تاند- په مسکو کې د طالبانو د قطر د دفتر د استازو او د یو شمېر تنظیمونو د مشرانو او کابل مېشتو سیاستوالو دوه ورځینۍ غونډه د یوې اعلامیې په خپرولو پای ته ورسېده او پرېکړه وشوه چې بله غونډه به په قطر کې وي.
په اعلامیه کې د مسکو د غونډې په شان د نورو بین الافغاني غونډو غوښتنه شوې او ویل شوي دا ډول غونډې په افغانستان کې د عزتمنې او تلپاتې سولې سبب کېدای شي.
دوی د قطر د روانو خبرو ملاتړ هم کړی دی.
د مسکو د غونډې برخوالو ژمنه کړې چې د سولې په صورت کې به د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي اورګانونه خوندي وي خو اصلاحات پکې راوستل کېدای شي.
د مسکو د غونډې د برخوالو دا پرېکړه د طالبانو د قطر د دفتر د پخواني مشر عباس ستانکزي له هغو څرګندونو سره په ټکر ده چې ویلي یې و چې که طالبان واک ته ورسېدل د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه به منحل کړي.
د مسکو د غونډې برخوالو د اسلامي اصولو پر پیروۍ ټینګار کړی او یو داسې مرکزي اسلامي حکومت یې ضروري بللی چې ټول قومونه پکې ګډون ولري.
دوی دغه راز د افغانستان پر بې طرفۍ او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو ملاتړ کړی دی.
د مسکو د غونډې برخوالو د افغانستان په چارو کې د بهرنیو هیوادونو د نه لاسوهنې غوښتنه کړې او ژمنه یې کړې چې د افغانستان له خاورې به د هیڅ هیواد پر ضد کار نه اخیستل کېږي.
د مسکو د غونډې برخوالو تایید کړې چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره دې ټول بهرني پوځیان ووځي.
دوی په سیمه او نړۍ کې د افغانستان پر بې طرفه پالیسۍ پر لرلو ټینګار کړی دی.
د غونډې برخوالو په خپله ګډه اعلامیه کې د ښځو د تعلیم، کار او ټولنیز فعالیت ملاتړ کړی.
د مسکو د غونډې برخوالو په لومړي پړاو کې د سپین ږیرو او ناروغو بندیانو د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کړې او دا یې هم ویلي چې باید هغه بندیان خوشي شي چې د قید موده یې پوره شوې یا لږ پاتې ده.
دوی له تور لیسته د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو غوښتنه هم کړې ده.
د غونډې برخوالو د طالبانو د قطر د دفتر د رسمیت پېژندلو غوښتنه هم کړې ده.
د بندیانو خلاصون او د طالبانو د دفتر په رسمیت پېژندل د طالبانو اساسي غوښتنې وې چې پخوا یې هم مطرح کړې وې.
د غونډې د اعلامیې له خپرېدو وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ولسمشرۍ کاندید حنیف اتمر، د طالبانو د پلاوي مشر عباس ستانکزي او ځینو نورو له رسنیو سره جلا جلا خبرې وکړې.
حنیف اتمر وویل چې په غونډه کې پر بین الافغاني خبرو ټینګار وشو او د دې مطلب دا دی چې بل ځل به د افغانستان حکومت هم په خبرو کې ګډون کوي.
ښاغلي اتمر دا هم وویل«موږ ټولو په دې موافق یوو چې بهرني پوځیان دې ووځي او په دې هم سلا یوو چې هیڅ بهرنی سختدریځی دې په افغانستان کې نه وي. موږ دا هم سره منلې چې خپل اسلامي نظام به ساتو او په هغو برخو کې چې اصلاحات پکار دی، د یو بل په مشوره به یې اصلاح کوو، په دې هم موافق یوو چې د خلکو، خویندو او قومونو حقوق به خوندي کوو او باید ولسواک نظام ولرو چې ملت په خپله خپل برخلیک وټاکي.»
پرېکړه لیک
بسم الله الرحمن الرحیم
د ۱۳۹۷ کال د دلوی۱۷ مه
د سولې په اړه د مسکو د بینالافغاني کنفرانس ګډ پریکړه لیک
موږ د روسیې د فدراسیون د افغان تولنو له لورې د روان کال د فبرورۍ په ۵مه او ۶مه نېټه په مسکو کې جوړ شوی د سولې په بینالافغاني کنفرانس کې ګډون کوونکي او خواوې د هېواد اوسني وضعیت او د سولې لپاره وروستیو ټوکېدلو هیلو ته په پام، دا کنفرانس چې په حقیقت کې د سولې بهیر لپاره د بینالافغاني خبرواترو تر اوسه تر ټولو مهم ګام دی، د ځانګړي اهمیت او اهتمام کوونکي یې د ستاینې او مننې وړ بولو.
موږ په ګران هیواد افغانستان کې تلپاتی سراسري سولې ته د رسیدو، هیواد ته د بشپړ ملي اسلامی حاکمیت د اعادې، له هیواده څخه د بهرنیو قواو مکمل وتلو، د ملي وحدت د ټینګښت، په نظام کې د افغانستان د ټولو خلکو د عادلانه برخه اخیستنې ته د زمینې برابرولو، د اجتماعي عدالت تامین، اسلامی اساساتو او دهیواد غوره ملي ارزښتونو ته په درناوي، په هیواد کې د تیرو څو لسیزو ترخو تجربو د تکرار د مخنیوي او همدارنګه د ټولو افغاني خواو تر منځ د متقابل درک، درناوي او یوبل منلو په موخه د تفصیلي ژورو بحثونو په پایله کې په لاندینیو ټکو مشترک توافق لرو.
لومړی: د بین الافغاني کنفرانس ټول ګډون کونکي او خواوې بشپړه اجماع لري چې په هیواد کې تلپاتې سراسري او باعزته سوله چې د افغانستان د ټولو وګړو غوښتنه ده، د صادقانه همه شمولو بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې شونې ده.
دویم: د کنفرانس ټول کډون کوونکي او خواوې په اجماع سره د بین الافغاني خبرو همه شموله او په منظمه توګه د تداوم لړۍ اړینه بولي او توافق لري چې د هیواد پدی حساس حالت کی نوموړې ناستی په منظمه توګه جوړی شي.
دریم: د کنفرانس ټول ګډن کوونکي او خواوې په دوحه کی د سولی روانو خبرو څخه کلک ملاتړ کوي او په افغانستان کې د روان تحمیلی جنګ ته د پای په موخه بین الافغاني ناستې د هغې ممدی ګڼي.
څلورم: د کنفرانس ټول ګډون کوونکي او خواوې د افغانستان په بنیادی بنسټونو، دفاعی او نورو ملی نهادونو چی د ټولو افغانانو ملکیت دی، د سولی د توافق څخه وروسته په اړینی اصلاح، خوندیتوب، او غښتلتیا ټینکار کوي.
پنځم: د کنفرانس ټول کډون کوونکی او خواوې د بین الافغانی سولی د توافق په پایله کی په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د سیمه ایزو او سترو نړیوالو هیوادونو همکاری او ملاتړ اړین بولی.
شپږم: د کنفرانس ټول ګډون کوونکي او خواوې پر لاندینیو ټولیزو ارزښتونو او اصولو ټینګار کوي:
– د نظام په ټولو امورو کی د اسلام د مقدس دین د اساساتو پیروي؛
– افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور ګڼل؛
– د افغانستان د ټولو اقوامو د بشپړ عادلانه مشارکت پر بنسټ د قوي او همه شمول مرکزي اسلامی حکومت پر خوندیتوب ټینګار؛
– د ملي یووالي ټینګښت او د ټولنیز عدالت تأمینول؛
– په سیمه ایزو او نړیوالو منازعاتو کې د افغانستان بیطرفي؛
– او د دیني او ملي ارزښتونو په ساتلو سره د پرمختللې نړۍ له معیارونو سره د پالیسیو همغږي کول.
اوم: د کنفرانس ټول ګډون کونکي او خواې د سولې بهیر او ورپسې ګامونو اړوند، پر لاندینیو مواردو ټینګار کووي:
– د هیواد څخه د بهرنیو قواو بشپړ وتل؛
– په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو پر نه لاس وهنې او ګواښونو ټینګار؛
– د افغانستان له خاورې څخه نړیوالې ټولنې ته د نه ګواښ ډاډ؛
– د اسلامي ارزښتونو سره سم د تعلیم، کار، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې د ښځو د حقونو ډاډ؛
– د اسلامی اصولو سره سم د افغان وګړو پر سیاسي او اساسي حقونو او د بیان پر آزادی ټینګار؛
– په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره پر ملي او بین المللي ژمنتیا د ډاډ په ترلاسه کولو ټینګار؛
– د هیواد د بیا رغولو او پراختیا لپاره د نړیوالو مرستو هڅونه او جذب؛
اتم: د کنفرانس ټول ګډون کوونکی او خواوی د سولی لپاره د باور د فضا د جوړونی په منظور د ټولو خواوو له لوری په لومړی ګام کی د هغو بندیانو پر خوشی کولو چی سپین ږیری دی، یا پر سختو ناروغیو اخته دی او یا یی د بند موده پوره یا کمه پاتی ده، ټینګار کوی. همدارنګه د ملګرو ملتونو له تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستل او په دوحه کی په رسمی توګه د سیاسی دفتر پرانیستل د سولی د پرمختګ لپاره اړین بولی.
نهم: د کنفرانس ټول ګډون کوونکی او خواوې توافق لري چې په نږدی ممکن وخت کی د بین الافغاني تفاهم بله ناسته د قطر په پلازمینه، دوحه کی جوړه شی. موافقه وشوه چی په راتلونکی ناسته کی به د سولی په نورو مهمو اړینو موضوعاتو چی لا تراوسه پری توافق نه دی شوی، بحث وکړی.
و من الله توفیق
آیا لمړنی ضرورت اوربند ندی؟
ځکه اوربند نه وروسته ډیر خیری کارونه زیاتیدای شی او د صلحی او خدمت لپاره ډیره زمینه مساعدیدای شی او مظلوم ملت ته د ژوند ابتدایی شرایط باید برابر شی ،ولی دا د خدای مؤمن بندګان د ژوند حق لری او رسول الله فرمایی:
سباب المؤمن فسوق و قتاله کفر
متفق علیه
بدو رد ویل مؤمن ته فسق او قتال ورسره کفر دی.
حال دا چی زموږ ملت ۹۹٪ مسلمان دی نو د اوربند سره به د فسق او کفر باب بند او موجبات رحمت الهی ته باید زیات کار وشی او بهرنی یا خارجی عوامل او رول به هم تر یوه حده سد شی
او باید دصلحی او خیر ته د دعوت لپاره وارثان د انبیاء علیهم السلام خپل مسؤؤلیت اداء او ګنګ پاتی نشی او ډیر داسی هدایات شته چی د ملت،دولت او مخالفینو په ګټه او حیاتی دی خو غفلت او کتمان ،دښمن ته وخت او جرأت ورکړی ورنه ډیر شر به کم شوی وو او د دین حاکمیت درجه به لوړه او شر به مخ په تقلیل او ګراف به یی نزولی وو ، ځکه چیری چی ددین حاکمیت نه وی هلته د ظلم ،فسق او کفر ګراف صعود کوی او غلط غولونکی تبلیغات د دښمن مؤثریت زیاتیږی نو د علماوو فعالیت او بیان حق باید زیات شی، اوسنی کار ډیر کم دی.