماني نو د پاکستان ډاڼ ورڅ پاڼه کې د دوی نومونه ورکړه، چې مالومات درته وشي، د وطن سره خیانت له مور سره زنا ده، خو موجوده غونډال یې کوی! چې تاسو یې په سر کې یايي، داسې نور څه شته چې ستاسو سرونه نه پرې خلاصیږي.

ځواب ورکول Dawood ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *