افغانستان د جرګو هېواد دى، جرګه او لويه جرګه زموږ د هېواد تاريخي عنعنه او له ملي هويت سره تړلې ده. لويو جرګو د تاريخ په اوږدو کې زموږ د هېواد د ډېرو ستونزو د حل لپاره د ملي ستېژ حيثيت درلودلې دى چې ولس يې پر يوه محور را ټول کړى دى.

د افغانستان او امريکا د امنيتي تړون لپاره د ولسمشر کرزي لخوا  رابلل شوې مشورتي لويه جرګه  يو پرځاي او مناسب اقدام ؤ، خو په ډير تآسف چې د جرګې د جوړولو لپاره نا مناسب انتخاب، مشورتي لويه جرګه د ولس د ګټو او مصالحو پرخلاف وکاروله.

د دغې جرګې هغه باضميره ګډونوال چې د افغان ولس درد او رنځ احساسوي پر دې ګواه دي چې څه ډول جرګه د اصولو پرخلاف دولس د اصلي غوښتنو پرځاى د امريکا د ګټو لپاره وکارول شوه.

په دې جرګه کې نه يواځې په رښتني مانا ټول د ولس بانفوذه مشران او د نظر خاوندان نه وو رابلل شوي بلکي قصداً د خاصو پريکړو لپاره خاص خلک پکي رابلل شوي وو.

د مشورتي جرګې پريکړې هم د تامل وړ دي په ځانګړي توګه د امنيتي تړون د لاسليک په اړه ټينګار چې د افغان ولس د امنيت له تضمين پرته هيڅ مفهوم نلري.

د مدني ټولنې د همغږي مرکز له ولسمشر څخه کلکه ګيله لري چې ولي ملي پروسې بې تعهده خلکو ته سپارې، لويه جرګه د همدغسې بې پروايۍ له امله نه يواځې د ولس پرخلاف وکاريده، بلکې بدنامه هم شوه چې جبيره يې ګرانه ده.

امريکايې ځواکونو ته د کورونو د تلاشيو او خپل سرو عملياتو اجازه ورکول او هغوی ته د افغانستان د قوانينو په وړاندې مصئونيت ورکول ، امريکا يې ځواکونو ته د بې ګناه  افغانانو د وژلو، بندي کولو او کړولو او جنايت د ترسره کولو دخلاص لاس ورکولو په مانا دي. داسې ښکاري چې د جرګې اکثريت غړو د افغانستان پرځاى د امريکا ګټو خوندي کيدو ته ډير پام درلود.

په مشورتي لويه جرګه کې د مدني ټولنو د استازو په نوم ١٤٠ کسانو ګدون درلود. خو د افغانستان د مدني ټولني د همغږۍ مرکز چې شاوخوا د  ٣٠٠ مدني ټولنواستازيتوب کوي، مرکز يې په کابل کې دى او غړې ټولنې يې په ټول افغانستان کې فعاليت لري. په داسې حال کې چې دغه  مرکز په مشورتي جرګه کې د ګډون لپاره د خپلو غړو يو لست د مشورتي جرګې د تدارک کميسيون ته هم ليږلې ؤ  خو د دې مرکز په استازيتوب يو کس هم جرګې ته نه وو غوښتل شوى. دا پخپله ثابتوي چې د مشورتي جرګې په ترکيب کې شفافيت وجود نه درلود اوپه قصدي او عمدې توګه داسې کسان غوښتل شوي وو چې د امريکا دغوښتنو سره د تړون د لاسليک پلويان وو، د دې په خوا کې د جرګې د يوشمير مشران په کمېټو ګرځيدل او د جرګې غړي يې د  امنيتي تړون لاسليک او قضايې مصؤنيت ورکولو ته هڅول، دې هڅو د جرګې مشروعيت شديداً ترسوال لاندې راوستی. نو دکومې جرګې چې مشروعيت ترسوال لاندې وې طبعاً د هغې پريکړې هم نشي کولاي مشروعيت ولري. له همدې امله د افغانستان د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز د يو تاريخي مسئوليت په توګه د افغانستان د اسلامي جمهوريت له جمهور رئيس څخه غواړي چې:

  • دا تړون ترهغې لاسليک نکړي چې د امريکا لخوا په افغانستان کې سوله او ثبات راوستل نه وي تضمين شوي، که افغانستان کې سوله او ثبات نه راځي نو بيا دا تړون موږ ته هيڅ مانا نلري. زموږ په اند د سولې يو داسې مېکانېزم چې د نړيوالې ټولنې، امنيت شورا او د افغانستان د ګاونډيانو له خوا يې عملي تضمين شوی وي د افغان ولس لپاره د منلو وړ کېدای شي.
  • که امريکايې عسکر او يايې ملکي مامورين په افغانستان کې داسې عمل سرته رسوي چې د افغانستان د قوانينو په اساس جرم ګنل کيږي بايد د افغانستان د قوانينو سره سم په افغاني محاکمو کې محاکمه شي. که دا جرم د رسمي ماموريت پرمهال سرته رسيدلې وي کيداي شي د افغانستان او امريکا په ګدو محاکمو کې محاکمه شي.
  • بهرني ځواکونه  بايد په هيڅ صورت هم  د افغانستان دخلکو کورونو ته د ننوتو او دخپل سرو عملياتو اجازه ونلري
  • پر افغانستان د بريد په صورت کې د افغانستان له دفاع څخه نيولي، د ځواکونو پياوړتيا  او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په اړه د امريکا ټولې ژمني بايد څرګندې، روښانه، او له حقوقي اړخه سرته رسول يې امريکا ته الزاميت ولري.
One thought on “د مشورتي لويې جرګې د پريکړو په ا ړه د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز اعلاميه”
  1. کرزي دا سې اور بل کړ چئ دی خو ور کی سیزي چئ سیزي افغانستان به و سیزي. دا دویم نړۍسوز وونکی د ی،علا الدین یې اول و

ځواب ورکول ګل لا لا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *