تاند- د افغانستان د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلمیار د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون جوړېدا غیرقانوني وبلله.
ښاغلي هادي د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې نن / سې شنبه/ وویل:«له بده مرغه د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون یو غیرقانوني کمیسیون دی او زموږ له نظره مشروعیت نه لري.»
دا کمیسیون، چې د ملګروملتو او عدلیې د وزارت د استازو په ګډون ۱۲ غړي لري، تېره اوونۍ د شاه سلطان عاکفي په مشرۍ او د صدیق الله ت

وحیدي په مرستیالۍ اعلان شو.
مسلمیار استدلال وکړ چې د انتخاباتو د ترسره کېدا څرنګوالی په قانون کې تنظیم او توضیح شوی او د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون هدف هم د قوانینو اصلاح او څېړنه ده چې قانوناً د هغه صلاحیت نه لري.
ویل کېږي چې ښاغلی مسلمیار، چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د عبدالرب رسول سیاف ملاتړی و، له اسماعیل خان سره یوځای له اوسني وضعیته ناراض دی. د دوی د نارضایتۍ یو اصلي دلیل دا دی چې د تېرو ۱۴ کلونو په شان په کابینه کې ونډه نه ده ورکړای شوې.
د مشرانو جرګې ريیس د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د جوړېدو په اړه وویل چې له دې داسي ښکاري چې د ملي یووالي د حکومت مشران د ولسي جرګې انتخاباتو ته ژمن نه دي.
ده په عین حال کې وویل، ترڅو چې د انتخباتو نېټه نه وي ټاکل شوې، مشرانو جرګه د اصلاحاتو په اړه خبرې نه کوي ځکه چې دا بحث غیر قانوني دی.
مسلمیار په خپله دسیاف ګوډاګی ده او. حکومت باید دی مسلمیار نه دی ټولو سړی تښتونی پوښتنه وکړی دا یوه ډیره غټه او خطر ناکه کړی ده چی سیاف مشری کوی او څو کسانی غړی دی چی یویی مسلمیار دی ټول چور چپاول اخطتاف دی همدغی کړی کار ده
Government should not let this bloody gang hijack the good governance process which will bring long term positive effect to the common public.
له سلامونو څخه وروسته غواړم ووایم چې موجوده حکومت د ولس په خوښه او غوښتنې ندې رامینځته شوې بلکې د ملت د رایو په خلاف رامینځته شو د دوی کړني به هم د ملت په خلاف وي ښاغلې مسلمیار ستاسو نظر سره موفق یم
مسلمیار دی که کافریار پخپله پاکستانی شناختی کارډ په جیب کې د پاکستان د آی ایس آی ماموریتونه ترسره کوي چې ښه نښه یې د ده د ورور له کور نه د ځانمرګو را اېستل دي.