تاند، جمعه، د قوس لومړۍ: د افغانستان او ازبکستان د هوايي چلند ادارو هوکړه وکړه چې د مزار شریف او تاشکند ترمنځ مستقیم روزانه پروازونه پیل کړي.
دا هوکړه په مزارشریف ښار کې د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ د روانو مذاکراتو په ترڅ کې شوې ده چې له مخې به یې د کام اییر هوايي شرکت د راتلونکې ډسمبر له میاشتې تاشکند ته الوتنې پیل کړي.
کام اییر شرکت په ۲۰۱۷ کال کې هم تاشکند ته پروازونه پیل کړل، خو دا پروازونه به په اوونۍ کې دوه ځل ترسره کېدل.
افغانستان په دې وروستیو کې له کویټ، چین او ایران سره د هوايي تګ راتګ به برخه کې د اسانتیاو په تړاو هوکړې ته رسېدلی دی.
کچیری افغان دولت له ټولو نیک ګاونډی هیوادونو سره د ریل پټلی لاری هم ځان وصل کړی دا به یو مثبت ګام هم وی ځکه زموږ د افغانانو یواځینی ستونزه تجارتی اړیکی دی چی موږ بحر د لار د نه لرلو له امله زوریږو چی زیاتره وخت پاکستان لدی زخمی ګوتی موږ نیولی یو