د معجزې تیږه

لیکوال: موریس لیلان

ژباړن: نصیر احمد احمدي

پولیسي ناول

——————————-

٤_ د مرګ پر لاره

ورونيک يواځې وه؛ دې په راوتلو رډو سترګو د خپل پلار جسد ته کتل؛ پلار يې هم خلاصې، سپينې سترګې ورته نيولې وي. ورونيک له مړينې نه ډارېده؛ هغې په دې اووه لس کاله کې داسې خوشالي نه وه ليدلې چې په ژوند پورې خپل زړه وتړي، خو د خپل يواځينې زوی فرانسوا د مرګ له لاسه يې پر زړه وېره تېرېدله. ټول بدن يې لړزې اخيستی و. اه، د مور پر وړاندې د ځوان زوی وژنه سخته وه، خو وروسته يې په زړه کې تمه پيدا شوه؛ ورسکي که هر څومه بېرحمه وي، څنګه به خپل اولاد وژني!

د څنګ له کوټې يې ټيټ غږونه واورېدل؛ ورونيک پوهېده چې ورسکي له خپلو ملګرو سره خبرې کوي. ورونيک سړه سا واخيسته؛ شونډې يې وخوځېدې:

_اه. فرانسوا، ته چېرته يې!

له کړکۍ څخه نری باد راته؛ اسمان شين و او د سمندر شنې ارامه اوبه تر ليرې ښکارېدلې.د ورونيک په ذهن کې تېر وختونه ور وګرځېدل؛ يو وخت له کوچني فرانسوا سره د همدې سمندر پر ژۍ ارامه ګرځېدله؛ وړوکی ماشوم به يې په غېږ کې ونيو؛ غومبرې به يې له ډېرو ښکلولو ور سره کړل؛ خو څو شيبې وروسته به يې همدا نازولی زوی په همدې ساحل کې وژل کېده.

د ورونيک پر اننګو تودې اوښکې راماتې شوې. ورو يې وويل:

_اه! ګرانه فرانسوا! مور دې وبخښه! زه ملامته يم؛ که مې ته يواځې نه وای پرېښی، نن به مې دا صحنه نه لېده.

په دهلېز کې ګڼ غږونه واورېدل شول؛ د ورسکي غږ تر ټولو لوړ و، هغه ويل:

_کارونه سم دي؛ تاسو دواړه کيڼ لور ته وګرځئ؛تاسو هم د ځنګله خوا ونيسئ؛ هر يو بايد خپله وظيفه وپيژني.

چوپه چوپتيا شوه؛ ورونيک سترګې پتې کړې، د يواځيني زوې د مرګ لېدل سخت و.

د ورسکي غږ يې واورېد:

_مخکې راشئ؛ هماغه ځای سم دی؛ دلته ودرېږئ!

ورونيک هماغسي خپلې سترګې پټې نيولې وي.

د ورسکي خندا يې واورېده:

_فرانسوا بايد د خپلې مور د سترګو په وړاندې ووژل شي.

ورونيک په زحمت سترګې پرانيستې؛ له کړکۍ يې د باندې وکتل؛ دوه پټ مخې کسان يو بل ته مخامخ ولاړ وو؛ په لاسونو کې يې تورې ښکارېدلې.

ورونيک چيغه کړه!

_خدايه! تر دې کوم بل لوی وحشت نشته.

يو بل ته مخامخ ولاړو کسانو سپينې جامې اغوستې وې؛ تر ملاوو يې چرمې کمربندونه را تاو ول؛ يواځې سترګې يې لوڅې وې.په دې دواړو ځوانانو کې د يوه مرګ حتمي و.

ورونيک ته هغه ليک ور په ياد شو چې له خپل ملګري پاتريس بلوال څخه يې د مرستې غوښتنه پکې کړې وه، خو د ارسن لوپن راتګ ته يې کومه هيله نه درلوده؛ دا پوهېده چې د فرانسوا مرګ نږدې دی.

ورسکي په زوره وخندل:

_ښه نو څه ته ماتله ياست؟ شروع يې کړئ!

ورونيک ورسکي ته وکتل؛ هغه مغرور ولاړ و؛ په څېره کې يې د خپګان نښه نه ښکارېدله.

ورسکي چيغه کړه!

_وخت مه ضايع کوئ!

تورې وجنګېدې. ورونيک خپل باڼه سره ور وستل، خو مورني احساس يې دې ته نه پرېښودله چې خپلې سترګې پټې کړي؛ بېرته يې سترګې پرانيستې؛ د يوه ځوان له مټ څخه وينو دارې وهلې.

د تورو شرنګا وه؛ دواړو جنګياليو هڅه کوله چې خپل حريف له پښو وغورزوي؛ يو ځل به يو مخکې شو بل به شاته لاړ، بيا به همدا صحنه د مقابل لوري په ګټه تکرار شوه. سپينې تورې لمر برېښولې.

ورونيک ناڅاپه يو څه وليدل؛ د يوه جنګيالي په لاس کې دسمال و؛ دا دسمال به فرانسوا ورسره ګرځاوه. د ورونيک له سترګو اوښکې وڅڅېدې. د فرانسوا مټ ټپي و. مور چيغې وهلې! فرانسوا… فرانسوا… خو د تورو شرنګا د هغې تر غږه لوړه وه.

فرانسوا ورو ورو کمزوری کېده، ناڅاپه توره ترې ولوېده.

ورسکي چيغه کړه!

_هله نو، ډارن هلکان مې نه خوښيږي.

فرانسوا تورې ته لاس کړ او په يوه ټوپ يې ځان تر راينلود ورساوه، خو راينلوډ په چټکۍ سره ځپل ځای پرېښود او د فرانسوا توره په هوا کې پاتې شوه. ورونيک د خپل زړه دربا په خپله اورېدله؛ خپل زوی فرانسوا ته يې دعاوي کولې.

فرانسوا په چټکی سره توره پورته کړه؛ چمن لوند و؛ د راينلوډ پښه وښويده او د فرانسوا توره د هغه پر سر راغله، خو مخکې تر دې چې توره د راينلوډ سر ته سيخه شي؛د فرانسوا پر غوږ دروند سوک ولګېد، هلک پر ځمکه ولويد، ورسکي په بيړه د فرانسوا پر ټټر کېناست.

د ورونيک سترګې رډې راختلې وې. هغی د ورسکي په لاس کې له نيولې خنجر څخه سترګې نه اړولې. د ورسکي لاس په شدت سره ټيټ شو او چاقو تر لاستي پورې د پراته ځوان ( فرانسوا ) په اوږه کې ننوت.

ورونيک سترګې پټې کړې؛ پر لاسونو يې زور راووست، خو پړی ټينګ و.

له خندا ډک نږدې غږ يې واورېد:

_د فرانسوا مرګ دې په خپلو سترګو وليد، خو ته تر اوسه لا ژوندی يې او زړه دې نه دی درېدلی!

ورونيک سترګې پرانيستې. ورسکي په سالون کې ولاړ و.

ورونيک تو کړل، لاړې د ورسکي پر مخ ولګېدې.

دروازه وټکېده او يو په عمر پوخ سړی کوټې ته راننوت. ورسکي په غوسه وويل:

_اوتو څه خبره ده؟

د اوتو ژبه بنده شوه:

_په، په، په جزيره کې يو ناشناخته سړی ليدل شوی دی.

ورسکي پر خپل مخ لستوڼی تېر کړ، ويې خندل:

_لکه چې بيا نشه يې، چټياټ وايې!

_نه صيب! ما په خپله وليد؛ کونورا هم شاهد دی؛ هغه هم همالته و.

د ورسکي د تندي ګونځې ژورې شوې:

_څه ډول سړی و؟

اوتو وويل:

_په ځنګله کې مو وليد؛ له تنې قوي مالومېده؛ کله چې يې زموږ غږ واورېد منډه يې واخيسته او په ګڼو ونو کې ورک شو.

ورونيک له ځان سره وويل:

_ډاډه يم، دا ارسن لوپن دی.

ورسکي وويل:

_ونه پوهېدی چې چېرته لاړ؟

_نه صيب! شايد په کومه مخروبه کې پټ وي.

ورسکي يوه شېبه غلی و؛ وروسته يې وويل:

_ښه نو، له دې وروسته بايد ډېر احتياط وکړو.

اوتو په وېره وويل:

_شايد يو نفر نه وي.

ورسکي په غوسه وويل:

_ورسکي ډار نه پيژني؛ که لس نفره هم وي، څه نه شي کولای. ښه ، دا ووايه چې کونورا چېرته دی؟

_له پله سره و؛ د نوي راغلي سړي د پښو پلونه يې تعقيبول.

ورسکي وخندل:

_کونورا تکړه سړی دی؛ د دې جزېرې لويشت لويشت ځمکه ور مالومه ده؛ نه شې ترې خلاصېدای.

وروسته يې ورونيک ته وکتل؛ په ملنډو يې وويل:

_ښه نو په پای کې يو څوک درپسې راغی، خو ډېر ناوخته .

د اوتو غږ يې واورېد:

_دا ښځه څوک ده؟

ورسکي په بيړه مخ ور واړاوه:

_په تا پورې اړه نه لري!

_خو موږ سره ملګري يو، بايد پوه شم.

ورسکي چيغه کړه!

_احمقه! هېر دې شول، ته او کونورا ابدي بنديان وئ، خو ما له زندانه په تېښته کې مرسته درسره وکړه؛کار مې درکړ او تاسو هم ومنله چې په پټو سترګو به زما خدمت کوئ؛ اوس په کوم جرات له خپل رييس څخه پوښتنه کوې؟ هه!

د اوتو سر وځړېد.

ورسکي د ورونيک لاسونه خلاص کړل؛ هغه يې تر مټ ونيوله او په کشولو کشولو يې تر بلې کوټې بوتله.

وخت تېر شو؛ ورونيک يواځې د فرانسوا په اړه فکر کاوه. زړه ته يې لوېدلې وه چې دا به هم په سخت مرګ مري.

شپه شوه؛ ورسکي راغی او د ورونيک سترګې يې ور وتړلې.

ورسکي په لوړ غږ وويل:

_اوتو!

دروازه خلاصه شوه؛ اوتو په وره کې ودرېد. په وېره يې وويل:

_رييس صاحب! لا هم په خپل تصميم ولاړ ياست؟

_هو، خو داسې احمقانه سوالونه مې نه خوښيږي.

اوتو غلی شو.

ورسکي وويل:

_ګاډۍ دې راوسته؟

_هو صيب.

ورسکي او اوتو په ګډه د ورونيک پښې او لاسونه ور وتړل؛ له ځمکې يې پورته کړه او په ګاډۍ کې يې پرېيسته. کونورا هم راورسيد او له اوتو سره يې په ګډه ګاډۍ ته حرکت ورکړ. باران تېز و؛ ګاډۍ په خټو او چکړو کې په زحمت مخکې تله.

ورسکي شاته وکتل؛ په غوسه يې وويل:

_دا څه دي؟

په تياره کې يې د اوتو غږ واورېد:

_صيب! د فرانسوا وفاداره سپی په موږ پسې روان دی.

ورسکي د سپي تر ګيډې پښه لاندې کړه؛ سپی يو ګز هوا ته پورته شو؛ پر ځمکه ولوېد؛ کوړنچ يې وهل ؛ په پښو ودرېد او بېرته په دوی پسې روان شو.

پر لوړو غونډيو واوره اورېدله او په واوره کې د ګاډۍ تګ قوي مټې غوښتې. وخت ووت؛ يوه باغ ته ورسېدل؛ دا باغ د ماکونوک د چمن په نوم يادېده؛ ورسکي امر وکړ چې همالته سا سمه کړي. ټول ودرېدل؛ ورسکي وويل:

_اوتو، شراب شته!

اوتو وخندل:

_اوتو له شرابو پرته ژوند نه شي کولای.

د اوږده بالاپوښ له جېبه يې د شرابو بوتل را وايست. ورسکي دوه درې غوړپه شراب وڅښل؛ بوتل يې کونورا ته ونيو:

_وڅښه، د يخني له پاره ښه دي.

اوتو وويل:

_په جزيره کې ناشناخته سړی مې له ذهنه نه وځي.

ورسکي وخندل:

_هيڅ هم نه شي کولای.

اوتو وويل:

_خو که ډېر وي، بيا!

_مه وېرېږه، خطر يواځې د سيند لخوا دی، ځکه د ځنګله لاره بنده ده؛ پلونه مې هم په بمونو والوزول؛ يواځې يوه لاره شته، د ولاندوار لار، خو دا لار هم په واورو پوښلې؛ درې ورځې مزل غواړي؛ فکر نه کوم چې څوک دې ژوندی ترې تېر شي.

اوتو وويل:

_يوه پوښتنه کولای شم؟

ورسکي وخندل:

_اوس خو دې هم خوله نه ده تړلې، له ډېرو پوښتتنو دې زړه را وخوړ.

اوتو په وېره وويل:

_د ګنج په اړه دې څه تصميم نيولی دی؟

ورسکي له کونورا څخه د شرابو بوتل ور واخيست، غوړپ يې ترې وکړ، ويې ويل:

_اوتو، د تيږې د معجزې د ګنج د نوم په اورېدو ناراحته کېږم؛ ډېره خواري مو تېره کړه، خو ډاډه اوسه، نه غواړم چې د ګنج له تر لاسه کولو پرته دا جزېره پرېږدم؛ زه بايد د اووه لسو کالونو زحمت نتيجه ووينم.

ورسکي غلی شو؛ تش بوتل يې پر ځمکه واچاوه؛ ويې ويل:

_ځئ ، ناوخته دی.

ګاډۍ حرکت وکړ؛ واوره په شدت سره اورېدله؛ د ونو په تورو څانګو کې تېز باد ننوتی و؛ يوې، بلې خواته يې سره اړولې. پاو وروسته په ګڼو ونو کې ودرېدل. ورسکي تناب ور واخيست، يوې لوڅې ونې ته چې څانګې يې مخکې قطع شوې وې، ور وخوت، په خندا کې يې وويل:

_ورونيک بايد همدلته پر صليب راوځړوو.

يو ناڅاپه غلی شو؛ غوږ يې ونيو؛ ويې ويل:

_هلکانو! د شپيلکي غږ مو واورېد؟

کونورا له لاندې ور غږ کړل:

_هو، شايد زموږ خپل کسان وي.

اوتو وويل:

_غوږ ونيسئ! پر ځمکه د ځنځير د کشولو غږ دی.

ورسکي له پورته لاسي بتی ور واچوله؛ په حيرانۍ يې وويل:

_اوتو سم وايي، هلته د ونو په مينځ کې يو څه وخوځېدل.

ورسکي بتۍ مړه کړه؛ ورو يې وويل:

په لوړ غږ مه غږېږئ!

ورسکي له ونې کښته شو؛ ويې ويل:

_اوتو! ته همدلته پاتې شه؛ زه او کونورا به شاوخوا سيمه وګورو.

ورسکي پر ورونيک ور ټيټ شو؛ د هغې ساړه غوږ ته يې خوله ور نږدې کړه؛ په ملنډو يې وويل:

_ملګري دي ډېر ناوخته را ورسېدل.

دواړو حرکت وکړ؛ يو ځای يې يو سپين جسم وليد؛ مخکې ورغلل، خو سپين جسم هم په حرکت کې و؛ ورسکي پوه شو چې انسان دی.

ورسکي او کونورا منډه ور واخيسته، خو د سپين جسم حرکت هم تېز شو. ورسکي په غوسه وويل:

_دا احمق ملنډې راباندې وهي.

دوی په منډه تر غونډۍ کښته شول؛ د پريوره مسطح ځمکو ته ورسېدل؛ ورسکي ناڅاپه ودرېد؛ ويې ويل:

_همدلته دی.

ورسکي بې حرکته ولاړ سپين جسم ته توپانچه ونيوله. چيغه يې کړه!

_حرکت ونه کړې!

ورسکي کونورا ته اشاره وکړه؛ د کونورا د توپانچې له ميل څخه دوو وتليو ګوليو د ځنګله چوپتيا ماته کړه.

ورسکي وخندل:

_بس! کار يې خلاص شو.

خو سپين جسم ونه لويد. ورسکي ور نږدې شو؛ په ونه پورې يواځې سپين کميس را ځوړند و.

ورسکي وويل!

_دا احمق څه شو!

کونورا وويل:

_هرڅوک چې دی، په چالاکي کې يې تر موږ وړې ده.

ورسکي يو ناڅاپه چيغه کړه!

_هله، ژر، منډه واخله؛ دې سړي په چل او دوکه تر دې ځايه راوستو؛ ډاډه يم چې خپله به د ورونيک ژغورلو ته ورغلی وي.

دواړو منډه کړه، خو کله چې لوڅې ونې ته ورسېدل، اوتو يې په خپل ځای ولاړ وليد. ورسکي په بيړه وويل:

_ورونيک د ځان د خلاصولو هڅه ونه کړه؟

اوتو ځواب ورکړ:

ولې نه، غوښتل يې چې وتښتې، خو د تيښتې پر ځای يې يوه مرمۍ وخوړه.

ورسکي په تياره کې د ښځې پر ټټر لاس کېښود:

خير، زړه يې دربيږي؛ تر اوسه لا ژوندۍ ده، خو دا بايد خپل مرګ په خپلو سترګو وويني. راځئ! وخت کم دی؛ ورونيک بايد پر صليب راوځړوو.

One thought on “د معجزې تیږه (پولیسي ناول) ژباړن: نصیر احمد احمدي”
  1. نابلده کس به څوک وي، ایا ورسکي به خپله مېرمن پر صلیب را و ځړوي. فکرکوم نوی پیدا سوی کس به یې و ژغوري

ځواب ورکول احمدشاه پاڅون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *