تاند- د مصرۍ الوتکې تښتونکی په داسي حال کې ونیول شو چې هیڅ برمته ته تاوان ونه رسېد.

د قبرس د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د مصر د هوايي چلن د الوتکې د تښتولو لانجه په سوله ییز ډول پای ته رسېدلې ده.

په الوتکه کې ۳۰ تنه مصریان، ۸ امریکایان، ۴ هالنډیان، ۴ بریتانیایان، ۲ بلجمیان او ۱ ایټالیايي او د الوتکې نامعلوم شمېر مصري عمله سپره وه.

برمته ګر په خپله ځان تسلیموي
برمته ګر په خپله ځان تسلیموي

مصري چارواکو ویلي چې (A320) الوتکه له سکندریې څخه قاهرې ته روانه وه خو په ځینو نورو راپورونو کې ویل شوي  چې الوتکه د سعودي عربستان له دمامه قاهرې ته روانه وه، د مصر په سکندریې کې د لنډ وخت لپاره ایساره شوه او یو شمېر سپرلۍ ورڅخه کښته شوې.

د برمته ګر عاشقانه کیسه

له دې پېښې وروسته مصریانو په ټولنیزو رسنیو کې یو عکس خپور کړ، ویې ویل چې برمته ګر له الوتکې دباندې خپلې جلا شوې ښځې ته ۴ مخیز لیک، چې په عربي ژبه یې لیکلی و، د سپرلیو په لاس د هوايي ډګر مسوولانو ته وسپاره.

دا عکس مصري رسنیو خپور کړی خو چارواکو د دغه عکس د رد یا تایید په اړه څه نه دي ویلي
دا عکس مصري رسنیو خپور کړی خو چارواکو د دغه عکس د رد یا تایید په اړه څه نه دي ویلي

د قبرس راډیو ویلي چې د الوتکې تښتونکی د مصر د سکندریې پوهنتون استاد او اصلاً ویترنر دی. دی د امریکا تابعیت هم لري او ورڅخه طلاقه شوې ښځه یې په قبرس کې اوسي.

د قبرس راډیو دغه راز ویلي چې د برمته ګر جلا شوې مېرمن هوايي ډګر ته روانه شوې ځکه چې د برمته ګر یوه غوښتنه دا ده چې له خپلې پخوانۍ ښځې سره ویني.

د ده پخوانۍ ښځه قبرسۍ ده او د دغه ټاپو لارناکا هوايي ډګر ته نژدې اوسي.

2 thoughts on “د مصرۍ الوتکې تښتونکی تسلیم شو، په پېښه کې د مینې رول”

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *