د سیدآغا ژمن لیکنه او ژباړه –

ښايي دا کار تاسي ته ډير ګران وبرېښې، مګر دا کار ډېر اسانه او ساده دی.

د فیسبوک اداره تل په دې هڅه کې ده چې فیسبوک کارانو ته څه ډول اسانتیاوې برابرې کړي. نو داهم یوه په زړه پورې برخه ده چې باید مزاحم کس څنګه له زنګ وهلو یا میسج لیږلو غیرفعال وساتو. د دې کار لپاره اول باید خپل فیسبوک خلاص کړو، له هغې وروسته د خپل فیسبوک د میسج یا Chat برخې ته ورشو میسج یا Chat برخه کې لومړنۍ پورتنۍ یوه علامه ښکارې چې د Setting بټن هم ورته ویلی شو، په هغه علامه به زور وکړو، څو اپشنونه به راشي، د اپشنونو په برخه کې به موږ خپل هدف ته د رسیدلو کوښښ وکړو کله موچې ځان ډاډه کړ په همدې اپشنونو کې به د People غوره کړو، له دې وروسته به یو څو نور اپشنونه راشي مونږ به د Black اپشن غوره کړو.

۲کله موچې دا کار وکړ یو لست به راشي په لست کې هغه نفر مونږ ته ښکارې چې مونږ له وړاندې څخه بند یا بلاک کړي دي، نو مونږ به د دې ناوړه ملګرو اخیرنۍ برخې ته ځان ورسوو چې په اخیر کې لیکل شوې +Add Someone او همدا اپشن به غوره کړو، کله مو چې دا کار وکړ، نو زمونږ د فیسبوک کارن، فعال ملګري به ښکاره شي او په پاسنۍ برخه کې به د Search اپشن غوره کړو او هغه کس به وپلټو کوم چې زمونږ هدف دی، او غواړو چې هدف مند کس له زنګ وهلو او میسج لیږلو بند کړو.

نو کله موچې د پام وړ کس پیدا کړانتخاب به ئې کړو، یوه بله برخه به راشې چې هغ کس به معلوم شي کوم چې زمونږ هدف د بندېدلو ګرځېدلي او په سرکې به ئی د Black All Messages هم راشې او دې اپشن ته مخامخ یوه بله د Off علامه ده چې زور ورباندې وکړو د OFF په ځای به علامه د On شکل غوره کړې او پروسه به پای ته ورسیږي.

3 thoughts on “د مزاحم فیسبوک کارن د زنګ وهلو او پيغام لیږلو د مخنیوي لار”
  1. ډیره ښکلی او په زړه پورې لیکنه ده او ښه ځای ته مو اشاره کړي په ګوتو مو برکت شه

  2. مننه ښاغلیه همداسی ده په پورتنۍ لیکنه کې ګوتی وهل شوي درسته نه ده راغلی د سایت چلونکی باید دا کلمی اصلاح کړي
    د سایټ چلونکی خپل زیار ایستلی خو سم یې په دې لیکنه سر نه دی خلاص شوی الله دې وکړې چې خفه نشی پورتنی انځور ما نه دی ورلیږلی مګر د سایت چلونکی دا انځور ورنښلولي

ځواب ورکول noor ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *