تاند- د افغانستان مشرانو جرګې د اجرايي ريیس د دوهم مرستیال محمد محقق پر څرګندونو عکس العمل وښود.
محقق په تهران کې د «محبان اهل بیت» په نوم په یوه غونډه کې هغه ایرانی جنرال وستایه چې په سوریه کې یې د فاطمیون په نوم د افغانستان او پاکستان د شیعه اجیرانو یا ملېشو لوا د بشار اسد د رژیم د ملاتړ لپاره جوړه کړې ده.
وروسته له دې چې په سوریه او عراق کې د داعش یا اسلامي دولت سختدریځه ډله وځپل شوه په ایران کې جنرال قاسم سلیمان، چې د فاطمیون لوا یې تاسیس کړې ده، زیات ستایل کېږي او ادعا کېږي چې نوموړي د داعش په ځپلو کې اساسي رول لوبولی او د سوریې د رژیم بقا یې تضمین کړې ده.
محمد محقق په تهران کې وویل«زه له عراقه رانیولې تر سوریې، ایران، افغانستان او پاکستان پورې د ټولو هغو جنګیالیو مننه کوم چې په دې جګړه کې یې همکاري وکړه او بریالي شول. په حقیقت کې دا د کفر او د نړیوال استکبار د دسیسو پر ضد د اسلام جنګ و.»
د مشرانو جرګې غړیو نن /یکشنبه/ په خپله غونډه کې د ښاغلي محقق پر څرګندونو انتقادونه وکړل.
سناتور محمد حنیف حنیفي وویل، د محقق څرګندونې د افغانستان د ملي ګټو خلاف دي.
د ده په وینا افغان سیاستوال باید خپل خلک د پردیو په جګړه کې ګډون ته ونه هڅوي.
سناتور حنیفي همداراز خبرداری ورکړ چې د محقق څرګندونې کېدای شي منفي عواقب ولري.
ادعا کېږي چې داعش په افغانستان کې د شیعه افغانانو پر جوماتونو د دې لپاره بریدونه کوي چې افغان شیعه ګان په سوریه کې د داعش پر ضد په جګړه کې فعاله ونډه اخلي.
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلمیار وویل«ما د ښاغلي محقق خبرې نه دي اورېدلي خو له حنیفي مې واورېدې او زه یې خوابدی کړم، زما په نظر د اجرايي ريیس دوهم مرستیال په رښتیا چې تېروتنه کړې ده.»
مسلمیار همداراز وویل«موږ غواړو چې سیاستوال مو پر خپل ملت مهربانه واوسي او سیاسي معاملې پای ته ورسوي، موږ دې ته اړتیا لرو چې پر خپلو ټپونو ملهم کښېږدو او باید د نورو له لوري د وسیلو په توګه ونه کارول شو.»
د ولسي جرګې ځینو غړیو هم د محقق پر څرګندونو انتقاد وکړ.
د دې جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي د اجرايي رييس د دوهم مرستیال څرګندونې غیرقانوني او غیراخلاقي وبللې.
دا اندېښنه شته چې د محقق څرګندونې داعش ډله د بېګناه افغان شیعه ګانو پر ضد لا زیات وپاروي.
محقق تر دې پخوا د سږکال په سنبله کې د فاطمیونو دفاع کړې وه او ویلي یې و چې هغوی مذهبي وظیفه اجرا کوي.
شک مه بولۍ چې د محقق دا خبرې څرګند ملي خیانت دی، خو که ووایم چې حکومت یې باید علني محاکمه کړي، سزا ورکړي، شرمیږم خلک به راپورې وخاندي او وبه وایي کم عقله، کوم حکومت؟! کومه محکمه؟! نو چوپه خوله ښه ده
ماقیق په کوم دلیل ځانته مسلمان وائې۰ دئ د یوه ريښتیني مسلمان له ښیګڼواوصفاتوڅه خبردۍ اوکه خبروي ولې عمل نه پرې کوي۰ د ده دوې سترې کبیره ګناوي چې زه ئې شاهده یم يوه ئې دې« ۱۹۹۲»کال څخه وروسته چې زمونږ کورونه ئې لوټ او ډیرخلک ئې د «کوروت» په نامه ووژل او په سروکې ئې میخونه ووهل اودوهمه ګناه ئې چې همدا اوس په لګیا دي په ښکاره «د بیت المال»حرام خوړل دي۰ د ماقیق اوخلیلي کورونه زمونږ له کوره دومره لیرې ندي۰ د دوۍ او چوپړو په کورنوکې ئې ۲۴ ساعته برق«بریښنا» لګیږي۰ مونږاونوربیوزله هیوادوال دې یوه او دوې ورځې په تمه ناست یوترڅوچې یوه کمزورې، ضعیفه او زیړمخې بریښناخپل خیرن مخ راښکاره کړي او مونږخپل پیتک چینائې څراغونه پې چارچ کړو۰ اوبیا په آخرکې د فاطمیون د بریښنا د«خرڅې ـ بل» په مونږراځي۰
محقق یو خایین دی چی بیا یی افغانستان ته یو داسی ویروسونه دفاسد او د مسلمانانو دښمن هیواد ایران په مرسته تربیه کړی چی بیا به د افغانستان هیواد خلک په ماشین اره او په سر کښی میخونه وهی . دا ډله به په افغانستان کښی سر خوری خو اوس محقق یو داسی هزاره ګانو ته بل کړ چی شعیه ګان به لکه وچ بوټی پکښی وسوځی په دی کافر محقق پیسی دریدلی دی اوس نو غواړی خپل د مور میړه ایران او سپاه فساد داران خوشحاله کړی. اوس په افغانستان کښی یوه داسی لوبه شروغ شی چی ډیر افغانان به پکښی وسوڅی . سعودی ددی خبرو سره سم شاید داعش حمایه کړی طالبان خو هسی اوس د ایران مزدوران دی. ډیرو همسایه ګانو کوښښ وکړ چی په افغانستان کښی مذهبی جنګ شروع ولی ویی نسوای کولای خو اوس کافر محقق دا زمینه ورته برابره کړه او هزاره ګان یی د هم وګالی چاچی د سوریی په جګړه کښی برخه اخیستی هغه له اسلامه وتلی خلک او ټول ځناور دی نو اوس دا څناور زموږ خاوری ته واردوی