تازه خبر

پوځ اساسي قانون تعلیق کړ، پارلمان منحل کړ او د ولسمشرۍ تر نویو انتخاباتو مخکې یې له تکنوکراتانو څخه د یوه جوړ منځمهال حکومت جوړېدا اعلان کړه.

ولسمشر مُرسي د مخالفانو له څلور ورځنیو مظاهرو وروسته د پوځ ضرب الاجل رد کړی و.

مخالفان یې وروستۍ مظاهرې د مصر دوهم انقلاب بولي.

د تحریر په چوک کې د مُرسي راټولو شویو مخالفانو د پوځ د قومندان د اعلان له اورېدو وروسته د خوشالۍ نارې پیل کړې.

د مرسي د اخوان المسلمین تلویزیون خپرونې د پوځ د قومندان د اعلان په پای کې پرچاو شوې. د دې مانا دا ده چې پوځ نه غواړي چې مرسي اود هغه پلویلان د پوځ د پرېکګړې په وړاندې خپل ږغ پورته کړي.

جنرال سیسي وویل چې اساسي قانون موقتاً ځنډول شوی او په نوي منځمهال حکومت کې به ټولې خواوې ګډون ولري. دا چې محمد مُرسي اوس چیري دی، پوځ هیڅ راز مالومات نه دي ورکړي.

تازه خبر

د پوځ قومندان وینا اوري
د پوځ قومندان وینا اوري

د مصر پوځ د هیواد اساسي قانون تعلیق کړ. د دغه هیواد د پوځ عمومي قومندان جنرال عبدالفتاح السیسي د اساسي قانون د ځنډولو اعلان په تلویزیون کې وکړ.

ده وویل چې د اساسي قانون د محکمې ريیس به د ولسمشر واک په لاس کې واخلي.

د جنرال سیسي د دې خبرې مطلب دا دی چې ولسمشر محمد مرسي نور واک نه لري.

د جنرال سیسي وینا دوام لري.

همدلته یې جزییات شېبه په شېبه وړاندې کېږي.

==================================

د مصر پوځ د قاهرې کنټرول په لاس کې واخیست

تاند- په مصر کې ولسمشر محمد مرُسي ته د هیواد د سیاسي کړکېچ د حل کولو لپاره د ټاکل شوي وخت له پوره کېدو څو ساعته وروسته د دغه هیواد پوځ په قاهره کې سړکونو ته راووت او داسي ښکاري چې کنټرول په خپل لاس کې اخیستی وي.

په داسي حال کې چې مصریان له تلویزیون څخه د خپل هیواد د وروستي کړکېچ په اړه اعلان ته انتظار باسي د مرسي مخالفان او موافقان د پلازمېنې قاهرې په مختلفو سیمو کې راغونډ شوي دي.

د مصر دولتي خبري اژانس وویل چې اعلامیه به د مصر د حکومت د اپوزیسیون یو مشر محمد البرادعي او مذهبي

مرسي د ضرب الاجل تر پوره کېدو لږ مخکې د فیسبوک له لارې یوه طرحه وړاندې کړه چې پراساس یې باید یو موقت ايتلافي حکومت جوړ شي. خو د ده مخالفانو ویلي چې مرسي دا وړاندیز ډېر ناوخته کړی دی
مرسي د ضرب الاجل تر پوره کېدو لږ مخکې د فیسبوک له لارې یوه طرحه وړاندې کړه چې پراساس یې باید یو موقت ايتلافي حکومت جوړ شي. خو د ده مخالفانو ویلي چې مرسي دا وړاندیز ډېر ناوخته کړی دی

مشران اعلان کړي.

مخکې تر دې چې ټاکل شوی وخت پوره شي محمد مُرسي یو ځل بیا وویل چې له واکه به استعفا ورنه کړي.

د ښاغلي مرسي مرستیالانو د ټولنیزو شبکو له لارې ویلي چې پر منتخب ولسمشر کودتا شوې خو تراوسه پوري پوځ رسماً څه نه دي ویلي.

ناتایید شوی راپورونه وايي چې له هیواده د محمد مرسي او د اخوان المسلمین ګوند د نورو جګپوړو چارواکو پر وتلو بندیز لکول شوی دی.

پوځ په زغرګاډو کې د ښار په بېلابېلو کوڅو او واټونو کې ځای پر ځای شوی او د ښار کنټرول یې په لاس کې اخیستی دی.

راپورونه وايي چې د قاهرې پوهنتون ته زغرګاډي استول شوي چې د ولسمشر محمد مُرسي ډېر شمېر پلویان پکې راغونډ شوي دي.

په دغه پوهنتون کې د سې شنبې په ورځ پر مظاهره چیانو د ډزو په ترڅ کې لږترلږه ۱۶ تنه ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان شول.

په تحریر چوک کې د مرسي د مخالفانو مظاهره
په تحریر چوک کې د مرسي د مخالفانو مظاهره

د ولسمشر په لسګونو زره مخالفان په تحریر چوک کې راټول شوي دي. کله چې د پوځ له لوري ولسمشر ته ۴۸ ساعته ضرب الاجل پوره شو نو دوی د خوشالۍ نارې ووهلې.

مخکې تر دې چې ولسمشر مُرسي ته د پوځ له لوري ټاکل شوی وخت (د قاهرې د مازدیګر څلور نیمې) پوره شي، ده په فېسبوک کې یو پیغام خپور کړ او په هغه کې یې یو پلان وړاندیز کړ چې پر اساس یې د یوه موقت ايتلافي حکومت غوښتنه شوې ده.

څرګنده نه ده چې ولسمشر مرسي اوس چیري دی. د بي بي سي عربي تلویزیون وايي چې مُرسي په قاهره کې د پوځ د جمهوري ګارډ په مرکز کې دی. دا هغه ځای دی چې مرسي د اعتراضونو له پیله هلته اوسي.

د مُرسي مخالفان وايي چې ده له ولس سره کړې ژمنې په ځای کړي نه دي خو د مُرسي پلویان، سره له دې چې دا مني چې ولسمشر او د اخوان المسلمین حکومت وعدې نه دي پوره کړي مګر وايي چې په یوه کال کې د مبارک د رژیم د دېرشو کلونو تېروتنې او خرابۍ نه شي اصلاح کېدای.

د مرسي پلویان وايي چې نوموړی د ازادو انتخاباتو له لارې واک ته رسېدلی او دا د ده قانوني حق دی چې خپله دوره بشپړه کړي خو مخالفان یې وايی چې د مرسي پرخلاف د ملیونونو خلکو راوتل د مرسي د لېري کېدو قانوني شیوه ده.

په همدې منځ کې یو شمېر کارپوهان وايي چې په مصر کې د ازادو انتخاباتو له لارې د مرسي واک ته رسېدا په نړۍ کې اسلامي او حتي سخت دریځو اسلامي ګوندونو ته ښه پیغام واستاوه او هغه دا چې دوی له دیموکراتیکې لارې واک ته د رسېدو هڅه کولی شي. د دغو کارپوهانو په نظر پر مرسي کودتا معکوسه نتیجه لرلی شي.

که د مصر خلک او د واک خاوندان له هوښیارۍ کار وانخلي، ډېر احتمال شته چې مصر هم د سوریې په برخلیک اخته شي او هرڅه له لاسه ورکړي.

3 thoughts on “مُرسي له واکه لېري کړای شو، منځمهال حکومت جوړېږي”
  1. زه فکر کوم چي دابه ټولو د مذهب په اساس جوړو شوو رژيمونو ته يو ښه پيغام وي چې په ننۍ زمانه کې هيڅ سياسي – اقتصادي نظام په بنيادګرايی ګوندونو دوام نشي پيداکولای. سره له دې چې د مصر اخوان المسلمین په انتخاباتو کې بريالی شو خو په عمل کې معلومه شوه چې ددوی پالیسی او ارمانونه د ننۍ زماني له غوښتنو سره سمون نلري او ښه به داوي چې اسلامي هیوادونه مذهب له سياست څخه بيل او د متمدنو نړيوالو معيارونو سره ځان عيار کړي

  2. زه فکر نه کوم چه کونی مصر به هم لکه سوریه په کورنی جنګ کی اخته شی ځکه چه مصریان د سوریانو په پرتله ډیر رسیدلی دی او د ګاونډیانو له مداخلی څخه څه نا څه لری دی

  3. زه فکر کوم چه دا د مسلمانانو لپاره یوه تسره دسیسه دی چه په کار اچول شویدی که چرته په هرځای کی د مسلمانو سره مسلمانانو داسی چلند کوی نو ددی معنی دادی چه مسلمانان هم د اسلام څخه کرکه لری او تش به نوم د اسلام او مسلمانی ناری وهی محمد مرسی ډیر عالم او د مصر لپاره یو لازم شخص وو دا اسرایلود یو ی بلی دسیسی ښکار شو چه مصریان به یی ترخه عواقب وګوری خدای ج مکړه چه د مصر سرنویشت هم د سوری په شان شی او مصرمسلمان ولس دکورنی جنګ لور ته کش کړی.

ځواب ورکول روغ لیوني ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *