تاند- د ولسمشر او اجرايي ريیس دوهم مرستیالانو د هیواد د مرکزي ولایتونو د امنیت د ښه کېدو او د اداري تشکیلاتو د پراخېدو لپاره د ملي امنیت شورا ته یوه ګډه طرحه وړاندې کړه.

د سرور دانش او محمد محقق له لوري په وړاندې شوې طرحه کې د مرکزي ولایتونو د لارو د امنیت د خوندي کېدو لپاره بامیان او دایکنډي ولایتونو ته په غځېدلیو لارو کې د اضافي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو او د یو شمېر هزاره مېشتو ولسوالیو په څو برخو د وېشل کېدو غوښتنه شوې ده.

په طرحه کې ویل شوي چې د غزني، پروان، میدان وردک او غور ولایتونو شیعه مېشتو سیمو په لارو کې دې هم امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شي څو دغو ولسوالیو ته په تللیو لارو کې د برمته نیونو او شوکو مخه ونیول شي.

دوی ویلي، که د یادو ولایتونو په شیعه مېشتو سیمو کې امنیتي تدابیر زیات شي، د بامیان او دایکنډي مرکزي ولایتونو امنیت به لا خوندي شي.

د ښاغلیو دانش او محقق په وړاندیز کې د یو شمېر هزاده مېشتو ولسوالیو، چې د دوی په وینا ګڼ نفوسه دي، په دوو یا درو ولسوالیو د وېشل کېدو غوښتنه شوې ده.

د دوی دا غوښتنه له دې کبله هم د پام وړ ده چې ټاکل شوې ده د ولسي جرګې په راتلونکو انتخاباتو کې وکیلان د خپلو ولسوالیو استازیتوب وکړي.

7 thoughts on “د مرکزي ولایتونو د امنیت او اداري جوړښت لپاره د دانش او محقق طرحه”
  1. دا ډول طرحی هماغه دکشتمند میراث دی چې داکتر نجیب الله ورسره ونه منله ، په علمی ، ملی او سیاسي لحاظ د ملت په ګټه کار نه دی او نه دوی حق لري چې دمرکزي ولایاتو په نمایندګی نا سنجول شوی طرحې وړاندې کړي ، مرکزي ولایتونوخپل خلک او خپل اوسیدونکي لري ترهغو چې هغوی په دغو مسایلو کې څوک ونه پوښتنی ، د دوی طرحی هسې « دخره خسي کول دي لاس ګنده ګریوان پاره ؟
    د دوی باید ترهرڅه دمخه دخپلو جنایاتو محکمې ته دخپلې تسلمئ طرحه جوړه کړي .
    زرین ګل

  2. دې د چنګیز بچو ته وګوره چې یوازې د هزاره ګانو د امنیت او زیاتو ولسوالیو غم ورسره دی اود نور ټول افغانستان په قصه کې هم ندي. زه خو وایم د نر بچي دي ځکه د غني غوندې ریس جمهور چې خدای په چا تپلی وي هر څه ممکن دي. دا ولسمشر او ولس کشر چې تر څو وي والله کې دا وړۍ شړۍ شي او ډير ګلان به دوی وکري.

  3. دا د مغول اولاده چی په خپل وخت یی تولی دنیا په غم اخته کری وه او دا ۴۰ کاله یی افغانستان د ایران په هدایت دفرهنگی یرغل لاندی راویسته ده او د افغانانو په سروکی میخونه هم وتکول اوس د ایران لپاره په افغانستان کی میدان جوری. شه به دا وی چی دوی تول خپل اصلی وطن مغولستان ته ولار شی

  4. زرین گله!!
    تا له کومه کوم علمی، ملی او سیاسی خبره کوی؟؟؟؟ دا د خنده زای ده چی تا د یو ملت اصلی حق چی هماغه امنیت دی تنگ نظری کوی. دغه خلک سو قرنه کیزی چی له ظلم سره لاس او گریبان دی. .
    افغانستان هغه وخت په پیشرفت په لور زی چی د تعصب مفکوره له منزه زی او د هم پذیری او همکاری مفکوره رامنزته شی.

  5. که دولت دا طرحه ومنله نو باید ببیا دولت دی تیلو داغول او رقص مرده ته منتظر اوسی چی بیا دغه حکومتی مخه هم نشی نیولی.

  6. که دولت دا طرحه ومنله نو باید دولت دی تیلو داغول او رقص مرده ته منتظر اوسی چی بیا دغه حکومتی مخه هم نشی نیولی.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *