احمدجاوېد صديقي

 لیکل اسانه نه دي. داسې هم ویلی شو چې لیکل ډېر ستونزمن هم نه دي، ولې؟ ځکه لیکل په واقعیت کې هماغه فکر کول دي؛ خو د کاغذ پرمخ. د پولیتزر ګټونکی مک کالو د لیکلو په اړه جالبه جمله لري: د ښو لیکلو لپاره باید ښه فکر وکړو، د همدې لپاره لیکل ډېر ستونزمن دي.

د نړۍ ډيری پیاوړي لیکوالان لکه( مشهور امریکايي لیکوال جو آن دیدیون فالکتر) له لیکلو خپله موخه خپل فکر ته نظم ورکول بولي او لیکل  ذهني کړنو ته تشبیه کوي.

3
هانتر اس.تامپسون په خپله یوه مقاله کې چې په ۱۹۵۸ کال کې یې لیکلې وايي:د لیکلو پرمهال مې پام شو د هغه څه په اړه  چې لیکنه کوم، کولی شم هغه په ښه ډول درک کړم او هغه د تیر په پرتله په ډير ښه او عیني ډول وپيژنم. کلمې یوازې وسیلې دي، هره لیکنه کې باید کلمې په سم ډول وکارول شي، د کلمو سمه او پر ځای کارونه کولی شي ستاسو ژوند ته هم یو ډول نظم او سمون ور په برخه کړي.

که تاسو لیکوال يى، کیدای شي له خپل هنر سره مینه ولرئ او یا هم ترې ناهیلې شوي یاست. د نړۍ ډير پياوړي او د لویو استعدادونو خاوند لیکوالان هم ځینې مهال د نورو مشرانو لیکوالانو له لارښوونو ګټه اخلي او کولی شي د هغو د نوښتونو په واسطه خپل د فکر قدرت تر نورو  په ښه ډول ورسوي. په دې توګه لارښوونه کیږي چې د میلر، زادې سمیټ او ویلیام فاکتر هغو لارښوونو ته پام وکړئ چې وړاندې راځي او له تاسو سره مرسته کوي چې نوښتګر لیکوالان شئ او ډير ښه اثر یا لیکنه رامنځته کړئ.

په دې لیکنه کې  د نړۍ  یو شمیر مشهورو لیکوالانو داسې ځانګړنو او کړنو اشاره شوې چې په مرسته یې تاسو په خپلو لیکنو نوښت او بدلون رامنځته کولی شى.

۱- د لویو او پياړو استادانو د اثارو لوستل

هانتر تامپسون چې وروسته بیا  په امریکا کې په یو پياوړې لیکوال بدل شو، داسې مشهور شوی و چې دارنست همینګوې اثار يې یوازې  له مخې لیکل. ده، دغه کار، د دې لپاره کاوه چې غوښتل ېې په لیکنو او اثارو کې له کارول شویو کلمو سره اشنا شي. هغه دهمینګوې ( لمر راخیژي) او( له وسلې سره خدای پاماني) رومانونه یوازې له مخې لیکل چې دغې کړنې دی له کلمو، لیکنې او لوستو سره عادت کړ. نوموړي په دې کارسره خپل ادبي لید پیاوړی کړ. پښتو ژبه کې موږ کولی شو د استاد زلمي هیواد مل، استاد اسدالله غضنفر، سعدالدین شپون، زرین انځور، اجمل ښکلي او ځینو نورو پياوړو لیکوالونو اثار ولولو.

۲- هر څه ته په دقت ځير شئ

مارینا کیګان، ځوان او پیاړوی لیکوال و چې له پوهنتون نه  تر فراغت پنځه ورځې وروسته ومړ، وروستی لیکنه یې ( د یوازیتوب پر وړاندې) له خپریدو یوه اونۍ وروسته څه د پاسه یو ملیونه ځل ولوستل شوه. د داسې یو ځوان لیکوال په اړه سړی دومره ویلی  شي چې کیګان د ځیرکتیا اود لید هنر استاد و چې د لیکوال لپاره لویه پانګه بلل کیږي.

هغه په پوهنتون کې د لیکوالۍ په ټولګي کې د شاملیدو په موخه لیکلي و:درې کاله وړاندې مې د یوه فهرست په لیکلو پیل وکړ.دغه فهرست لومړی د یادداشت په کتابچه کې لیکل کیده؛ خو وروسته وروسته دغه فهرست زما په کمپیوټر په داسې تل خلاصې پانې بدل شو چې هغې  کې به تل کلمې کښل کیدې. وروسته مې بیا دغه فهرست ته د جالبو توکو نوم ورکړ. دې کړنې لیکل زما عادت وګرځول او کله چې دغه فهرست بشپړ شو زه په پوره توګه له هره ورځ لیکلو سره عیار شوی وم.

هر کله او هر وخت مې په ټولګي، کتابتون، حتی مخکې له ویده کیدو، په قطار او………… هر څه چې جالب راته ښکاریده په لیست کې اضافه کول.هر عجیب او غریب څه مې چې  لیدل حتما مې لیکل له امله یې زما  پانګه ډيره شتمنه شوه او دې کار  له ماسره د لیکوالۍ په برخه کې ډيره مرسته کوي.

۳- د ورځنیو پیښو لیکل

که څه هم کیدای شی ځینې ورځنی پیښې تاسو ته په زړه پورې نه وي؛ خو د ورځنیو پيښو یا د هغه څه لیکل چې تاسو په ورځني ډول ورسره مخ کیږئ تاسو سره مرسته کوي چې لیکوالي مو پیاوړې او دې برخه کې مو استعدا او وړتیا پیاوړې شي، نو اړینه چې هره ورځ څه ولیکو.

۴- له شخصي واقعي تجربو لیکل

ګابریل ګارسیا مارکز په خپله یوه مرکه کې د خپلو شخصي تجربو په اساس ځوانو لیکوالانو ته دا لارښوونه وکړه، هغه څه چې پرې پوهیږئ ویې ولیکئ.

 هغه وايي که چیرې له ما وغواړئ چې ځوانو لیکوالانو ته لارښوونه وکړم، زه هغوی ته وایم هغه څه ولیکئ چې تیر مهال تاسو ورسره مخ شوي یاست. تل کولی شئ په ډيرې اسانۍ سره درک کړئ چې د لیکوال له خوا لیکل شوی متن د هغه شخصي تجربې دي او که یې له نورو اوریدلي او بیا یې لیکلي دي.

 ګرتروډ اسټین د لیکوالۍ د بهیر په اړه وايي: تل له دې ټکې حیرانیږم چې د قوي خیالاتو له امله هڅول کیږم په داسې حال کې زما ټول لیکل شوي اثار زما د ژوند شخصي او واقعي تجربې دي.

۵- لیکل باید ستاسو لومړنی لومړیتوب وي

هنري میلر د لیکوالي په برخه کې په خپلو لارښوونو کې وايي: نوي او تازه کار لیکوالان باید خپل هنر او مسلک تر هر څه لوړ وګڼي. ملیر لارښوونه کوي:

لومړی یو څه ولیکئ، نقاشي، موسیقۍ  ته غوږ نیول، ملګرو سره وخت تیرول، سینما ته تلل او داسې نور کارونه باید ستاسې د لیکنې په پرتله لومړیتوب ونه لري.2

‌۶-خپله الهام بښونکې منبع پیدا کړئ

‌ګرترود استین د لیکوالۍ د جربان په اړه وايي: له نوښته د ډګې لیکنې حس به ژوندی شي؛ خو که چیرې موجود وي او تاسو اجازه ورکړئ؛ خو دا چې د لیکوالۍ په ډګر پیاوړى حس پیدا کړئ،  داسې یوې سرچينې ته اړتیا لرى چې تل تاسو ته له نوښته ډک الهام در وبښي؛ نو موږ باید د داسې منبع په پیدا کولو کې ډيره هڅه وکړو.

 اسټین وايي، د خپلو کارونو اصلي فکر یې هغه مهال ذهن ته راته کله چې د موټر چلولو پرمهال د سړک تر غاړې غوا ته پام شو.هغه په ورځ کې یوازې دیرش دقیقې لیکل کول او خپل نور وخت یې په بڼ او سمسورو سیمو کې تیراوه او هرکله به یې چې بل ډول غوا ولیده ځير کیده به ورته څو یې ذهن ته نوي څه ورشي.

۷- هغه څه مو چې انتخاب کړي؛ ویې منى

ایا تاسو غواړئ چې د یو لیکوال په څیر ژوند وکړئ؟ خو ډاډه هم يى چې تراوسه مو په ځان کې  د یو پياوړي لیکوال وړتیا او ځانګړنې نه دي پيدا کړي، لومړی باید وړتیا  او د ښه لیکوال ځانګړنو ته په ځان کې وده ورکړئ.

 مارګارت آتود په ګارډین ورځپانه کې لیکلي: د لیکوالۍ لپاره تاسو یو لوی او جامع قاموس، د ژبې ګرامر او اصولو او دغه راز د واقعیتونو منلو ته اړتیا لرى،هیڅ شی بې بیې نه دي، لیکوالي ستاسو کار او مسلک دی.

 په ورته وخت کې یو ډول قمار هم ورته ویلی شو، هیڅکله به تاسو تقاعد ترلاسه نه کړئ؛ خو کېدای شي ځينې خلک له تاسو سره مرسته وکړي، په ټوله کې باید په خپلو پښو ودرېږى. تاسو د لیکوالۍ مسلک په خپله غوره کړی او چا دې کار ته  نه يى اړ کړی، نو  باید حتما یو ښه لیکوال و اوسى، خپله مو  دا هنر ټاکلی؛ نو هیڅ‌کله شکایت مه کوئ.

۸- د لیکلو پرمهال هڅه د ارام ځاى موندلو هڅه وکړئ

زادي سمیټ د لیکوالانو په اړه  خپلو قوانینو کې ویلي: د ګڼه ګوڼې له سیمو او ډلو لرې ځان وساتئ. د داسې سیمې او کسانو تر څنګ څه لیکل ستاسې لیکوالي بې خونده کوي او هغه څه چې باید تاسې یې په لیکنه کې ځای کړئ نه بریالي کیږئ، بله دا چې ستاسې سبک له دې چې نور هم پیاوړی شي کمزوری کیږي.

  هانتر تامپسون په دې مشهور و چې ده تل د آرنست همینګوې اثار یوازې له مخې لیکل او په دې کار سره یې غوښتل چې له کلمو سره اشنا شي. هغه (لمر راخیژيد) او ( له وسلې سره خدای پاماني) رومانونه په پوره ډول یوازې له مخې ولیکل او هیله یې لرله چې په کار سره دی خپل ادبي لید پياوړی کوي چې ده دغه کار په ارام ځای کې کاوه او خپلې موخې ته هم ورسید.

سمیټ ټینګار کوي:د لیکنې لپاره باید داسې ځای غوره کړئ چې ارام وي، د لیکلو پرمهال له خپل وخت او فضا څخه ساتنه وکړئ. ټول د لیکلو پرمهال له ځانه لرې وساتئ که څه هم ستاسو ډير نږدې ملګری وي.

۹-  ځان وپلټئ او تیرې تجربې در یادې کړئ

که تراوسه د مطالبو د لیکول په اړه ډاډه نه یاست  چې تاسو په خپل ژوند کې د لیکلو لپاره په پوره ډول تجربه نه ده ترلاسه کړې او نه بریالي کیږي چې قلم را واخلئ او څه ولیکئ، ښه به دا وي چې لږ تر لږ په خپلې حافظې لږ مرور وکړئ او هغه څه در یاد کړئ چې خپل ژوند کې م تجربه کړي.

 فلانري اوکانر دغه قانون داسې بیانوي: که څوک د ماشومتوب له دورې ووت په نو ډاډه اوسئ چې پوره ډول مو په خپل ژوند کې تجربه ترلاسه کړې چې له امله یې تاسو کولی شئ ټول وخت په لیکلو کې ترې ګټه واخلئ.

۱۰- د لیکلو د پیل کلمو او جملو ته ډcر پام وکړئ

همدا چې د لیکلو لپاره مو په ذهن کې څه را وګرځیدل هڅه وکړئ هغه په کلمو او جملو واوړوئ. دغه کلمې او جملې باید په داسې ډول ولیکل شي چې لیکنه مو له پیله خوندوره راشي.د لیکلو پرمهال په پوره ډول ځان په لیکنه غرق کړئ، مانا دا چې ستاسې ټول فکري او ذهني تمرکز په لیکنه کې وي که داسې نه وي نشئ کولی ښه لیکنه وکړئ.

 په داستاني لیکنو چې تاسې غواړئ یوه موضوع تعقیب کړئ د هرې کلمې، جملې او پرګراف لیکلو ته مو ډير پام وي چې ټول په سمه توګه وکارول شي. انالموت په خپل کتاب(الوتونکی له الوتونکي سره) چې د نصیحتونو ټولګه ده لیکي: لیکوال باید دا زده کړي چې خپلې پروژې د ماشومانو د تګ لومړینو ګامونو په څير بشپړې کړي.

۱۱- یوازې له ځان سره سیالي وکړئ

ویلیام فاکنر هنرمند داسې یو موجود بولي چې  کله کله د شیطان له خوا اداره کیږي تل له خپل کاره ناراضه وي. که څه هم  دا ډول نارضایتي تر یوې کچې د نه منلو وړ ده، خو که چیرې له نورو سره د خپلو اثارو  او لیکنو له پرتلې ډډه وکړئ،  تر یوې کچې د دغه حس مخه نیول کیږي.

 فاکنر په ۱۹۵۶ کال کې په خپله یوه مرکه کې ویلي: لیکوالان باید تل له هغه څه چې دوی  لیکلي دي راضي نه وي. لیکل په هغه ډول چې باید وي هسې نه لیکل کیږي.ځان له معاصرو او پخوانیو سره پرتله کول تاسو ته یو ډول عذاب در کوي< تل هڅه وکړئ چې له ځانه ښه و اوسئ.

۱۲- یوازې، ترسره یې کړئ
استفان کینګ په دې اړه چې څنګه ښه لیکوال شو دوه مهم ټکي بیانوي چې ټولې خبرې پرې پای ته رسیږي هغه وايي: ډير ولولئ او ډير ولیکئ. زه له دې دوو لارو په نورو بلد نه یم او له دې پرته نورې لارې نشته.

۱۳-  دغه کار په ډير خوند ترسره کړئ

جویس کارول اوتس، د ښه لیکوال لپاره په خپلو قوانینو کې وايي، چې له زړه او له پوره مینې لیکل وکړئ. د داسې ورځ په هیله.

One thought on “د مسلکي ليکوالي لپاره ١٣ مهم ټکي/ ژباړه: احمد جاوېد صدیقي”
  1. چې تراوسه پر يوه-کره پښتو لاسبری نه لري، هغه نورو ته څه وښوولای او يا ورته بېلگه شي؟

ځواب ورکول M.A, Zyar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *