تاند- وسله والو طالبانو د مشورتي لویې جرګې، چې ټاکل شوې ده د روانې میاشتې په پای کې جوړه شي،  برخوالو ته خبرداری ورکړی چې له امریکا سره د افغانستان د حکومت امنیتي موافقه تایید نه کړي.

طالبانو په خپل خبرداري کې ویلي، که د مشورتي لویې جرګې غړیو امنیتي موافقه تصویب کړه نو د ملي خاینان به یې وبولي او هر هغه کس به جلا جلا ووژني چې په دې جرګه کې یې ګډون کړی دی.

طالبانو د دې په ترڅ کې چې د مشورتي لویې جرګې له غړیو څخه د امنیتي موافقې د نه تصویبولو غوښتنه کړې دا جرګه یې یوه تلقبي جرګه بللې ده.

ټاکل شوې ده چې د روان لړم په وروستۍ ورځ د څه باندې درو زرو ولسي استازو په ګډون لویه جرګه جوړه شي او د افغانستان حکومت ته له امریکا سره د امنیتي – دفاعي تړون په تېره بیا له ۲۰۱۴ وروسته د پاتې کېدونکو امریکايی پوځیانو د قانوني صلاحیت په اړه مشوره ورکړي.

د افغانستان حکومت تراوسه پوري له امریکا سره د جرم په صورت کې د امریکايي پوځیانو د محاکمې د صلاحیت په باب موافقه نه ده کړې.

اختلاف پر دې دی چې که کوم امریکايي پوځي په افغانستان کې جرم کوي نو ایا د افغانستان په محکمو کې محکوم شي او که یې امریکا په خپلو محکمو کې محکوم کړي.

امریکا وايي چې د نړۍ په نژدې سلو هیوادونو کې پوځیان لري او په هر هیواد کې چې امریکايي پوځي جرم وکړي په دغو هیوادونو کې نه بلکې په امریکا کې محاکمه کېږي.

په همدې حال کې د حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب لېوالتیا ښودلې چې په مشورتي لویه جرګه کې د ګډون لپاره به خپل استازي کابل ته ولېږي.

حکمتیار هم له امریکا سره د امنیتي تړون کلک مخالف دی.

17 thoughts on “د مشورتي لویې جرګې له غړیو د طالبانو غوښتنه او خبرداری”
  1. د طالبانو نظر د خپل هیواد په باب له ایران سره مطابقت کوی ، ایران هم نه غواړی چی مونږ له امریکا سره نژدی روابط ولرو . دا پدی معنی چی دوی اوس له ایرانه هم متابعت کوی. مونږ اوس په یوه کلی کی اوسیږو چی تقریبا په یوساعت کی د ټولو له حاله خبریدای شو. که یو څوک پر مونږ تجاوز کوی ، هسی یی هم کولای شی . کوم نر به یی مخه ونیسی. هغوی چی ډیری لافی وهی ژر تښتی او ولس به په میدان ورته پریږدی او که څوک ملګرتیا راسره کوی نو باید لږ محتاط اوسو چی بیا ایران یا پاکستان را نه خفه نه شی .
    د دوستانو پیداکول سخت کار دی او باید چی په انتخاب او د ملګرتیا شرایط لا له وړاندی روښانه وی . د ولس استازی باید په دقت سره ټول مسایل وڅیړی. او پرځای او درست تصمیم ونیسی. له مرګه مه ډاریږی. مرګ حتمی دی که نن وی یا بله ورځ . دطالبانو په غورځو پرځو مه غولیږی. هرڅه د هیواد د عالی منافعو په نظر کی نیولو سره مطالعه کړی . خپل هیواد ته تر ټولو ښه تصمیم ونیسی. د پاکستان او ایران د منافعو پر ځای خپلو ګټو ته ترجیح ورکړی. کله چی ایران اوپاکستان د سنتو او سیاتو غړی ول کله یی له مونږ نه پوښتنه وکړه. دوی د امریکا او نورو لویدیزوالو له برکته د نړۍ ( ایران د نړې ولسم اقتصادی نظامی قدرت او پاکستان اویشتم هیوادونه دی او مونږ د نړۍ یوسلو څوارلسم پاته یو) اقتصادی – نظامی قدرتونو کی راځی.
    که امریکاییان لاړ شی بیابه تورمخی پنجابیان، ایرانی اخوندان او صیغییان یا نور وهابیان او روسان درته ناست وی. مونږ هغه وخت پر خپلو پښو دریدلای شو چی خپل کورنی اختلافات سره حل کړو او یو واحد ملت جوړ کړو.

  2. Who are the Taliban? and by whom they are supporting, If Taliban want peace for Afghanistan in real, they must to earn the hearts of the people of Afghanistan. They have to work for peace and do Jehad only against the foreign troops not against the innocent people as they killing everyday, American also killing innocent people and Taliban as well, so what is the difference between them???

  3. د حزب اسلامی پوری مربوط د شهاد ت اخبار د بی بی سی هغه خبر په سختو ټکو رد کړی چه ویلی وو چه حزب اسلامی لیواله دی چه په لویه جرګه کی ګډون وکړی

    د شهادت خبر

    ه لویه جرګه کي دحزب اسلامي برخه اخیستلو خبر کاملاً درواغ او بی بنیاده دئ
    12.11.2013
    پرون دمشورتي لویې جرګې د دارالانشاه مدیر صادق مدبر د بی بی سی سره په یوه مرکه کي وویل : «حزب اسلامي هم په لویه جرګه کي برخه اخلي». حزب اسلامي دا خبر په کلکه رد کړ او دا خبر یې کاملاً درواغ او بی اساس وباله. دحزب اسلامي لخوا په افغانستان کي د بهرنیوځواکونو چتر لاندې : دلویه جرګې جوړول ،امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک او انتخاباتوکي برخه اخیستل مردود دي . ځکه دامریکا سره د امنیتي تړون په سند کي دنوروغوښتنوترڅنګ داهم : امریکایې فوځیانوته افغانستان کي دهغوی په خوښه ځایونوکي اډې ورکول ،د امریکایې سرتیروجنایاتو ته قضایې خوندیتوب او مصئونیت اوامریکایې استخباراتي اداروته په افغانستان کي پوره صلاحیت ورکول(دافغانانو پلټنه ،ځورونه ،بندیانولو او وژنه کي) شامل دي . چي داسې سند لاسلیکولو معنی دافغانانوپه لاس د افغانستان دایمي اشغال ته رسمي اوقانوني بڼه ورکول دي. ددغې لوې جرګي ریس صبغت الله مجددی په ډیره بی شرمی سره وایې : امریکا سره باید د امنیتي تړون سند لاسلیک شي او لویه جرګي ته ضرورت هم نشته . یقیناً حزب اسلامي او هر با احساسه افغان داسې لویه جرګې کي ګډون په کلکه رد وي چي په هغې کي د بهرنیو یرغلګرو په ګټه د تائید فیصلې کیږي .

  4. په لویه جرګه کي دحزب اسلامي برخه اخیستلو خبر کاملاً درواغ او بی بنیاده دئ
    12.11.2013
    پرون دمشورتي لویې جرګې د دارالانشاه مدیر صادق مدبر د بی بی سی سره په یوه مرکه کي وویل : «حزب اسلامي هم په لویه جرګه کي برخه اخلي». حزب اسلامي دا خبر په کلکه رد کړ او دا خبر یې کاملاً درواغ او بی اساس وباله. دحزب اسلامي لخوا په افغانستان کي د بهرنیوځواکونو چتر لاندې : دلویه جرګې جوړول ،امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک او انتخاباتوکي برخه اخیستل مردود دي . ځکه دامریکا سره د امنیتي تړون په سند کي دنوروغوښتنوترڅنګ داهم : امریکایې فوځیانوته افغانستان کي دهغوی په خوښه ځایونوکي اډې ورکول ،د امریکایې سرتیروجنایاتو ته قضایې خوندیتوب او مصئونیت اوامریکایې استخباراتي اداروته په افغانستان کي پوره صلاحیت ورکول(دافغانانو پلټنه ،ځورونه ،بندیانولو او وژنه کي) شامل دي . چي داسې سند لاسلیکولو معنی دافغانانوپه لاس د افغانستان دایمي اشغال ته رسمي اوقانوني بڼه ورکول دي. ددغې لوې جرګي ریس صبغت الله مجددی په ډیره بی شرمی سره وایې : امریکا سره باید د امنیتي تړون سند لاسلیک شي او لویه جرګي ته ضرورت هم نشته . یقیناً حزب اسلامي او هر با احساسه افغان داسې لویه جرګې کي ګډون په کلکه رد وي چي په هغې کي د بهرنیو یرغلګرو په ګټه د تائید فیصلې کیږي .

  5. دی که څه خبره ده د حزب او طالبانو په ګډون ټول د دولت ضد سیاسی او وسلواي ډلي دي په دی جرګه کې ګډون وکړی او بیا دی خپل مخالفت هلته په دلیل اسبات کړی. رایه ګیری د وشی او چې کومی رایي ډیری وی همهغسی عمل دی وشی.

  6. سلامونو دابه زه دتولوورونو سره ومنم جي داجركه جورول دخاريجانو فلان دي رازم ديته جي دايو بي معنا خبره ده جي كه موزدامريكا سره ترون لاسليك كي نوبيخي مواسلام دلاسه وركي بياجي هرسه دوي واي موزبي كوو داد دنيا سه بلكي زموزاوستاسي فه صحراوو كي كه يوسوك ديوجا فه سراي كي اوسيزي نوبياهم خفل فه منز كي دايوقرارداد يا ياداشت ليكي جي وروره بامونه كلول او ديوالونه رنكول فرتادي نووروره داخودمملكت ف سطه يوه خبره ده اونو كه جيري دوي تيري وكري فه هغه وخت نوافغانانو بياكله داسي دترون فروالري

  7. ته وا د دوئ د پلار په قواله ده افغانستان
    طالب له چا پوښته کړي چې ای ایس ای
    یې افغانستان ته راووست کرنل امام حمیدګل پاکستاني ځناورانو په شمال کې د میوو په باغونو پسي تبري را اخستې ول او له وړو ماشومانو یې ګوتي پری کولې د کوم اسلام خبره کوي او کومه مینه یې له وطن سره ده هغه وسائل او مهیمات چې د جهادي ډلو طالبانو ته پاتي شول څه شول هغه دوئ د ملت مال نده بللی هغه ته یې غنیمت ویل ۹۵/۰۰ یې په پاکستان خرڅه کړه اوس طالب په افغانستان کې څه غواړي دا غواړي چې امریکا په افغانستان کې پاته شي دامریکا خلک دي تاسي ګورئ کله چې امریکا له افغان دولت نه د داسي تړنونو غوښتنه کوي او افغان دولت انکار کوي همغه ورځ د طالب
    برید زور اخلي تر څو یې مجبور کړي هغه څه چې امریکا وایي ویې مني طالب دوه ګټي کوي هم امریکا راضي کریډیټ واخلي او هم موږ بې تعلیمه افغانانو ته ځانونه سپین وښائي پاته شوه حزب اسلامي کله چې روسان له افغانستانه ووتل صرف افغانان پاتي شول هغه وخت ډاکترنجیب له حزب اسلامي وغوښتل چې نور باید جنګ پای ته ورسوو او یو ګډ حکومت جوړ کړو حزب اسلامي رد کړه دلیل یې دا وو چې دوئ د روس پاته کړوني دي په هیڅ ډول به له دوئ سره ایتلاف ونه کړي د نورو وینو تویولو ته یې لار هواره کړه خو بیا مو ولیدل چې له دوستم سره یې ایتلاف وکړ که څه هم له دې مخکې حزب اسلامي دومره جنایات نه ول کړي څومره چې یې مخالیفو د بدنامي لپاره ورپسي لستوڼي را نغښتي وو خو په اخیر کې یې د قدرت په خاطر دغو جنایاتو ته مخه کړه چې تر اوسه یې بد اثر په ټولو افغانانو پروت دی بیا طالب رغی هغوی په قدرت خیټه واچوله چې افغانستان یې د نړئ د غریب ترینو په لیست کې راووست
    د لویي جرګی له ګډونوالو هیله ده چې د طالب او حزب اسلامي د خوشحاله کولو او د بې رحمه ګاونډیانو د ګټو پر ځای ملي ګټي په نظر کې ونیسئ
    طالب خائن ده مسعود خائن وو

  8. نه شرق منم نه غرب. موژ په افغانستان کی. یوسوچه اسلامی قانونی حکومت غوارو حزب دی اوطالب دی خپل پرجان قرآنی قانون جاری کی. بس خیر خیریت دی

  9. حزب اسلا می او طالبانو امتحان ورکری،
    تر پاکستان خو امریکا بهتره ده، طالب وقت کی خو د پنجاب حکومت و
    چی امریکا مه وه کومه توره مو وکه، ؟

    د طالب کیبل د ورک شی او د حزب اسلامی پاتک

    د طالب حکومت کی وچکالی، غربت، ظلم او جبر حاکم و، زنانه مکتب بند و،
    تلویزیون حرام و، انترنیت نه و،
    داسی امارت د ورک شی چی د اسلام نوم بدوی

  10. بعضی ورونه وایی طالب تغیر کری، تاسی هغه ولسوالی وگوری چی، ط لب لاس کی دی، چی سه گلان یی کرلی

    حزب اسلامی چی د وطن ورانولو لپاره د کال شپژ سوه میلیونه مرسته تر لاسه کوله، هغه وقت یی اهل کتاب ورونه بلل، اوس بیا اشغالگر ورته وایی، عجیب منطق لری، دا دیرش کاله مو شمشتو کی ژوند وکا، زکه خو
    لت مخته شوی او د وطن له ابادی سره مو

    ،
    مینه مه شته، شپه ورز د پاکستان د گتو لپاره کار کوی،

  11. امریکا:
    زور لری، پیسی لری، مرسته درسره کوی، د نیم دولت معاش درکوی، د اکثریت موسسو چیرته چی حزبیان دیر کار کوی، فند ورکوی،،

    که نن دنیا کی افغانستان بیرغ رپیژی د امریکا زور دی، چی امریکا نه وی،
    اروپا سبا نه شته ورسره عرب او جاپان،

    که طالب او حزب د پنجاب لپاره جهاد بند کا، نه به چاپی وی، نه بمبارد او نه تلاشی، نه انتحاری، نه ماینونه

    که امریکا نه وی اول به 1992 تکرار شی ییا د طلب او پنجاب سپیره حکومت، شزی به مو بیا له غربت نه پاکستان کی خپل عزت پلوری مونژ

    به شمشتو او کندهار کی جگی شملی او شخ بریتومه گرزو

    پاتی شوه د همسایه گانو دشمنی، کوم وقت یی دوستی کری؟

    حد اقل د خپل طالب وقت کی خو به یی یو کیلو متر سرک جور کری و، حزب اسلامی ته خو به یی د لوگر یو کیلو متر سرک جور کری و،،

  12. د طالبانو د کال بودیجه اتیا میلیونه دالره وه، د پبزو کالو سلور سوه میلیونه کیده،
    اوس د کال سلور میلیارده حکومتی بودیجه ده، د موسساتو.پیسی خو.پریژده،

    په لکاو خلک په کار مصروف دی، وطن ودانیژی، تر 2024 کال پوری خو مرستی شته بیا خدای مهربانه دی، وطن کی به مو دیر تغیر راغلی وی،

    نو.هیله ده چی خپله خپل زانونه
    هلاکت کندو یعنی حزب اسلامی او طلب ته مه سپاری، زکه چی ددوی مربی پاکستان به هم یوه تنگه مرسته ورسره ونه کی، نه به یی په رسمیت وپیژنی
    او دومره پاک هم نه دی چی خدای پاک من او سلوا نازل کا

  13. ورونو خبری به پاکی او سپینی کووځکه بس دی نور ورکیږو اوورځ په ورځ کړیږو.
    دامنیتی تړون دلاسلیک تعریف: په افغانستان او پاکستان کی دپښتنو په ضد یوه لویه دسیسه ده، چه گـټه یی پنجابیانو اوفارسیوانانو ته رسیږی.
    وگوری په دغه تیر دولس کلن تړون کی دپښتنو نهه زره اوشپږسوه(حکومتی،طالیبی اوملکی)مشران اودسر سړی ترور شویدی، او په لسهاوو زره نورنظامی اوملکی عادی پښتانه ددغو دسیسوقربانی شویدی.
    دامریکا سره دافغانستان دامنیتی تړون په لاسلیک کی پنجابیان اوفارسیوانان دوا ړه ښه خوشحاله دی ځکه دیوی خوا دهغوی سرمایه قوی کیږی اودبلی خوا دهغوی دو ښمن( پښتنون) ورځ په ورځ ختمیږی.

    دخدای په امان

  14. دطالبانو امارت چی خراب سو دبی تجریبی نه اوس یی نوم بددی دبی تجریبی نه کوچنی هلکان اونا اهله کسان په مخ کی دی زما زره پر سوجی. دامریکایانو سره جور دی دقوم مشران علما وزنی په یونام بل نام

  15. if you look to taliban , Gul Buddin Hekmatyar and that Mojahidin that they were involve in afghanistan destroying and killing of all people believe me they were very very stupid . they are working for pakistan ISI and Iran .
    karzai is to much better then them . afghanistan need support of USA troops to stay here it is good for our future and development of our country . otherwise again pakistani panjabi will come to kabul and they will start again fairing in afghanistan .

ځواب ورکول hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *