تاند: خبریال( ابوبکر جبارخېل) – د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د سې شنبې په ورځ کابل کې د پاکستان د قومي ګوند له مشر او د دغه هیواد د کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب احمد خان شیرپاو او له ملګري پلاوي سره په کتنه کې ویلي په افغانستان کې امنیت او ثبات په پاکستان او سیمه کې د امنیت ضمانت کوي.

په دې کتنه کې مسلمیار د سيمې د سياسي او نظامي حالت د بيانولو په ترڅ کې د ترهګرۍ او د هغه د تمويل او سمبالولو د منابعو په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه چې افراطيت نه يوازې افغانان قرباني کوي بلکې پاکستان هم ګواښي.

هغه زیاته کړه: (( تروريزم د ځالو د له منځه وړلو او د امنيت او ثبات د ټينګښت په لاره کې باید جدي هلې ځلې وشي ځکه په افغانستان کې امنيت او ثبات په پاکستان او سيمه کې د امنيت او ثبات ضمانت کوي.))

باختر دولتي اژانس د معلوماتو له مخې مسلمیار د دواړو هېوادونو ترمنځ د ديني، قومي، ژبنيو او کلتوري مشترکاتو یادونه کړه او ویې ویل چې په سيمه کې ميشتو خلکو تل د اسلامي ورورولۍ د ارزښتونو له مخې ګډ ژوند کړى او د مصيبتونو په وخت کې ېې د يوبل سره مرسته اوهمکاري کړې، چې ژوندۍ بیلګې يې د سيمې په معاصر تاريخ کې مشهودې دي.

سرچینه ډیروي دغه راز مسلميار په راتلوونکي کال کې د نړيوالو ځواکونو د وتلو او د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه د سياسي قدرت د ليږدونې لپاره ډير ښه ټاکنه، ټاکنې وبللې او په وینا یې د افغانستان دولت اوخلک هوډمن دي چې د هيواد راتلونکی مشرتابه د ټاکنو له لارې وټاکي.

همدارنګه د مشرانو جرګې مشر له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د وتلو او له امریکا سره د امنیتي هوکړه لیک په باب هم څرګندونې وکړې او په خبره یې افغانان په بشپړه توګه باور او ډاډ لري چې د افغانستان وسله وال پوځونه به د ملي يو والي تر چتر لاندې له ٢٠١٤ کال وروسته د ملي نواميسو، ځمکنې بشپړتيا او وروستۍ لسيزې ارزښتونه وساتي.

وروسته د پاکستان د قومي ګوند مشر آفتاب احمد خان شيرپاو افغانستان ته د خپل سفر هدف بيان کړ او څرګنده يې کړه چې د خپل هيواد د استازو په جرګه کې د افغانستان او پاکستان د دوستۍ د کميټې د مشر په توګه مسووليت لري چې د دواړو هيوادونو د اقتصادي او سياسي اړيکو او همکاريو د پراختيا په خاطر د افغانستان او پاکستان د سياسي مشرانو د نظريو د شريک کولو په خاطر پرله پسې هلې ځلې وکړي.

د هغه په وینا چې په ټولو برخو کې د ستونزو د حل کولو لارې چارې ولټول شي او د اقتصادي پراختيا، تجارتي همکاريو او د فرهنګي بډاينې مناسبې زمينې برابرې شي.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

2 thoughts on “د مشرانو جرګې مشر: په افغانستان کې امنيت او ثبات د پاکستان او سیمې ضمانت کوي”
  1. دا به یی باداران ورته ویلی وی ځکه چه دی خو یواز په ډریوری باندی ښه پوهیږی او ورسره اوس د پیسو په ټولولو هم ښه پوهه ترلاسه کړی

  2. تاندوالو ته سلامونه
    په پورته خبر کې، له ښکته خوا نه څلورم پرګراف کې (ټاکنه) ناسم کارول شویدی.

    یاده جمله په لاندې توګه ښه او نرمه راځي:
    د سياسي قدرت د ليږدونې لپاره ډير ښه غوراوی، ټاکنې وبللې
    یا
    د سياسي قدرت د ليږدونې لپاره، ټاکنې ډير ښه غوراوی وبللو

    ټاکنه او غوراوی یو د بل سره لږ توپیر لري. غوراوی د انګلیسي د آپشن او چایس سره ورته والی لري خو ټاکنه ورسره توپیر لري

    مننه ستاسو ورور

ځواب ورکول عجب ګل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *