د معجزې تیږه

لیکوال: موریس لیلان

ژباړن: نصیر احمد احمدي

«د معجزې تیږه» د نامتو فرانسوي لیکوال موریس لیلان د مشهور جنايي کرکتر ارسن لوپن پولیسي ناول دی چې تکړه لیکوال نصیر احمد احمدي په داسي روانه ژبه ژباړلی چې که اروپايي نومونه پکې نه وای ممکن تصور مو کړی وای چې خپله لیکنه یې ده.

د دې ناول اتل (ارسن لوپن) وروسته دومره مشهور شو چې ګڼې کیسې پرې ولیکل شوې او فلمونه پرې جوړ شول.

موریس لیلان د ۱۸۸۷ م کال د دسمبر په ۱۱ مه د فرانسې په برن ښار کې زېږېدلی.

دا ناول په څو برخو کې د تاند لوستونکو ته وړاندې کېږي.


١_ ورونيک دوهرژمون:

ورونيک خپلې اوښکې پاکې کړې، مخامخ ولاړې ځوانې ښځې ته يې وکتل. په غريو کې يې وويل:

_هونوريک ، خبرو دې ووېرولم، ووايه! زما پلار دې په خپلو سترګو وليد؟

هونوريک د سارک د جزېرې يوه ځوانه ميرمن وه. دې د کاسکي د دهقانانو غوندې خبرې کولې او په څېره کې يې د معصوميت نښې له ورايه ښکارېدلې.

هغې يوه سړه سا وايسته، ويې ويل:

_ميرمن ورونيک، تاسو د وروستي وحشت په اړه ناخبره ياست؛ د سارک د جزيرې اوسېدونکي مرګ په خپلو سترګو ويني؛ يواځې يوه مياشت مخکې جزېرې ته يو ناپېژانده کس راغی؛ دا سړی تر اوسه چا نه دی ليدلی، خو په خلکو کې ګونګوسې خپرې شوې، چې دی د هغو المانيانو له ډلې يو دی چې غلا کوي او خلک وژني. داسې ورځ دې نه وي چې د ساحل په څنډو او ځنګله کې يو، دوه مړي ونه موندل شي.

ميرمن هونوريک غلې شوه، ورونيک ته يې وکتل ، ويې ويل:

_د دې جزېرې په يوه متروک کور کې د څلورو صليبونو نښه وليدل شوه؛ دا صليبونو په وينو ککړ وو؛ لاندې يې يوه جمله ليکلې وه:

(( څلور صليبه _ څلور جنازې )). په بل کور کې يې څلور کسه پر صليب راځړولي وو، له دوی سره هم يو ياداښت پروت و: (( د مړو دا شمېره بايد دېرشو ته ورسېږي )). اوس د جزيرې د اوسېدونکو په مينځ کې وحشت پروت دی؛ يوه مياشت مخکې له دې جزيرې څخه د وتلو هڅې پيل شوې؛ هره ورځ ډله ډله خلک جزيره پرېږدي او په خپله مخه ځي. خلک ان له خپلو سيورو هم وېره لري . هو رښتيا، تېره اونۍ له خپلو څو ملګرو سره له جزېرې ووتم؛ سودا مو اخيسته؛ مور، پلار او وړه خور مې د جزېرې په لاندېنۍ برخه کې پاتې شول، خو اوس د دوی ژوند ته کومه تمه نه لرم.

هونوريک غلې شوه، ورونيک ته يې وکتل، د هغې په سترګو کې اوښکې ځلېدلې.

ورونيک ښکلې ميرمن وه؛ زيږې سترګې يې درلودې، خو په دې ښکلو سترګو کې درد او اندېښنه له ورايه ښکارېدل.

ورونيک په پېغلتوب کې تر دې لا ډېره جذابه وه؛ هغه وخت يې د بوهم په ښار کې له يوه ځوان سره وپېژندل؛ ځوان ورسکي نومېده، خو ورونيک ته يې لا په هماغه اوله ورځ خوند ورنه کړ. دا نه پوهېده چې دا ځوان څوک دی او پخوا يې څه کول، خو د ورونيک د پلار ( کنت هرژمون ) د ټينګار له لاسه هغې له دې ځوان سره واده وکړ. کال ووت؛ زوی يې پيدا شو چې نوم يې فرانسوا ورباندې کېښود. د ورونيک پلار او د هغې خاوند په پيل کې يو بل ته ګران ول، خو وروسته يې تر مينځ خړې اوبه تېرې شوې، ان څو ځله يې يو بل په سپکو ټکو ياد کړل.   ورونيک نه پوهېدله چې اصلي خبره څه ده؛ يواځې دومره احساس ور لوېدلی و چې د دې د خاوند او پلار تر مينځ توره پيشو تېره ده. دا وېره يې وروسته لا پسې ډېره شوه، دې ته داسې ښکارېدل چې ورسکي د دې د پلار د وژلو پلان لري.

دا اندېښنه يې ډېر ژر په واقعيت واوښته؛ ورونيک يوه ورځ د پلار کوټې ته ورغله؛ سترګې يې رډې راوختې؛ د ورسکي په لاس کې تېره چاړه ښکارېدله. ورسکي قوي ځوان و؛ په اسانی سره يې د ورونيک پلار پر ځمکه پرېباسه او پر ټټر يې کېناست.

ورونيک چيغه کړه، خو خاوند يې د دوهمې چيغې وار ورنه کړ، دروند سوک يې د ښځې ژامې ته سيخ شو او هغه بې سده پرېوته. کله چې يې سترګې رڼې کړې، ورسکي په کوټه کې نه و. دې په خپل پلار پسې سترګې ورغړولې، هغه کونج ته غلی ناست و. ورونيک ور وښوېده، په کمزوري غږ يې وويل:

_شکر چې ژوندی يې.

کنت هرژمون د خولې له کونج څخه په راوتلې وينه لستوڼی تېر کړ، په ستړې غږ يې وويل:

_هو، سا راکې چليږي.

ورونيک وويل

_دا جنايتکار چېرته لاړ؟

_بيا به يې ونه وينې.

ورونيک په حيرانی خپل پلار ته وکتل:

_ولې؟

د پلار تندي يې ګونځې پيدا کړې:

_لورې، هيله کوم ، په دې اړه نورې پوښتنې مه رانه کوه، زما او د ورسکي تر مينځ يو وحشتناک راز دی؛ نه يې شم درته ويلی؛ بل څوک بايد ورباندې پوه نه شي.

ورونيک يو ناڅاپه وژړل او ځان يې د پلار غېږې ته ور واچاوه.

کنت هرژمون وويل:

_نور به هغه دلته رانه شي.

ښځې په ژړا کې وويل:

_هيله کوم، علت يې راته ووايه.

پلار يې وويل:

_روسکي د بوهم د يوه پخواني پاچا کړوسۍ دی؛ ده د بوهم اوسني پاچا ته جاسوسي کوله او زه له څه وخته راهيسي په دې حقيقت پوه وم. ما د پوځ يوه مشر ته خبر ورکړ؛ ډاډه يم، ورسکي به تر څلرويشتو ساعتونو ونيول شي اوخپله سزا به وويني.

د ورونيک چيغو زور واخيست:

_اه، نو زما زوی فرانسوا به بې پلاره شي!

د کنټ هرژمون د تندې ګونځې لا پسې ژورې شوې:

_هو، خو نه غواړم خلک په دې پوه شي چې فرانسوا د هغه زوی دی.

ښځې په ژړا کې وويل:

_نور څه نه شې ويلئ؟

_نه، کومه بله پټه خبره نشته، خو زما او ورسکي د رازونو په اړه بله پوښتنه مه کوه، هيله کوم، که درته يې ووايم، زړه به دې له وېرې وچاودي.

سړی غلی شو، لاړې يې تو کړې؛ وينه پکې ګډه وه؛ ويې ويل:

_له دې رازونو زه په خپله هم ويرېږم؛ په موږ کې بايد يو مړشي، زه يا ورسکي.

ورونيک، د خپل پلار پښو ته ور ولېده:

_اه! پلاره، تاسو نوره هم په وحشت کې واچولم. هغه کومه پېښه وه چې تاسو دواړه يې سره دښمنان کړئ؟ هيله کوم، ووايه! زه بايد په دې خبرو پوه شم.

کنت هرژمون سوړ اسويلی وايست:

_دا راز د فرانسې په تېر تاريخ پورې اړه لري. که ورسکي په دې مبارزه کې بريالی شي، هيڅوک به د هغه مخه ونه شي نيولای، خو خدای د وکړي چې زما اندېښنه بې ځايه وي.

_پلاره! تا وويل چې ورسکي به زنداني شي؛ نو ولې ويرېږې؟

کنت هرژمون په خبره کې ور ولوېد:

_هو، خو که له زندان وتښتي، بيا!

يوه شېبه دواړه غلي شول؛ ورونيک د ورسکي په بېلتون نه وه خپه ځکه له لومړۍ ورځې يې هغه نه خوښېده، خو د خپل زوې فرانسوا راتلونکي يې زړه خوړ.

کنت هرژمون وويل:

_ورونيک، غوږ ونيسه چې څه درته وايم.

ورونيک سرې سترګې ور واړولې.

پلار يې وويل:

_زما او د ورسکي د جګړې په اړه بايد هيڅوک هم خبر نه شي؛ پوهېږم چې ورسکي ستا خاوند دی، خو خبره خلاصه شوه؛ ته بايد د بوهم يوه ليري پراته کلي ته لاړه شې او هلته په هغه کور کې واړوې چې ماته له نيکونو راپاتې دی.

ورونيک وپوښتل:

_او ته؟

_ له فرانسوا سره د سارک جزېرې ته ځم.

ورونيک په حيراني ويل:

_د سارک جزيره؟

_هو، سارک د فرانسې يو ليرې پروت ټاپو دی؛ هلته ډېر خلک نه ورځي؛ اوسېدونکي يې هم تر يونيم سلو کورنيو نه اوړي. د جزېرې ساحل له اوارو تېږو ډک دی. له لوړو_ ژورو يې مختلفو ونو سرونه راپورته کړي؛ بس نور څه نشته، اوارې تېږي او شنه ځنګلونه؛ له همدې امله په اونۍ کې يواځې يو ځل يوه مساپر وړونکې وړه بېړۍ ورځي او بس.

ورونيک په حيرانۍ وپوښتل:

_خو ته ولې دې جزېرې ته ځې؟

_دا زما شخصي راز دی؛ په بل چا پورې اړه نه لري. فرانسوا هم ځکه راسره بيايم چې هغه ځای محفوظ او له خطر څخه خوندي دی. کېدای شي چې ورسکي د خپل زوی د تښتولو له پاره يو څه وکړي.

_نو زه له تاسو سره نه شم تلای؟

_دا بيا وروسته خبره ده، که مې وخت وموند، نو احوال به درکړم او په پټه به د يو څو ورځو له پاره جزېرې ته راشې.

ورونيک غلې شوه، هغه پوهېده چې پلار يې له خپلې خبرې نه اوړي.

مياشت ووته؛ ورونيک د پلار د استولي پيغام په واسطه وپوهېده چې ورسکي نيول شوی دی. وروسته د ورونيک پلار له خپل لمسي، فرانسوا سره د سارک جزيرې ته لاړ. ورونيک به هم کله کله د پلار په اجازه د زوی لېدو ته ورتله، خو هلته يې د ډېر وخت له پاره د پاتې کېدو اجازه نه درلوده.

خو ورونيک تر اوسه لا د پلار په راز نه وه پوهېدلې. يوه ورځ د ماکونوک په نوم يوه بېړۍ چلوونکي ورته وويل چې پلار يې ډېر وخت په ځنګله کې تفريح کوي او کله کله هم د جزيرې په پخوانيو ويرانو ( خرابو) کې په يو څه پسې ګرځي. داسې لکه د يوه لوی ګنج په پيدا کولو پسې چې سرګردانه وي.

د کنت هرژمون کور د يوې شنې غونډې پر سر و؛ په دې کور کې يو بل سړی هم اوسېده؛ استفان مارکس نوميده او دا سړی د فرانسوا معلم و. کنت هرژمون په دې سړي باور درلود او د هغه له لارښونو سره سم به يې خپل پټ کارونه پر مخ وړل.

استفان مارکس يوه ورځ پر ورونيک زړه بايلود او د همدې پاکې ميني له امله فرانسوا لا ورباندې ګران شو. کنت هرژمون عاقل انسان و؛ ذهن به يې ژر خلاصېده؛ په لنډ وخت کې وپوهېد چې معلم يې پر لورمين دی. خو نه يې غوښتل چې د خپل ماموريت تر پايته رسېدو مخکې د خپلې لور د واده په اړه کوم تصميم ونيسي. ده له استفان سره ژمنه وکړه، هر وخت چې خپل هدف تر لاسه کړي، له هغه وروسته به يې له و رونيک سره د واده غم وخوري.

پنځلس کاله تېر شول؛ په دې موده کې د ورونيک زړه ته ولوېده چې پخوانی خاوند (ورسکي) به په زندان کې مړ شوی وي. خو لا هم کنت هرژمون استفان ته د دې اجازه نه ورکوله چې له لور سره يې واده وکړي.

د وخت په تېرېدو سره د سارک د جزېرې سکون په نا ارامۍ بدل شو؛ په خلکو کې ګونګوسې شوې، چې په جزيره کې غله او قاتلين پيدا شوي او د خلکو مال او ژوند ګواښي. دا اوازې ورځ په ورځ ډېرېدلې ان د کنت هرژمون زړه هم وحشت ونيو؛ له همدې امله يې ورونيک ته د يو چا په لاس احوال ور ولېږه چې جزېرې ته راشي او خپل زوی فرانسوا له ځان سره بوځي.

دا احوال لېږونکې ميرمن هونورين وه چې ورونيک ته يې د جزېرې د وحشت کيسې کولې. هونورين ويل:

_ميرمن ورونيک، تاسو ډېره موده له جزېرې ليرې ياست، خو جزيره بدله شوې ده؛ هغه پخوانی امن نه دی پکې پاتې. پوهېږې! داسې ورځ دې نه وي چې يو يا دوه مړي ونه موندل شي؛ وضع خرابه ده او د حالاتو د ښه کېدو تمه هم نه ليدل کېږي. د استفان مارکس غوښتنه دا ده چې پلار دې بايد جزيره پرېږدي، خو هغه سرټمبه سړی دی؛ تر اوسه يې د استفان خبره نه ده منلې.

تېره شپه له ځنګله پرله پسې ډزې راغلې؛ خلکو چيغې وهلې، خو هېچا دومره زړه نه درلود چې نږدې ورشي او په دې ځان پوه کړي چې څه خبره ده. نيمه شپه مو حيرانونکي غږونه واورېدل؛ د غونډۍ له سره د ساحل څنډې ښکارېدلې.

ورونيک وويل:

_نو په ځنګل کې غله دي؟

_نه پوهېږم! تر اوسه چا نه دي ليدلي؛ څنګه به يې وينې؛ د جزيرې اوسېدونکو ته چې دزمري زړه هم ورکړې ، نو ځنګله ته د تلو جرات نه لري.

ورونيک په خبره کې ور ولوېده:

_ښه، نو هغه غږونه د څه وو؟
هونورين وويل:

_د جزېرې اوسيدونکي په بيړيو کې تښتېدل!

_او پلار مې پاتې شو؟

_هو، د خلکو په تېښته خوشاله و، ويل يې چې ښه زيری دی، غله به پوه شي چې په دې جزيره کې د لوټلو له پاره څه نشته، بس، دا نا اميدي به يې له دې جزيرې ورک کړي.

_او فرانسوا څه کوي؟

_هغه ډېر وخت په ښکار تېراوه، استفان مارکس به تل ورسره و، خو په وروستيو څو ورځو کې دواړه له کوره نه دي وتلي.

ورونيک سړه ساه واخيسته، ويې ويل:

_بايد ډېر ژر جزېرې ته لاړه شم او خپل زوی وژغورم.

د هونورين سر وځړېد:

_خو په دې شرط چې تر اوسه ژوندی وي.

ورونيک فکر په مخه کړه؛ له نيولې څېرې څخه يې داسې ښکارېدل چې ذهن يې پخوانيو خاطرو نيولی دی؛ وروسته يې سر هسک کړ:

_څه وخت حرکت کوو؟

_سبا سهار

ورونيک وويل:

_هونورين! په جزيره کې وضع خرابه ده؛ موږ بايد له وسلې پرته هلته لاړ نه شو؛ يو ملګری مې دی، پاتريس بلوال نوميږي. پخوانۍ تقاعدی افسر دی؛ هغه يو دوست لري چې دن لوی پرنا ورته وايي، خو زه ډاډه يم چې دا هماغه ارسن لوپن دی.

هونورين په حيرانۍ وويل:

_ارسن لوپن؟ هغه خو مړ شوی.

_نه ، ارسن لوپن دومره په اسانۍ نه مري؛ په يوه ميلمستيا کې مې له پاتريس بلوال او ميرمن کورالي سره وپېژندل.  پاتريس بلوال مهربانه سړی دی؛ ده په ميلمستيا کې دن لوی پرنا راوپېژاند، مامان کورالي ويل چې دی يو بل نوم هم لري، ارسن لوپن.

هونورين وويل:

_ښه، له دې سړي څه غواړې؟

_پاتريس بلوال ته يو خط ليکم او هيله ورنه کوم چې مرسته راسره وکړي.

_په دې مانا چې ارسن لوپن د سارک جزېرې ته راغواړې؟

_هو

_او که ستاسو خبره ونه مني، بيا؟

_ارسن لوپن هيڅوخت د پاتريس بلوال غوښتنه نه ردوي.

_په هر صورت، موږ بايد سبا وخته حرکت وکړو؛ که له يکشنې خبره واوښته، بيا جزيرې ته تر بلې اونۍ کومه بېړۍ نه ځي.

_سمه ده، همدا اوس هغه ته خط ليکم او تر سبا سهاره به هر څه چمتو وي.

ورونيک دا وويل؛ پر څوکۍ کېناسته؛ قلم او کاغذ يې ور واخيستل؛ ويې ليکل:

ښاغلي پاتريس بلوال:

تېره اونۍ مې تاسو ته وويل چې زما پلار کنت هرژمون او زوی مې فرانسوا د سارک په جزېره کې له خطر سره مخامخ دي؛ نيت مې دی چې سبا سهار وخته د سارک د جزيرې په لوري حرکت وکړم، له تاسو څخه هيله کوم چې خپل ملګري ښاغلي لوی پرنا ته وواياست چې د مرستې له پاره جزېرې ته راشي.

په درنښت

ورونيک دوهرژمون

نور بیا

2 thoughts on “د معجزې تیږه (پولیسي ناول) ژباړن: نصیر احمد احمدي”
  1. په زړه پوري انځورونه لري
    و به ګورو، چي دوی به جزیرې ته ولاړسي سي کنه، خپل زوی به په څه حالت کي و مومي او لويي پرنا به سارک جزیرې ته پسي ور سي کنه

ځواب ورکول احمدشاه پاڅون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *