په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د (مشر) کلمه ډېره ترسترګو کېږي، خو په دې مې لا سر نه دی خلاص چې د مشر د کلمې د کارولو په اړه زموږ دریځ له کومې زاویې دی.

مخکې له دې چې د مشر د پېژندګلوۍ په اړه څه ووایم چې مشر یعنې څه او څوک؟ غواړم یو ټکی چې ډېر مهم دی، یادونه یې وکړم.

په پخوا وختونو کې به یې مشر هغه چا ته وایه چې له یوې درنې کورنۍ سره به یې اړیکه درلوده او د کلي یا قوم سپین ږېرتوب ته به یې اوږه ورکړې وه. دا مشر به داسې نه و، لکه د اوسني پېر ملکان او یا هم هغه شوړه مار چارواکي چې اوس یې موږ ګورو او له کارنامو یې خبرېږو، بلکې هغه مشر ته به په شین زور د کلي یا قوم خلکو شمله ور په سره کړه او ترې هیله به یې وکړه چې درد لره یې درمان شي؛ نور نو بیا مشر مجبور و چې هرې بدې بلا ته لکه سپر ودرېږي او د خپل کلي یا قوم له هر ډول حقه دفاع وکړي.

که د مشر د کلمې پېژندګلوۍ په اړه وغږېږم؛ نو دا ویی د انسان د پیداښت سره سم د انسانانو په منځ کې دود شوی دی. مشر هغه چا ته ویل کېږي چې د خپلې کورنۍ، ټولنې، ډلو(ګوندونو) او بالاخره د هېواد رهبریت ور په غاړه وي او د هر ډول پرېکړو، نظریاتو او اعمالو عام وتام صلاحیت ولري.

مشران په دوه ډوله وېشلی شو، رسمي او غیر رسمي، رسمي یې په دولتي برخه کې راولو او غیر رسمي یې زموږ له ټولنیز ژوند سره اړیکه لري.

كه له اسلامي تاريخه د مشر د كلمې رېښه را وڅپړو، نو هماغه پورته ټکي ترې په لاس راځي. ادم علیه اسلام د انسانیت د رهبریت له پاره رالېږل شوی و او همداسې د اسلام د مبارک دین ټول پیغمبران چې د رهبریت درجه ورکړل شوې، د الله ج د رسمي فرمان چې د جبرایل علیه اسلام له خوا د وحي په شکل پرې راغلی، پر دندو ګمارل شوي.

دلته هم رهبریت د ټولنیز ژوند د سمون او همدرانګه د ښو او بدو ترمنځ د تفکیک لپاره کارول شوی چې ټولنیز شکل لري. په اسلام کې لکه لمر روښانه ده چې د مشر یا رهبر ټاکل د کومو عواملو پراساس کېږي او لوی الله ج هم دا توپیر رامنځته کړی. د اسلام د ټولو پیغمبرانو ژوند، سیرت او کارنامې یې روښانه بېلګې دي. له هغې را وروسته د خلیفه ګانو د ټاکلو لپاره د معیارونو وضع یې بل مثال دی.

اوس موږ چا ته مشر وایو؟

په اوسني عصر کې چې تر ډېره له ټولواک او یو شمېر مهم نورو چارواکیو پرته، واک او صلاحیت د نا اهلو په لاس کې دی او د حکومت ګڼ مشران له داسې ځایونو دې پوستونو ته رارسېدلي چې د شهید داود خان په وخت کې یې په عسکرۍ کې نیول هم منع ګرځېدلي و. یا هم دې کسانو ته له پلار ور پاتې ده او په میراثي شکل یې دا القاب خپل کړي دي، خو دا چې ولې موږ دا کسان خپل مشران بولو او ترې هیله لرو چې په درد مو وخوري، دلایل یې ډېر دي.

لومړی یو شمېر کسان د چمچو بڼه لري چې د همدې لپاره ګمارل شوي او دا یې دنده چې توصیف الالقاب لغتونه استعمال کړي، کنه یې سبا رزق بند دی.

دویمه ډله هغه کسان دي چې د همدې غلو او زورواکو له خوا په دندو ګمارل شوي او دا یې مسولیت دی چې د خپل غله رهبر لپاره په هر ځای کې د مشر کلمه استعمال کړي او که یې داسې ونه کړل؛ نو نمک حرامه دی او د ده هغه نور همسنګري یې رټي چې په ورته توګه تر پوسټونو رسيدلي دي. په دې کسانو کې لوړ او ټیټ ټول شته او یوازې په یوې ډلې پورې محدود نه دي.

دریمه ډله به بیا د قوم، سمت او نورو اړخونو له مخې دا کلمه ډېرو پاتو کسانو ته استعمالوي چې هېڅ ربط ورسره نه خوري.

په افغاني ټولنه کې انګوشت شمار خلک دی چې باید د مشر کلمه ورته استعمال شي. البته دا کلمه په ټولیز او ټولنیز اړخ کې توپیرونه لري. د کور ټولواک باید په دې نوم مسمی شي، پلار، کاکا، لومړنی ورور او نور یې ټولنیز رنګ دی چې کوم عیب نه دی، خو په ټولیز شکل یې غلو، مافیايي کسانو، ګڼ شمېر چارواکیو او ټوپکمارو ته استعمال، دې لغت(مشر، رهبر) ته توهین بولم.

دا هم باید په یاد ولرو چې نا اهلو ته د دې لغت کارونه د خپلو کورنیو مشرانو بې حرمتي او خپل ښه مشران د غلو په صف کې درول دي.

2 thoughts on “د مشر او غل ترمنځ توپیر په کار دی؟/ امید زهیرمل”
  1. ګران زهیرصاحب ډیره ښه موضوع دی روښانه کړی هیله مند یو چه زمونږ هیوادوال مشر باید وپیژنی هریو ته مشرویل ګناه ده خصوصاً غلولوټماروقاتلین مفصدین اوداسی نورخاینین ته

ځواب ورکول janan(abib) ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *