د معجزې تیږه

 لیکوال: موریس لیلان

ژباړن: نصیر احمد احمدري

پولیسي ناول

 ———————————–

۸_ د بوهم د پاچا تيږه

ارسن لوپن ورسکي ته وکتل په زوره يې وخندل:

_فکر مې کاوه چې تر ما هوښيار يې، خو داسې نه ده.

ارسن لوپن پر يوه ړنګه ونه کېناست، ويې ويل:

_يوه کيسه به  درته ووايم. د مسيح له ميلاده ١٣٢ کاله وړاندې په نړۍ کې يوه حيرانوونکې پېښه رامينځته شوه ؛  د پېښې ځای د اروپار يو ښار و؛   دې ښار ته يې بوهم يا بوهيما ويل.

د پېښی ځای د ( ژاکي مي ستال ) کوچينی ښار ښودل شوی دی. د دې ښار د لوی سيند پر دواړو غاړو يوه لويه قبيله اوسېده. يوه ورځ په دې قبيله کې جنګ ونښت ؛  دوی سوله خوښوونکي خلک وو ؛  د جنګ په علت نه پوهېدل؛  نارينه وو تورو ته لاس کړ او ښځو هم د کورونو د وسايلو په راټولولو بوختې شوې، خو د هماغه ورځې په مازديګر د قبيلې مشران د الب د سيند پر غاړه سره راټول شول ؛ تر سهاره يې د سولې په اړه خبرې وکړې.

سهار د پاچا دوې بېړۍ راورسېدې؛  د قبيلې مشران او د پاچا استازې په يوه لويه بېړۍ کې سره راټول شول ؛  د قبېلې مشرانو سوله وکړه، خو د پاچا استازو بله غوښتنه لرله. دوی غوښتل چې د قبيلې د ځوانانو په مرسته پر ګاونډيو هېوادونو يرغل ور وړي.

هغه وخت په اروپا کې وړو حکومتونو واک درلود؛  هر يوه به پر بل حمله کوله او خپل قلمرو به يې پراخاوه. دا قبيله وږې وه ؛  د ژوند له پاره يې بايد يو څه موندلي وای؛  په جګړه کې ډېر غنيمت په لاس ورته، ځکه يې  دا وړانديز ومانه.  هغه وخت به د جنګ له پاره ټوله قبيله ( واړه، زاړه، ښځې او نارينه ) تلل ؛  له همدې سببه به يې د قيمتي جواهراتو په شمول د کور ټول وسايل ورسره وړل. د دې قبيلې په جواهراتو کې يوه مثلث شکله تيږه وه چې  دې قبيلې ته يې تر هرڅه ډېر ارزښت درلود.

د قبيلې ټول اوسيدونکي په جنګي بېړيو کې سپاره شول؛  کله چې  د سر کشتۍ د درې نيمايي  ته ورسېده،  يوه مشر يوه پرده ليرې کړه او يوه ځلېدونکې تيږه ښکاره شوه. دا تيږه دوه متره پلنه او دوه نيم متره اوږده وه ؛  د تيږې پر لېدو ټولو تيږې ته سجده وکړه او د خوشالۍ غږونه پورته شول.

د پوځ مشر يوه لکڼه ور واخيسته او ويې ويل چې دا لکڼه او تيږه د يوبل له پاره مهم دي او يو بل ته قدرت ور بښي.  دا دتيږه موږ ته  په جګړو کې پياوړتيا راکوي.

دې تيږې جادويي قدرت درلود او د هغه وخت فيوډالانو هڅه کوله چې دا تيږه  تر لاسه کړي. اوونۍ تېرې شوې؛  دې قبيلې په سمندر کې خپل سفر ته دوام ورکړ؛  ډېرې سيمې يې ونيولې  او يوه ورځ د اسکاندينيا  يوه ساحل ته ورسېدل.

دوی غوښتل چې دا تيږه  په يوه مطمين ځای کې پټه کړي، خو دا ساحل ښه نه شو  ورته ښکاره ؛  له همدې امله ايرلنډ ته ورسېدل. دو ی هماغه ځای د اوسېدو له پاره غوره کړ؛  وخت ووت؛  د پوځ مشرمړ شو او د هغه لمسي د خپل نيکه ځای ونيو.

يوه ورځ يوه ګاونډي پاچا له دوی سره يو تړون لاسليک کړ، د دې تړون له مخې بايد دواړو حکومتونو پر درېيم حکومت يو ځای جنګ پيل کړی وای؛  دوی دا تيږه يوې جزېرې ته يووړه ؛  دې جزېرې ديرش پلنې ډبرېنې تختې  او قوي پلونه درلودل.

کلونه ووتل؛  دا تيږه په همدې جزېره کې ساتل کېدله، خو جزېره د ژرمن د وحشي قبيلې تر تهديد لاندې راغله؛ د پوځ او قبيلې مشرانودومره وخت ونه موند چې تيږه له جزېرې څخه انتقال کړي ؛  تيږه په جزيره کې پاتې شوه.

کال وروسته د پوځ او قبيلې تر مينځ  اختلاف راغی؛   په خپل مينځ کې يې سختې جګړې وکړې ؛  په دواړو لورو کې ډېر کسان ووژل شول او تيږه ورو ورو له ذهنونو ووته.

ارسن لوپن غلی شو، سګرټ يې ولګاوه ؛  ورسکي ته يې وکتل ؛  ويې خندل:

_دا جزېره د سارک جزېره وه ؛  هغه جزېره  چې زه او ورسکي پکې يوو.

پېړۍ ووتې؛  په دې تيږې پسې ډېر کسان وګرځېدل، خو پيدا يې نه کړه. دې تيږې زما پام هم ځانته ور واړاوه؛ څيړنې مې وکړې ؛  په هماغه لومړيو کې دې نتېجې ته ورسېدم چې دا  تيږه بايد د ګرانديش او کالوفلوري د باغ په مربوطاتو کې وي، ځکه دا پخوانۍ خرابې وې او ماکونوک هم په دې اړه معلومات راکړي وو.

ماکونوک په دې عقيده و ، چې د ګرانديش د چېنې اوبه شفا بښونکې دي؛  تيږه هم په هغه ځای کې ده چې دا اوبه سرچينه  ترې اخلي. دی په دې باور و چې دا تيږه  د هر ډول ناروغيو علاج کولای شي او  له همدې سببه يې  دې تيږې ته د مرګ او ژوند نوم ورکړی و.

ماکونوک  له پخوا راهيسې په دې تيږه پسې ګرځېده؛ يوه ورځ يې په يوه سمڅه کې يوه زړه کتابچه وموندله؛ له ليکنو يې داسې ښکارېده چې دا کتابچه د هماغه پوځ د مشر يا داښتونه دي. په دې کتابچه کې پر صليب د څلورو  ښځو د راځړولو  او دېرشو جنازو يادونه شوې وه، خو روښانه مفهوم نه ترې اخيستل کېده.

ماکونوک به خپل ټول معلومات له کنټ هرژموند  سره شرېکول، تر څو چې ورسکي دې جزېرې ته راغی او دواړه يې ووژل.

ارسن لوپن غلی شو؛ نيم سوخته سګريټ يې د بوټ تر تلي لاندې کړ؛ ورسکي ته يې وکتل، ويې خندل:

_فکر کوم چې تړلي اندامونه دې ورو ورو بې حسه کېږي.

ورسکي په غوسه ورته کتل او له درده يې خپله لاندينۍ شونډه پر غاښونو کلکه نيولې وه.

ارسن لوپن وويل:

_اوس هم نه غواړې چې د فرانسوا ځای راوښيې؟

د ورسکي په سترګو کې غوسه ښکارېدله.

ارسن لوپن وويل:

_غوږ ونيسه! پنځه دېرش کاله مخکې د بوهم په ښار کې يوې ښکلې ځوانې ښځې ژوند کاوه. دا ښځه د يوه بيروتي پروفيسور معشوقه وه؛  پروفيسور د دې ښځې په برکت د بوهم  له  دوهم پاچا سره وپېژندل. دی هوښيار سړی و؛ ډېر ژر يې د بوهم  د پاچا پام ځانته ور واړاوه.

پروفيسور له خپلې معشوقې سره واده وکړ او د ورسکي په نوم يې يو وحشي انسان نړۍ ته راووړ.  ورسکي ورو ورو لويېده؛ يوه ورځ يې مور له يوه حيرانونکي راز څخه خبر کړ؛ زوی ته يې وويل چې د سارک په  جزېره کې يوه قيمتي ډبره پرته ده او که ته دا تيږه تر لاسه کړې نو د بوهم پاچا به شې.

ورسکي لوی شو؛ خو  نا ارامه ذهن يې دې تيږې په مخه کړی و؛  ورسکي په نړيواله جګړه کې ګډون وکړ او له جګړې وروسته  زندان ته  ولوېد، خو لا يې هم د معجزې تيږه په ياد وه. ورسکي  له زندانه وتښتېد؛ د سارک جزېرې ته راغی او په ټوله جزيره کې يې وحشت خپور کړ.

ورسکي  خپلې لومړنۍ ميرمنې الفرايډ ته دنده ورکړه چې کنت هرژمون وڅاري او کله چې جزېرې ته د خپلې دويمې ميرمنې ورونيک له راتګه خبر شو،  پر صليب د هغې د ځړولو فکر په مخه کړ.

ورسکي به ډېر وخت له خپلې لومړنۍ ميرمنې او ملګرو سره د ويرانو په سمڅو کې تېراوه؛ دوی زحمت وايست او په دې  پوه شول چې د معجزې د تيږې د لاسته راوړلو لومړنی شرط په صليب د څلورو ښځو راځړول دي.

خو ماکونوک د دوی په راز وپوهېد او په دې هڅه کې شو چې دوی ته دوکه ورکړي.يوه شپه سمڅې ته ورغی او په پټه يې د ورسکي او  د هغه د ملګرو جلسه  ولېده. ده د تيږې د پيدا کېدو په اړه غلطه نقشه وايسته او کاغذ يې تر خاورو لاندې کړ؛ دا نقشه د ورسکي لاس ته ولوېده؛ هغه دوکه وخوړه او په تقلبي نقشه يې باور وکړ، ځکه د يو څه مودې له پاره په نورو خرابو کې ګرځېده.

ما دا هر څه د ماکونوک د خاطراتو په کتابچه کې ولوستل.

ارسن لوپن د خپل بالاپوښ له جېبه يوه زړه کتابچه را واېسته، ويې ويل:

_خو دا اصلي پاڼې دي؛ غوږ ونيسه! ځينې برخې به يې  درته ووايم.

_د سارک په جزېره کې به وحشت خپور شي؛ د مرګ کوټه، پر صليب را ځړول شوې څلور ښځې، اور او حيرانونکي غږونه، د معجزې تيږه چې هم مرګ ورکوي او هم ژوند بښونکې ده…

دا پېړۍ وړاندې د دې تيږې د ترلاسه کولو له پاره د پوځ د يوه مشر  شرطونه دي، خو ورسکي په دې خرافاتو باور وکړ  او جزېره يې په وحشت بدله کړه.

2 thoughts on “د معجزې تیږه (پولیسي ناول) ژباړن: نصیر احمد احمدي”
  1. ښکلی پولیسي ناول وو هرې برخې ته مې تلوسه وو خو فکر کوم دایې اخیرې برخه وه

ځواب ورکول pardes khpalwak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *