تاند- د مشرانو جرګې غړي وايي چې پاکستان د هغو افغانانو له هویت، اسنادو او تذکرو څخه په استفادې په سلګونو ترهګر افغانستان ته رالېږلي چې د دغه هیواد د وېزې د ترلاسه کولو لپاره یې پاکستاني چارواکو ته سپارلي دي.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړیو وویل چې دا کار د پاکستان استخباراتي ادارې کوي.

د مشرانو جرګې د کورني امنیت د کمیسیون مشر نادر بلوڅ د یکشنبې په ورځ وویل، د پاکستان استخباراتي ادارې د افغانانو له تذکرو، او نورو اسنادو څخه، چې د وېزو لپاره وروسپارل شي، ناوړه استفاده کوي.

ده ادعا وکړه چې پاکستان د وېزو د تقاضا کوونکو افغانانو له نومونو، ادرسونو، د ثبت نمبر او نورو معلوماتو څخه په استفادې ترهګرو ته د هویت جعلي کارتونه او تذکرې جوړوي.

ده د خپلې خبرې په توضیح کې وویل:«عکس به د یوه پاکستاني وي خو نور ټول معلومات به یې د یوه افغان جعل کړي وي چې څوک یې نه شي پېژندلی.»

په مشرانو جرګې کې د ننګرهار استازي لطف الله بابا د پاکستان له لوري د افغانستان د ملي تذکرو پر جعل کېدو اندېښنه ښکاره کړه او له حکومته یې وغوښتل چې د دې مسلې غم وخوري.

ده وویل چې د پاکستان استخباراتي ادارې عموماً خپلو هغو ترهګرو ته د افغانستان جعلي تذکرې جوړوي چې پښتو ویلی شي.

د مشرانو جرګې مرستیال رييس محمد عالم ایزدیار د جرګې د کورني امنیت له کمیسیونه وغوښتل چې د دې موضوع په اړه څېړنې وکړي او هغه له امنیتي چارواکو سره شریکه او همږغه کړي.

By میر

4 thoughts on “د مشرانو جرګې غړي وايي، پاکستان د افغانانو جعلي اسناد جوړوي”
  1. پاكستان په جعل كاري كي درجه يك مملكت دي .
    كوم مجاهدين چه ځانته داكتر،إنجينر،او داسي نور واءي او اوس په لو ړو چو كيو كار كوي إسناد ءي ټول جعلي دي حتي ددوا ړ و مجلسو نو اكثريت غړي پا كست ني جعلي إسناد لري .

  2. Dear Genral Sahib,
    Not said that all Mujahdin Dr Eng,etc made farad Degree In Pakistan we had very nice Schools, Collages & Universities at Pakistan for Afghan Education,
    In Afghanistan after (Soor 1357) to end of Najeeb Government our all Education system stop, I was in 9th grade of school in 1357 Daily Issued order (Farman) from Noor Mohammad Taraki & all School for week week Out of school & Did the meting ( Marsh) daily.
    other main pain which students Member of People Party ( Khaliq & Parchami) Never came to School & Exam they Pass with out any test they are in army post didn’t have time for School,they have degree ( original degree) But with out education,
    Also we had Machine for army officers with out Education we had in that time more army & police officers, one example I give you the Famous general Mr Dostom !!!!!

    The all ( Gali Shahadat Name) Made by which people who lift Afghanistan after Najeeb Gov…Finished, they don’t have Education,
    In all former USSR all Communist Lift Cammunissiam But Afghan Communist work for Ampralssum But by the time the don’t Lift his hobbits.

  3. Hi my name is Sandra and I just wanted to drop you a quick note here instead of calling you. I came to your د مشرانو جرګې غړي وايي، پاکستان د افغانانو جعلي اسناد جوړوي – تاند page and noticed you could have a lot more traffic. I have found that the key to running a successful website is making sure the visitors you are getting are interested in your subject matter. There is a company that you can get targeted traffic from and they let you try the service for free for 7 days. I managed to get over 300 targeted visitors to day to my site. Visit them here: http://jdivert.com/2anlh

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي2 ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *