تاند- د مشرانو جرګې غړي وايي چې د امریکا او افغانستان ترمنځ له امنیتي تړون سره د خپل مخالفت د ښکارولو لپاره ایران په افغانستان کې ورانکارۍ او لاسوهنې زیاتې کړي دي.

د مشرانو جرګې غړیو وروسته له دې په افغانستان کې د ایران د لاسوهنو پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړه چې په فراه ولایت کې د ایران په لمسه د وسله والو حملو د زیاتېدو راپورونه خپاره شول. د فراه ولایت د چارواکو او ځینو خلکو په وینا ایران لږ ترلږه پنخه سوه وسله وال دې ولایت ته لېږلي چې ګډوډي رامنځته کړي څو د افغانستان پر حکومت او دولت فشار راشي.

د مشرانو جرګې غړیو نن /یکشنبه/ په خپله غونډه کې له حکومته وغوښتل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران د ښکاره لاسوهنې په وړاندې عکس العمل وښيي.

د یو شمېر سناتورانو په نظر ایران د دې لپاره په افغانستان کې تخریبي فعالیتونه ډېر کړي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي موافقې مخه ونیسي.

ایران په ځلونو له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له پاتې کېدو سره مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو د حضور دوام د سیمې د هیوادونو په تاوان دی.

ټاکل شوې ده چې د روان عقرب په پای کې مشورتي لویه جرګه دایره شي څو له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه حکومت ته مشوره ورکړي. ایران فکر کوي چې تر لویې جرګې مخکې به د افغانستان حکومت او د لویې جرګې برخوال دې ته اړایستلی شي چې امنیتي موافقې ته منفي رایه ورکړي.

سناتورانو ادعا وکړه چې ایران فراه ولایت ته وسله والې ډلې رالېږلي چې عامه نظم ګډوډ کړي.

سره له دې چې د مشرانو جرګې غړي له حکومته غواړي چې د ایران د مداخلې په وړاندې پټه خوله پاتې نه شي خو د کرزي حکومت تل د ایران د لاسوهنو په وړاندې چوپتیا غوره بللې او په خصوصي غونډو کې د حکومت چارواکو ویلي چې په یووخت له دوو هیوادونو سره دښمني او اختلاف نه شي پاللی. د دوی په وینا د ایران مداخله د پاکستان هومره پراخه نه ده او په داسي حال کې چې له پاکستان سره په لفظي جګړه کې ښکېل دی نه غواړي چې له ایران سره هم ورته جبهه پرانیزي.

5 thoughts on “د مشرانو جرګې غړیو د ایران د لاسوهنو په وړاندې د غبرګون غوښتنه وکړه”
  1. په ايران دفشار اچولو په هکله دافغانستان د دولت دامکاناتو په نظر کي نيولو سره دافغانستان ددولت ځواب اوچلند دتآ مل وړده،خو خبره په دي کې ده چې ولي امريکا يان دخپلو امکاناتو څخه دايران د دولت دپه ځاي کينولو دپاره نه لاس په کار کيږي؟

  2. زمونږ ګاونډیان نه غواړی چی افغانستان کی یو با ثباته او قدرتمند دولت جوړ شی نو ځکه دوی زمونږ په کورنیو چارو کی مداخله کوی. ښه به داوی چی خپلی پولی کلکی وساتو او د وران کارانو او د پردیو جاسوسانو مخه ونیسو. که څه هم د فراه ولایت له ایران سره اوږده پوله لری مګر هلته د لویولویو دشتو په موجودیت کی دولت کولای شی د منطقی د خلکو په همکاری سرحدی قواوی تقویه کړی. په ضمن کی د باندنیو چارو وزارت دنده لری چی د موضوع د واقعیت په صورت کی له ایرانی مقاماتو وضاحت وغواړی . افغانستان یو مستقل هیواد دی او له نړیوالو سره همکاری یا د قراردادونو لاسلیک کول د افغانستان د دولت او ملت حق دی نه د ایران یا بل هیواد چی مونږ ته هدایت راکړی.

  3. دا ټوله لوبه د امریکا ده. هسې د خلکو په سترګو کې د خاورو اچولو له پاره ایران ته وپرشېږې راوپرشېږې، نور خو ایران د امریکا پوخ یاره دی ځکه شیعه واکی دولت دی او شیعه ګان خو د امریکایانو سکه ورونه دي

  4. وای تشه لاسه ته می دشمن ی خوار افغا نا نو هغه دپلار او نیکه نوره هم ورکه کړیده نو ورته ګورو به چه څه کیږی دافغا نستا ن دتبا ه کیدو پلا نونه ورڅ په ورڅ زیا تیږی موږ نشو کولی چه یو وړوکی پلان دهغو شنډ کړو دنیا انکشا فات او پر مختګ کوی موږ شا ته څو دنیا سپوږمی ته پورته کیږی موږ دمړو خسا ب کوو خدای پا ک مو دمل شی :

ځواب ورکول دانگ پیلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *