فضل هادي مسلمیار

تاند- د مشرانو جرګې ريیس او د دې جرګې یو شمېر غړیو په کندهار کې د افغانستان د حکومت پر ضد پرونۍ غونډه وغندله او ویې ویل چې په خپلو وینو د اوسني نظام دفاع کوي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلمیار نن /یکشنبه/ د دې جرګې په غونډه کې د حکومت خلاف د کندهار د غونډې په غبرګون کې وویل«موږ په خپل سر او وینو د دې نظام ملاتړ کوو او څوک چې د حکومت د پرزولو فکر کوي، خپله دا هیله به ګور ته یوسي.»

مسلمیار همداراز وویل، د کندهار غونډه د افغانستان د ملي ګټو لپاره نه وه بلکې د څو کسو د شخصي ګټو لپاره جوړه شوې وه.

ده په عین حال کې وویل چې ټول سیاسي مخالفان او هر افغان حق لري چې پر حکومت نیوکې وکړي خو حکومت ته چلینج او ستونزې پېښول، د افغانانو په خیر نه دي.

د مشرانو جرګې غړي جمعه ګل ګیانوال د کندهار د غونډې د برخوالو تورونو ته په اشارې له هغوی وغوښتل چې باید د خپلو تورونو ثبوت وړاندې کړي او دعوه اقامه کړي، او که دا کار نه شي کولی د عامو خلکو ذهنیتونه دې نه خرابوي.

د ملي امنیت پخوانی برطرفه کړای شوی ريیس رحمت الله نبیل، د سوداګرۍ پخوانی وزیر انوار الحق احدي، د ولسي جرګې مرستیال همایون، په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی ظاهر قدیر او یو شمېر نور پرون په کندهار کې راغونډ شول. دوی حکومت ناکام وباله او غوښتنه یې وکړه چې حکومت باید یا استعفا وکړي او یا اصلاحات رامنځته کړي.

دوی په ځانګړي ډول د تدارکاتو پر کمیسیون انتقادونه لرل او هغه یې په فساد تورناوه.

خو د حکومت پلویان او د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، قدیر، عطا محمد نور او د ولسمشر غني نور مخالفان په دې خاطر په غوسه دي چې پر دوی او د دوی پر خپلوانو یې قراردادونه منع کړي او له دې کبله یې سخت مالي ګوزار خوړلی دی.

2 thoughts on “د مشرانو جرګې ريیس او یو شمېر غړیو د کندهار غونډه وغندله”
  1. څه چې عیان دي ، څه حاجت د بیان.
    د افغانستان خلکو او نړیوالو ته معلومه ده چې د کندهار د غونډې برخه وال ټول غله ، په فساد کې ښکېل او د ملت دښمنان دي. دوي یو ځل د افغان ملت ته خپل امتحان ورکړی دی. د دوی د واکمنۍ په دوره کې افغانستان په بې امنتی ، فساد ، رشوت ، خیانت ، غلا ، چور او چپاول کې لومړی مقام ګټلی دي.
    اوس چې دوی د لویې جرګې د راغوښتلو او د اوسني نظام د ړنګولو وړاندیزونه کوي ، د افغانستان ملت ته کوم بل ښه بدیل نشي وړاندې کولی.
    زما په نظر دا وران ویجاړ کور به نور هم وران کړي خو جوړ به یې نه کړي.
    بنا د دوی هڅې هسې بېځایه او بې ګټې دی، اوس د دوی او ملت ترمنځ ډېره اوږده فاصله ایجاده شوې ده ، که ملت د دوی پر وړاندیزونو عمل وکړي ، د باران نه به پاڅېږي او له ناوې لاندې به کینې.

  2. MUSLIM YAAR SAHIB SALAM AW EKHTERAM TASEE TAH;
    AFGHAN NATION KNOWS/THIS A FAW MILLIONAIRE ARE NOT REPRESENTATIVE OF PEOPLES,THESE ARE SPECIALIST OF CORRUPTION,DRUG MAFIA AND HUNGRY FOR HOW MAKE MONEY,
    PEOPLES MUST STRONGL LIKE YOU DEFENSE FROM THIS GOVERNMENT,AFGHAN GOVERNMENT WORKING HARD FOR THE PEOPLES,THANK YOU

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *