ليکنه :ثناءالله سليم

دتېرو څوکلونو راهېسې دمعارف وضعه څارم ،دخورا اندېښنې وړه ده ،دځوان نسل دتعليم په برخه کې وروسته پاتې والي وزورولم ،دخپل وطن او نړيوالو دښېرازۍ او پرمختګ توپېرمې دهېوادوالو په نالوستۍ کې حس کړه.
دمعارف په برخه کې روان وضعيت اوشته ننګونې په   بې ساري توګه داندېښنې وړ دی .

دلته ډېر خلک ددملي ګټو ،ارزښتونو ،بشري حقونو او ښوونځیو اوروغتيايي مراکزو ته په لاسرسي خبر دي خو ددوي د نېمګړتياوو او ننګوونو په اړه له مربوطه ارګانونو سره نه غږېږي.

ځکه که څوک اړوندې ادارې ته خپله نيمګړتيا په ګوته کړي د اړونده ادارې دښمن کېږي.

زده کړې ددې هېواد دبچيانو مسلم حق دی ،په دې اړه بايد دهرچا غوښتنې ومنل شي.

د معارف اړوند ټولې ادارې بايد دهېواد په سطحه دبې کيفيته زده کړو په اړه خپل دريځ روښانه کړي.
دهېواد مېشتي چارواکي بايد ځوانانو ته دتعليم او زده کړو په اړه نوې هيلې ورکړي او پرې نږدې چې دافغانستان دا ستره سرمايه (ځونان)دنالوستۍ ښکارشي.

داسلامي شريعت او افغاني دود او دستور له مخې بايد ښځينه او نارينه وو ته يوشان دزده کړو حق ورکړل شي او هيچاته بايد اجازه ورنه کړل شي چې دځوان کهوان دزده کړو په وړاندې خنډونه رامنځته کړي.
د ښو چوکيو معتادين نه غواړي چې معارف وده وکړي.

که دوي وغواړي دښوونځيو ،روغتونونو او عامه تاسيساتومادي او معنوي پرمختګ شونی دی .
زموږ جګړه ځپلی هېواد يوازې تعليم او سولې ته اړتيا لري زورواکان او ځاني شهرت غوښتونکي دې دځينو مادي امکاناتو دترلاسه کولو په پلمه  دخپلو پستواو نرمو څوکيو له سره دولس دبربادۍ او نالوستۍ هڅې نه کوي .

دزده کوونکو او زده کړوپه اړه بايد ننګونې محوه شي.

کله چې دمعارف په وړاندې غيرې قانوني موانع موجود وي،دزده کړو قا نونيت اومشروعيت له پوښتنې سره مخ کېږي .

اوس چې څوک معارف سمبالوي دوي ددې په سمبالښت کې پاتې راغلي، زه چې له کومه نه دمعارف عمومي وضعيت څارم استبدادي او ديکتاتوري بڼه لري، دوي دولس او زده کوونکو دغوښتنو خلاف له غيري قانوني لارو چې دمعارف په پاليسۍ کې شتون نه لري کار اخلي.

لکه: يوابتدايه ښوونځي کې چې شپږ صنفونه لري ددوه استادانو موجوديت په داسې حال کې چې دښوونځي ټول صنفونه فعال او زده کوونکي موجود وي.

په ناڅاپي ډول ديوې ناامنې  سيمې د ښوونځي د سرمعلم سره مخ شوم د ښوونځي د وضعيت په اړه مې ترې پوښتنه وکړه راته ويې ويل: په کلي کې ابتدايه ښوونځی لروچې دوسله والو له لوري هيڅ ډول ګواښ راته متوجې نه دی، خو په ښوونځي کې داخلي ستوونځې له شماره وتلې دي هغه دا چې شپږ ټولګيو ته يواځې يو استاد او يوسرمعلم درس ورکوو.

زياته یې کړه : پخوا مو قرادادي استادان لرل خو اوس هغه هم له منځه تللي ،ماورته وويل څه ډول دوي ته درس ورکوئ ګرانه نه ده ،راته وويې ويل څه درس دی خو يواځې مشغول یې ساتو یوصنف ته څه وليکو بیا بل ته لاړ شو بیا بل ته …په همدې ډول زده کوونکي مصروف ساتو.

ډېره جالبه او تعجب وړده ماشومان ښوونځيو ته ددې لپاره ځي چې استادان یې مشغول وساتي.
په معارف کې دورته ستونزو تجربه نوي نه ده پخواني حالت یې هم داندېښنې وړ وو.

د هېوادپه ښوونځيو کې ورته ننګوونې ورځ تربلې دبحران خواته روانې دي که ورته حالت مخته لاړشي ښايي معارف د خلکو دقوي غبرګون او انقلابي بدلون سره مخ شي.

د معارف په سيستم کې سياسي منتفذينو، روڼ اندو ،علماوواو ځوانانو داخېليدل د اصلاح او لارښوونې په پلمه لازمي دي بايد دا چاره تر سره شي ترڅو دمعارف په سيستم کې شته ننګوونې تر يو څه حده راکمې شي.

د عامو خلکو دزده کړود کيفيت ښه والي ته تمه منطقي نه ده ځکه که د څو لسيزو وړاندې ديو کس د شپږم ټولګي زده کړې د اوسني وخت له څوارلسم سره پرتله کړو زما په اندتقريباً په يوه کټه ګورۍ کې قرارلري.

زه ښايي دزده کړو دکيفيت ښه والي او بدوالي ته کليمات ونه لرم خو له دې یې معلوم کړئ !چې له دولسمه فارغ وي خواملا یې نه وي زده ، حتی ځينې یې له څوارلسمه هم فارغ وي خو دپښتو ليک لوست چې څوارلس کاله یې پرې زده کړې کړې وي نه شي کولای.

رب دې پر موږ دسولې او دباکيفته معارف لمر راوخېژوي.

One thought on “د معارف او زده کړو د قانونیت او مشروعيت په اړه��باورونه ”
  1. سلیم صاحب! تاسې ښه واقعیتونو ته اشاره کړې خو یوې جملې سره دې لږ ملاحظات لرم تاسې ویلی( زده کړې ددې هېواد دبچيانو مسلم حق دی ،په دې اړه بايد دهرچا غوښتنې ومنل شي) زه وایم که د هرچا غوشتنی ومنل شي نو شاید د معارف کیفیت لاپسې خراب کړي ښّ به داوی چې په کار پوه کمیتې ولرو ترڅو د شته تشې ډکې کړو

ځواب ورکول محمدشفیق شرفزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *