تاند- په مصر کې له واک څخه د محمد مُرسي له لېري کېدو وروسته په مظاهرو او تاوتریخوالو کې شاوخوا دېرش تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

په قاهره کې د محمد مرُسي د پلویانو او مخالفانو ترمنځ له شخړو وروسته د مصر دولتي تلویزیون د اوولس تنو د وژل کېدو خبر ورکړ.

وروسته چارواکو وویل چې ۱۲ تنه په اسکندریې ښار کې د دواړو خواوو ترمنځ په نښتو کې وژل شوي دي.

تاوتریخوالی په داسي وخت کې رامنځته شو چې د اخوان المسلمین پلویانو د جمعې په ورځ د مرسي د بېرته ولسمشر کېدو غوښتنه وکړه.

راپورونه وايي چې پرون امنیتي ځواکونو پر هغو مظاهره چیانو ډزې وکړې چې په قاهره کې هغه ځاي ته نږدې ورغلي وو چې محمد مرسي هلته ساتل کیږي.

ویل کېږي چې په قاهره کې د پوځیانو او زغرګاډو له ځای پرځای کېدو وروسته تاوتریخوالی درېدلی دی.

په یو بل انکشاف کې د مصر د کورنیو چارو وزیر وویل چې د اخوان المسلمین ګوند مرستیال مشر خیرات الشاطر تشدد ته د لمن وهلو په تور نیول شوی دی.

اخوان المسلمین د پوځ په ملاتړ د موقت حکومت جوړېدا رد کړې ده.

د اخوان مسلیمن مشر محمد بدیع پرون په قاهره کې د خپلو پلویانو په منځ کې له احساساتو ډکه وینا وکړه او ټينګار یې کاوه چې د محمدمرسي پلویان تیار دی چې خپل ژوند قربان کړي او په مصر کې د پوځ د واکمنۍ مخنیوی وکړي.

د مرسي حکومت، چې په مصر کې لومړنی منتخب حکومت و، د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ دقیقاً له واک ته رسېدو یو کال وروسته له واکه لېري کړای شو.

اسلامپال وايي چې پوځ د یوه منتخب ولسمشر د حکومت پرضد کودتا کړې ده.

پوځ بیا وايي چې موقت حکومت به د نویو انتخاباتو لپاره لار اواره کړي.

د مُرسي یوه پلوي، د نوم د نه ښودلو په شرط پرون وویل:

«دا لومړی ځل و چې دومره په شفافیت انتخابات وشول او لومړی ځل و چې خلکو خپل اساسي قانون په خپله ولیکه خو پوځیانو په ټانکونو، جنګي الوتکو او وسلو هر څه له منځه یووړل.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مصر د جمعې د ورځې شخړې وغندلې او له ټولو مصري مشرانو یې وغوښتل چې د نور تشدد مخه ونیسي.

د امریکا له قوانینو سره سم که په مصر کې مشروع حکومت جوړ نه شي نو له دغه هیواد سره د امریکا د یونیم ملیارد ډالره مرستې مخه نیول کېږي.

په واشنګټن کې د مصر سفیر محمد توفیق د مصر د وروستیو ورځو د پېښو ملاتړ وکړ. ده وویل:

«دا داسي یو وضعیت و چې د مصر لوی اکثریت سړکونو او کوڅو ته راووت، ۲۲ ملیون خلکو لاسلیکونه وکړل او د وارمخکې انتخاباتو غوښتنه یې وکړه. دوی له پوځه وغوښتل چې اقدام وکړي. دوی تر مودې د مخکې انتخاباتو غوښتنه وکړه.»

په مصر کې د حالاتو د خرابېدو له کبله په دغه هیواد کې بهرنۍ پانګونه لږه شوې، د ګرځندوی صنعت زیانمن شوی او د خلکو اقتصاد اغېزمن شوی دی.

پوځ وروسته له دې چې په ملیونونو خلک کوڅو ته راووتل او په تحریر میدان کې یې د مرسي پرضد اعتراضونه وکړل د نوموړي حکومت وپرزاوه.

په کابل او حو ولایتونو کې د مرسي په پلوۍ مظاهرې

2په کابل او څو ولایتونو کې پرون یو شمېر کسانو د جمعې ترلمانځه وروسته د مصر د پرزول شوي اسلامپال ولسمشر محمد مرسي په پلوي لاریون وکړ. د لاریونوالو د محمد مرسي عکسونه لیږدول او د مصر د پوځ پر ضد یې شعارونه ورکول.

په ننګرهار کې هم د (نهادجوانان مسلمان) ډلې لس هاوو پلویانو پرونپر محمد مرسي د کودتا او د مصر د پوځ د مداخلې پر ضد سوله ییز لاریون وکړ.

لاریون کونکو د مصر له خلکو ملاتړ اعلان کړ او د محمد مرسي پر ضد یې د پوځ کودتا وغندله.

4 thoughts on “د مصر په تاوتریخوالو کې ۳۰ تنه وژل شوي”
  1. پک دې لومړی د خپل سر چاره وکړي. دا پنځه دیرش کاله وشول چې زموږ وطن کې محشر روان دی، کوم مسلمان عرب پرموږ اوښکه توی کړه؟؟؟! په اور مو لا پترول شیندي.

  2. ښه کار ونه شو، داخوان المسلمین همدغه فان اسلامیزم باید پرټوله نړۍ کي پلی شي، له مرسی سره سترخیانت وشو ځکه چي مرسي یو منتخب ولسمشروو خو دمنتخب ولسمشرله واک نه لیري کول هغه هم پرمظاهره باندي، ډيره جالبه ده، دردوونکي ده، ټول مسلمانان پري خفه دي، خودومره هم نه چي پرخپل سرمي اور بل وي اوزه دمرسي په مینه کي دومره غرق شم چي خپلي ټولي ناخوالي ونه وینم، همدغه نږدي پنجاب ته ترګل تریخه هم ونکړم پرضدیي کړني او د ولس ژغورني لپاره هڅي خولاپرځای پریږده، خپله ویرانه دبل ودانه، همدا کارپرموږ شوی دی، موږچي پرمرسي دومره خوا بدوو نو دخپلو ناخوالو دله منځه وړلولپاره باید په عملي ډول لستوڼي بډ وهو، خو زړه ته مي ولا که لویږي

  3. مونږ په نړی کی یو واحد متحد اسلامی دولت غواړو ددی لپاره چه له مسلمانانو سره مو همکاری کړیوی او ددوی درد مونږ خپل درد ګڼلی وی نو د ظلم په مقابل کی ورسره غږ یو کوو او ددویی له حقوقو ملاتړ کوو او ددویی په ملا تړ مظاهری کوو

  4. FIRST YOU BRING PEACE TO YOUR OWN COUNTRY,BUILD YOUR COUNTRY,FIND FOOD,
    CLOTHES FOR SELF,WHAT YOU THINK.IN THE WAR OF OUR COUNTRY WHICH ISLAMIC
    COUNTRY HONESTLY HELPED,ALL ARABS DO ENJOY,DRINKING ALCOHOLES,
    YOUNG GIRLS FROM POOR COUNTRY DANCING FOR THEM.
    PAKISTANI&IRANI KILLS OUR AFGHAN BROTHERS,(they are your muslims )
    35 YEARS WE USE FROM PAKISTAN UNDER NAME ISLAM.
    PLEASE WHEN YOU WEAKUP,WHEN YOUR BRAIN BECOME SMART,
    PUNJAB DON,T WANT WE BUILD OUR COUNTRY,
    WE NEED TO SCIENCE&TECHNOLOGY,SMART POLITICAL EDUCATION.
    TO BUILD OUR ECONOMY,AGRECALTURE,SUPPORT AFGHAN NATIONAL ARMY,POLICE.
    WE HAVE TO HONESTLY SENSATION OF LOVE WITH NATION&COUNTRY.
    THANK YOU

ځواب ورکول عاصم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *