له نن څخه تقريباً څلور پنځه کاله وړاندې په کابل کې يو ملي بس ته وختم چې تر کوره لاړ شم، په ملي بس کې د کېناستو ځاى نه وو، نو په دې خاطر زه په ملي بس کې ودرېدم، کله چې ملي بس حرکت وکړ لس دولس دقيقې چې تېرې شوې زما رنګ تک سپين شو، زړه مې بد بد شو او داسې حالت راباندې راغى ما ويل کې همدا اوس غورځېږم، نو ژر د ملي بس په پياده رو کې کېناستم، چې کېناستم نو لږ مې زړه ښه شو، خو بيا هم زړه مې تنګ شو او ملي مې ودراوه، له ملي بسه ښکته شوم. د سړک پر غاړه مې لږ دمه ووهله او يو جوس مې هم وڅښه، تر دې وروسته مې حالت ښه شو. کله چې ډاکتر ته لاړم او دغه حالت مې ورته بيان کړ، ډاکتر راته وويل چې د معدې تکليف لري، د معدې لپاره يې د دوه مياشتو دوا راکړ هغه مې وخوړه، خو کوم خاص تاثير يې ونه کړ، بيا په کابل کې کېشا روغتون ته لاړم، هلته مې ټول معاينات وکړل، هغوى راته وويل چې ته د معدې زخم لرې، هغوى هم د دوه مياشتو دوا راکړه هغه دوا مې هم وخوړه، خو زما دغه مشکل ورسره ښه نه شو، بيا پېښور ته لاړم هلته مې هم له يوه ډاکتر څخه د دوه مياشتو دوا واخيسته هغه مې هم وخوړه، خو هغې سره هم ښه نه شوم او بله دا چې د پښتيو په اخري برخه کې راته کله کله داسې درد پيدا کېږي لکه څوک چې مې معده په چاکو وهي، خو د ډېر کم وخت لپاره دوام کوي يا يوه دقيقه يا دوه دقيقې دوام لري، خو اوس هم کله چې يو څو دقيقې له چا سره په ولاړه خبرې وکړم او يا په يوځاى څو دقيقې ودرېږم، نو همغه حالت راباندې راځي، رنګ مې ژېړ شي، سترګې مې تورې تورې شي، زړه مې بد بد کېږي، ان لکه ضعف چې راباندې راځي. محترم ډاکتر صيب که په دې اړه کومه  لارښوونه، دارو درمل او يا معلومات راکړئ نو منندوى به مو يم.

ضياءالرحمن ضياء

کابل- افغانستان

 ځواب :

 دغه دواړه پوښتنې کابو یو شان دي او دمعدې او هاضمي سیستم دستونزوله امله دي په دې تفصیلي ځواب کې به هڅه وکړم دواړو ته ځواب پيدا کړم  خو ترهغه وړاندې دغو قدرمنو ته سپارښتنه کوم چې که ممکنه وي خپل ټول معاینات دې وکړي  او دمعدې دزخم او خولې ته د تروو اوبو دراتلو دناروغیو د تشخیص لپاره  دنورو معایناتو ترڅنګ  انډوسکوپي ډیره اړینه ده که تاسو نور معاینات کړي وي خو اندوسکوپي مو نه وي کړي ښايي تشخیص داټکل په اساس شوی وي  پر دې سربیره په انډوسکوپي سره له معدې مواد اخیستل کیږي ترڅومعلومه شي چې ناروغ (دهیلیکو باکټرپیلور)په نامه میکروب لري که نه ؟ په هرصورت زه به دمعدې د دردونو او زخم په هکله  او دغه راز دسرګرځیدا یا ضعف په هکله چې ډاکټران ېې سینکوپ بولي هم معلومات درکړم لومړی به په  لنډه توګه دا ووایو چې ضعف یا سینکوپ څه ډول ستونزه ده  اوله معدې سره هم آیا تړاو لري که نه ؟.

ښاغلي ضیا الرحمان ویلي چې څوکاله مخکې  په ملي بس کې ېې سروګرځید او سترګې ېې تیاره تیاره شوې له هغه وروسته اوس هم کله چې ډیرودریږي دغه ستونزه ورته  پيدا کوي او د معدې ناروغي پکې تشخیص شوې ده   غوره ده  زموږ هیوادوال دخپلو نارغیو په هکله څه نا څه معلومات ولري  چې ضعف یا سرګرځیدل ولې رامنځته کیږي  او دا څه ډول ستونزه ده بله دا چې دمعدې له زخم سره آیا تړاو لري ؟آیا هرڅوک چې دمعدې زخم لري دهغه سرهم ګرځي ؟ددغو پوښتنو ځوابونه منفي دي  ددې لپاره چې دسرګرځیدل او ضعف د ډیرو نورو ناروغیو نښه هم ده . ددې لپاره چې په  دغو خبروښه پوه شو لومړی به قدرمن ضیا لرحمان ته  ووایم چې  ضعف څه ډول ناورغي ده  .

ضعف یا دسرګرځیدا  ته چې سړی له خوده په موقته توګه بې خودۍ ته ځي په طبابت کې سینکوپ Syncope))وايي  او په دې حالت کې ناروغ ګروهنه پیدا کوي چې په ځمکه کیني او یا سمدستي څملي سترګې ېې تیاره تیاره کیږي او کله هم ور سره کانګي کوي دغه حالت موقتي وي ا و په لنډه موده کې بیرته سړی په حال شي  کله ناکله دیوې نارغوۍ نښه وي خو ډیر ځله له خا صې ستونزې پرته کله چې دناروغ دوینې خواږه کم شي او یا په هردلیل مازغو ته وینه ونه رسیږي  نو ضعف کوي ، کله چې سړی ضعف کوي باید حتماُ دهغه علت  پيدا کړاي شي او دا یوازې دمعدې دناروغۍ له امله نه رامنځته کیږي

دضعف ځینو علتونو ته به اشاره وکړو:

–         سترس او هیجان .

–         دوینې دفشار کمیدل په هرعلت چې وي مثلاً دوینې کمی او یا بل کوم بدلون .

–          ډیره ګرمي اویا دبدن داوبو کمی .

–         دزړه نامنظم ټکان (اریټمیا ).

–          غیرطبیعي زړه .

–         په سږو کې دوینې لخته کیدل یا پڼیدل .

–         دکاروټید په نامه په غاړه کې پریوه شریان فشار .

–         کمزوري او  دغه راز ډیرې نورې  ناروغۍ هم شته چې دغه ستونزه پيدا کولاي شي هغه کسان چې چینجي لري اویا دمعدې ستونزې لري هم ممکنه ده له دغه حالت سره مخامخ شي  تجربې ثابته کړې ده دمعدې په پرتله هغه کسان چې د کولمو التهاب لري ډیر ضعف کوي .

 کله چې   یو کس  ضعف کوي  یو لړ خاصې نښې نښانې ېې په وجود کې پيدا کیږي  دمثال په توګه  په ضعف یا موقتي بې خودۍ. دتودخې  احساس ، کانګې ،دسترګو دنظرتیاره تیاره کیدل او دپوستکي درنګ سپین کیدل سربدالي  او داسې احساس چې سرسپک شوی دی  ،دلاسونو اوپښنو خوله کیدل ، او بالاخره په ځمکه لویدل  ترسترګو کیږي  دغه محترم لوستونکي چې ویلي دي ټول معاینات کړي یا له هغه وروسته معلومه شوه چې علت دمعدې دی نو دغه خبره ښايي سمه وي خو له بده مرغه په افغانستان کې دپرمختللو معایناتو امکانات نه شته چې په معده کې موجوده اصلي ستونزه پیدا کړی شي ډیرځله ډاکټران د اټکل په اساس درمل ورکوي خو په نورو هیوادونو کې له انډوسکوپي پرته دمعدې دزخم درمل نه ورکول کیږي مګردا چې یو معمولي التهاب وي .

په هر صورت هغه کسان چې ضعف کوي او .کله چې ډاکټر ته مراجعه کوئ باید ټولو هغوپوښتنو ته ځواب ورکړل شي  چې له تاسو څخه کیږي ځکه چې په ضعف کې  دنورو ناروغیو تاریخچه  ډیر ارزښت لري  او هغه څه چې دضعف په وخت پیښ شوي دي د ډاکټر لپاره ارزښت پيدا کوي هغه کسان چې ضعف کوي باید دهغوي دزړه ګراف حتماً واخیستل شي دغه راز په پرمختللو هیوادونو کې په معمولي ډول که څوک ضعف وکړي پر ګراف سربیره  دهغوي دزړه یوبله معاینه کیږي چې نوم ېې ایکو کارډیو ګرام دی  ترڅو دزړه ټولې ستونزې رد شي  حتي د  Holter monitor په نامه معاینات هم ترسره کیږي چې دزړه دریتم ۲۴ ساعته ثبتول دي  او دغه راز په تخت پروت دناروغ دوینې فشار او دزړه ضربان اندازه کیږي .

په هرصورت هغه څه چې اهمیت لري دا دي چې باید ددې ضعف اصلي علت  پیدا شي ترڅو چې اصلي علت نه وي پيدا شوی درملنه به ګټه و نه لر ي البته د معدې ستونزه هم ممکنه ده دضعف سبب شي  البته دا ډیره عامه خبره نه ده خو په عموموي معایناتو سره دغه تشخیص وضع کیږي  دا چې ستاسو دمعدې زخم تشخیص شوی دی نو غوره ده په دې ناروغۍ او د غه راز دمعدې پرسوي او درد ډیرې خبرې وکړو خو دسرد ګرځیدا مسله هم تعقیب کړئ او له معدې پرته نور ټول   علتونه باید رد شي .

 تردې وړاندې چې دمعدې د زخم په هکله خبرې وکړوغوره ده  دقدرمن لوستونکي  عبید پوښتنې ته هم  ځواب ووایو چې پوښتنه ېې کړې زما معده هره ورځ سوزیږي اوتروي اوبه مي تري خولي ته راځي ماته څه کول پکاردي ترڅوزه هماغسي وکړم؟ کله چې دغه پوښتنه ځواب کړو بیا به ستاسو دپوښتنې بلې برخې ته راشو چې د معدې دزخم په هکله ده ځکه چې دغه د معدې سوی هم ښايي دزخم لومړنۍ نښې وي .

خولې ته  د تروو اوبو راتلل او د مرۍ دلاندې برخې یا دمعدې دسر سوی  ډیرځله مرۍ ته  دمعدې دتیزابو داوښتو له امله پيدا کیږي چې ډاکټران ېې دمعدې رفلکس بولي .

د معدې سوی او یا مرۍ ته د تروو اوبو راتلل  ممکنه ده له ډیرو خوړو وروسته رامنځته  شي  یا ممکنه ده په خوب کې دغه ستونزه پيښه شي او له څو شیبو ترڅوساعتونو پورې دوام کولاي شي.

د دې نارغۍ دتشخیص لپاره هم انډوسکوپي  اړینه ده  خو کله چې  د مرۍ او معدې ترمنځ  والف یا عضلاتي حلقه  بنده  نه شي  او په نتیجه کې  د معدې اسید  دمرۍ په لور واوړي دغه ستونزه پيښیداي شي  کله چې د معدې اسید مرۍ  ته واوړي نو مرۍ تخریش کیږي ځکه چې دمرۍ مخاط یا داخلي پوښ د معدې په شان ددغو تیزابو په وړاندې مقاومت نه لري  نو په نیتجه کې د مرۍ یا دمعدې دسرد سوي او درد سبب کیږي .ښايي له ډیرو خوړو وروستهډیرکسان  له دغسې ستونزې سره مخامخ شوي وي  او دغه تجربه به ولري.

 کله چې  ډوډۍ وژول شي له مرۍ څخه معدې ته ځي او  کله چې معده له مرۍ سره یوځاي کیږي دلته یو حلقوي عضله شته چې په طبابت کې  ېې(SPHINCTER) بولي او دغه عضله دیو والف یا دروازې په شان عمل کوي کله چې خواړه له مرۍ معدې ته ننوتل دغه حلقوي  عضله بندیږي او اجازه نه ورکوي خواړه بیرته دمرۍ په لور ستانه شي خو کله چې دغه حلقوي عضله خرابه شي او یا لیک وکړي دمعدې مواد او اسید دمرۍ په لور ستنیږي  البته کله چې دمعدې اسید یا تیزاب زیات هم شي دغه ستونزه پيښیداي شي  .په ټول کې هغه وخت تروشې اوبه او دمعدې اسید زموږ خولې ته راځي  چې دمعدې اسید دمرۍ په لور راوګرځي دغه تیزاب مرۍ تحریکوي  او د معدې  دخولې یا د ټټر دمنځني هډوکي دښکتنې برخې  د درد او سوي سبب کیږي  کله چې دغه حالت دوام وکړي ممکنه ده دمرۍ دالتهاب سبب هم شي او په نتیجه کې ښايي مرۍ تنګه شي اودخونریزۍ یا وینې بهیدا سبب هم کیداي شي په دې ډول ګوله هم سمه  نه تیریږي  البته د معدې سوی دیو ټپ نښه هم کیداي شي هیڅ ډاکټر له معایناتو پرته یوازې دناروغ په کیسې او ظاهري معاینې تشخیص نه شي وضع کولاي کله چې دغه کار د ډاکټر په غاړه شو نو راځئ هغوسپارښتنو ته پام وکړو چې ممکنه ده دمعدې دسوي په مخنیوي کې مرسته وکړٍي .

له خوړو سمدستي وروسته  مه غځیږئ.

له خوبه لږ ترلږه درې ساعته مخکې کوم شی مه خورئ .

 کله چې ویدیږئ خپل سر لس یا دولس سانتي متره لوړ کیږدئ او په ښي اړخ  او لږ کړوپ څملئ  .

ددې لپاره چې پرمعدې فشار رانه شي غوره ده دخوړو نوبتونه ډیر او اندازه یا حجم ېې کم کړئ له حده زیاته ډوډۍ مه خورئ او دورځې په اوږدو کې په تیره بیا له ډوډۍ وروسته ډیرښکته پورته مه کیږئ  هغه خواړه چې ډیر درانه او غوړدي دشپې له پلوه مه خورئ په ټول کې غوړ خواړه کم کړئ پر نورو تاوانونو سربیره معدې ته هم تاوان لري .

له ډوډۍ سره یوځاي اوبه مه خورئ .

فانټا او کوکاکولا او دغه راز تیزه او سخته مساله ډیره مه خورئ  او قهوه او چاکلیت کم کړئ .

هغه کسان چې دمعدې زخم لري باید خامه میوه  اوسبزیانې کمې وخوري .

تنګ کالي مه اغوندئ او خپل کمربند ډیر کلک مه تړئ که سیګریټ څکوئ نو  ډیرژر ېې پریږدئ . که کوم خاص مرض مو نه وي یعنې دمعدې زخم او نورې ناروغۍ له معایناتو وروسته  رد شوي وي  دمعدې دسوي او خولې یامرۍ ته دتروو اوبو دراتلو ترټولو ښه درمل انتي اسید دي  خو که تاسو په خپله  د ډاکټر له مشورې پرته انتي اسید اخلئ غوره ده داسې انتي اسید استعمال کړئ چې مګنیزیوم هایدروکساید او الومینیوم هایدروکسایډ دواړه ولري خو که دانټي اسیډ خوړو هم ښه نه کړئ حتماً ډاکټر ته ورشئ ځکه ممکنه ده دا د ډیرې مهمې اوجدې ناروغۍ پیل وي .

کله چې ډاکټرته ورشئ ډاکټر به درنګه عکسونو ترڅنک ښايي دانډوسکوپي دمعاینې سپارښتنه هم درته وکړي  انډوسکوپي هغه معاینه ده چې له خولې یو پیپ ستاسو معدې ته دننه کیږي او دمعدې منځ په تلویزیون کې کتل کیږي  او په همدې پيپ سره ستاسو له معدې مواد هم اخیستل کیږي چې که  د معدې زخم ولرئ  دا به معلومه کړي چې  آیا وروسره هیلیکوباکترپیلور مکروب هم لرئ که نه .

ښاغلي ضیا الرحمان ویلي چې زما ناروغي ېې د معدې زخم بللې ده او درمل هم اخلي خو ځواب نه ورکوي  ښايي  تشخیص سم نه وي او یا ممکنه ده ستاسو په معده کې دهیلیکوباکټرپيلورپه نامه میکروب هم وي چې له انتي بیوتیک پرته  ېې علاج نه کیږي . دغه راز ځینې کسان دکولمو  التهاب لري خو له دې  چې سمه معاینه ېې نه وي  کړي نو ممکنه ده ډیر کلونه  د معدې درمل وخوري  حتي داسې ناروغان هم لیدل شوي چې دجاردیا او امیب په  شان مکربونه  په کولمو کې لري خو له دې  چې سم تشخیص ېې نه وي شوی ډیره موده  دمعدې درمل خوري په داسې حال کې چې  که ددغو میکروبونو درمل ناروغ ته ورکړل شي ښايي په دوو اونیو کې روغ رمټ شي خو نیتجه ترې نه اخلي نو زموږ مشوره تاسو ته دا ده چې غوره ده دانډوسکوپي او کولونوسکوپي په نامه معاینات وکړئ چې تشخیص مو قطعي شي  دغه معاینات په افغانستان او پاکستان کې کېداي شي  ددې لپاره چې دمعدې په زخم او ټپ ښه پوه شئ غوره ده په دې هکله هم لندې خبرې وکړو.

دمعدې زخم هغه وخت رامنځته کیږي چې  د معدې دمخاط (داخلي پوښ ) د مقاومت او دتیزابي ترشحاتو ترمنځ انډول  یا تعادل خراب شي  په نیتجه کې دهاضمي سیسټم دفاعي عوامل ګډوډیږي  او دمعدې زخم یا ټپ رامنځته کیږي  دمعدې اسید ډیر قوي دي چې هرڅه هضمولاي شي خو د معدې مخاط هم دومره مقاومت لري چې په خپلې معدې دددغو تیزابو دناسم اغیز مخه نیسي  کله چې دغه دفاعي حالت خرابه شي  نو معده زخم شي.

نن سبا دمعدې په زخم کې دهیلیکوباکټر پيلور په نامه دیوه مکروب شتون  ثابت شوی دی  چې دمعدې  دزخم اتیا فیصده علت همدا میکروب دی  خو پردې سربیره ځینې درمل لکله بروفین ، اسپرین ، او نور التهاب ضد درمل  دغه راز سترس او روحي فشارونه  دمعدې په زخمونوکې اغیزمن دي هغه کسان چې دمعدې زخم لري باید حتماً ددغه میکروب پلټنه پکې وشي کله چې دغه میکروب ثابت شي او ناروغ ته انټي بیوټیک ورکړل شي  نو د معالجې په وړاند ې ډیرژر غبرګون ښيي او مثبته نتیجه ترې ترلاسه کیداي شي .البته دغه میکروب ښايي د ډیرو روغو کسانو په معده کې هم موجود وي خوله دې چې دهغوي د معدې د مخاط او اسید ترمنځ تعادل نه وي خراب شوی نو دمعدې زخم نه  پیدا کوي .

د معدې دزخم  نښې نښانې  ډیرې دي  د مثال په توګه  یوه عامه نښه درد دی دغه درد سوزنده وي اوموقیعت ېې د نس په پورتنۍ برخه کې د ټټر د منځنۍ هډوکي په ښکتنۍ برخه کې احساسیږي ډیر ځله دغه دردونه د زړه له دردونو سره  یو شان وي  ځکه خو په ځینو مواردو کې دمعدې ناروغانو ته په غلطۍ کې دزړه درمل هم ورکول  شوي وي.

معمولاً د معدې درد له خوړو سره تړاو نه لري په دې معنې کله چې سړی  وږی شي درد نه لري خو له خوړو سمدستي وروسته درد احساسوي  او ممکنه له کانګو او د معدې له تشیدو وروسته  درد بیرته ښه شي .

د معدې زخم ممکنه ده د سوّهاضمې ،کانګو ،زړه بدوالي ، نفخ او باد او ارګیمي  سبب هم شي .

ځینې وخت د معدې زخم درلودونکي ناروغان ممکنه ده وزن بایلي  هغه ټکی چې نن سبا مطرح کیيږي اود سرطان په مخنیوي کې ډیر اغیزمن هم دی  دا دی چې دمعدې زخم په تیره بیا که دهیلي کوباکټر پيلور له امله وي دمعدې د مخاط دبیا بیا التهاب سبب کیږي او دغه ګسټریټ ددې سبب کیږي چې دغه کسان د معدې په سرطان داخته کیدا ډیر چانس ولري  نو که تاسو هم په معده کې درد لرئ غوره ده ډیرژر ډاکټر ته ورشئ او دسرطان دمخنیوي لپاره دغو ټکوته هم پام کوئ :

که په معده کې هرډول درد لرئ ژر ترژره ډاکټر ته ورشئ او معاینات وکړئ او علاج پیل کړئ قطعي تشخیص ډیر مهم دی په تیره بیا دهیليکو باکټر پیلور په نامه دمیکروب شتون باید ثابت یا رد شي دغه چاره په علاج کې ډیر اهمیت لري .

 که د معدې زخم لرئ مناسب خواړه وخورئ دمثال په توګه  سره کړي خواړه ،اوومه سبزیانې او خامه میوه مه خورئ. ښايي تعجب وکړئ که درته ووایو چې که دمعدې زخم لرئ په اور کباب شوې غوښه په تیره بیا شامي کباب چې البته پاک وي ستاسو لپاره ډیره ګټه لري خولعاب داره خواړه په تیره بیا که مساله هم ولري ډیر تاوان رسوي .سره کړي پياز ،دکټوې مساله او خام پياز دمعدې ناروغانو ته تاوان  لري .غوره ده ګازرې او د ګازرو اوبه ډیرې استعمال کړئ .

سیګریټ او نصوار مه استعمالوئ.

له سټرس ،هیجان او ویرې ځان ژغورئ که څه هم دغه کار دډیرو کسانو په باور سخت دی خو که وغواړو اوخپل ژوند منظم کړو ځان به له ډیرو اندیښنو او فشارونو وساتلی شو .

پرخوري یا ډیرخوراک او اوږده لوږه دواړه ښه نه دي  .

دغه راز دډاکټر له مشورې پرته درمل مه خورئ .

هیڅکله سبزیانې ناولې مه خورئ ښايي دا چاره ستاسو لپاره حیرانوونکې وي خو کله چې معده کې کوم پرازیت او میکروب لاره پیدا کړي دغه میکروب د معدې دزخم  سبب کیداي شي  .یوه خبره چې موږ  ورته توجه نه کوو دا ده چې ماشومان له ځمکې هرڅه خولې ته وړي  دهلیکوباکټر پيلور میکروب په همدې ډول ماشومانو اولویانو ته انتقالیږي خو د ماشومانوپه معده کې ډیره موده همداسې پاتې وي او کله چې زمینه برابره شوه  د معدې دزخم سبب کیداي شي .

د معدې پر زخم ډیر څه لیکل کیداي شي خو هغه مهم ټکي چې موږ ته مهم ښکاریدل په دې لیکنه کې راوړل شوي دي که تاسو د معدې زخم لرئ حتماً ېې باید علاج وکړئ په تیره بیا که ستاسو دغایطه موادو رنګ نصواري یا تور شو حتماً  باید ډاکټر ته ورشئ ځکه دا  د وینې نښه ده او دناروغ لپاره خطرناکه نښه ګڼل کیږي.

One thought on “د معدې زخم | ډاکټرسباوون”

ځواب ورکول Ehsanullah noori ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *