دا هغه پوښتنه ده چې تل یې د هر چا د خولې څخه اورم، حتاً جمهور ریس صاحب هم د معلم د حال د بدلیدا او ښه کېدو په خاطر ۱۳۹۷ کال د معارف کال په نوم نومولی وو خو متاسفانه داسې ونه شو له بده بدتر شو، څه موده مخکې د اسې یو مکتوب څو ورځې د خواله رسنیو په مخ ډېر ښکته پورته کېده چې پکې کښل شوي وو چې ټیټ رتبه معاشونه به لوړ شي، په معارف کې د نورو دولتي دوایرو په پرتله د اتم بست څخه تر دریم بست پورې کارمندان زښت ډېر دي، او په هغه مکتوب کې د اتم بست معاش ۱۳۰۰۰افغانۍ او د دریم بست معاش د ۲۵۰۰۰افغانیو په شاوخواکې وو، چې فلهال د اتم بست معاش په معارف کې ۵۰۰۰ او د دریم بست معاش د ۱۵۰۰۰ افغانیو په شاوخوا کې دی. نو دغه مکتوب ته د نورو دولتي کارکوونکو په نسبت ښوونکي ډېر خوښ وو، خو له بده مرغه داسې ونه شو وزیر د مالیی د لمړي ځل لپاره په مالیی وزات کې یې د ازمایښتي تطبقېدا اعلان وکړ، دا په داسې حال کې ده چې د مالیی وزارت مربوط کار کوونکو معاشات د معارف په نسبت زیات دی او فساد پکې هم زیات دی پوسکنده به یې ووایم، چې بیدون له معاشه نور پیداوار هم لري خو معلم بیچاره به له زده کوونکي د څه شي طمع وکړي هغه بیچاره سره د قلم او کتابچې څخه نور څه نه وي. نو چې کله د غه زیری معلم بیچاره واورېد، په اورېدو سره یې په سر یخې اوبه توی شوې او د صبر تیږې یې په زړه پورې وتړلې.
تاسې که د نورې نړۍ د معلم د وضعیت مطالعه وکړئ نو پوه به شئ چې په ټولنه کې د معلم ارزښت څومره زیات دی. هلته خلک ویاړي، چې کور یې د معلم د کور تر څنګ وي، د هغه کور کرایه او قیمت څو چنده وي، چې تر خوا یې د معلم کور وي. هلته معلم دومره واجب الحترام وي چې پلار خپل ځوی ته وایي چې ته د ښه فکر خاوند یې ته به په اینده کې ښوونکی کېږې. هلته د نورو مامورینو په نسبت د معلم معاش څو چنده دی او د دولت لخوا ورته د ژوند ټولې اسانتیاوی برابرې شوې وي او د بازار په سودا کې ورته د دوکاندار له لوري د عامو خلکو په نسبت تخفیف ورکړی وي. خو دلته په ټولنه کې حقیر فقیر او محتاج شخص معلم دی او دا ځکه چې دولت ورته هیڅ نوعه توجو نشته، تش په وعدو یې غولوي.
زه په چا رخه نه کوم! خو دا وایم، چې څو ورځې مخکې د پوهنتونونو استادانو تدریسي اعتصاب کړی وو او له دولته یې غوښتي وو، چې معاشونه یې لوړ شي، دا دی ۳۳ سلنه معاشونه یې لوړ شول دا په داسې حال کې ده، چې د پوهنتون د استادانو معاشونه د ۳۳۰۰۰څخه تر ۷۵۰۰۰ افغانیو پورې دی. خو کله، چې د ښوونکو د معاشاتو د لوړېدو غوښتنه وشوه، نو د معارف د وزیر صاحب لخوا د بښنې په غوښتو سره وویل، چې بودجه کمه ده.
له بله پلوه د تربیه معلم حال هم سرګومه دی په ټول افغانستان کې زرګونه د تربیه معلم کدري غړي او استادان شته، چې بې سر نوشته پاتې دي دوې د یو سیستم له مخې په لرې پرتو سیمو کې د اناثو زده کوونکو لپاره لاقل د څوارلسمپاسۍ زمینه برابره کړې وه. دوئ د ښارونو څخه په لرې واټن کې په ولسوالیو کې اوسېږي او دا ورته زرین چانس وو، چې د څوارلسم سند به یې د خپلې ولسوالۍ په حدوداتو کې تر لاسه کوو او ډېری خوندې په همدې سند د معلمۍ یا نورو دندو خاوندانې شول، خو د معارف مشرانو دغه چانس زموږ له بیچاره اناثو محصلاتو څخه واخست او وایي، چې د څوارلسم سند څه مانا نه لري، دغه خبره مې هغه بله ورځ د معارف له محترم وزیر صاحب څخه واوریده چې چهارده پاسي هیڅ مانا نه لري، خو له بله پلوه د عالي تحصیلاتو وزارت د کانکور په اوسنۍ ازموینو کې انستیتیودونو ته کافي چانس ورکړی او د کانکور له طریقه ورته زده کوونکي ورپېژني. نو که څوارلسم پاسي څه مانا نه لري نو ولی یې عالي تحصیلات په کانکور کې ځای پرځای کوي؟ یا داچې دولت د پردې ترشا د لرې پرتو سیمو او ولسوالیو د ناثو زده کوونکو سره جفا کوي؟ انصاف تاسو درنو لوستونکو ته پرېږدو! خو زموږ د صبر کاسه هم مخ په ډکېدو ده! که مو غم ونه خوړل شي! لرې نه ده چې په ټول افغانستان کې د ښوونکو له لوري درسي اعتصاب اعلان وشي.
همداسې ده که د ښوونکي حال ته توجو ونه شي پرمختګ هم ناشونی دی
قلم مو تاند اوسه
اسلام علیکم ورحمته الله
زمونږ او ستاسی په افغنی ټولنه کښي معلم او ښونکی ته سهولتونه او امتیازات ډیر کم دي او له ډیر وختونو څخه تر اوسه مظلوم پاتی شوی دی، څرنګه چه بهرنۍ نړی کښي ښونکو ته حکومتونه په ډیرو سهولتونو قایل دي لکه د ښونکو لوړ معاشونه، دکورونو کرایه، موټری او نغدی امتیازات او په ډیرو نورو ارزښتونو یی ستایی او پالی نو حکومت هم باید دی برخی ته جدی توجو وکړی او اړین او لازم اقدامات وکړي تر څو اینده نسل د علم او تکنالوجی په برکت د ټولنی د ښیرازۍ او ابادۍ لپاره کار وکړي
نظر مو د ستایلو دی جناب حسین خیل صیب
او داځکه
چې ښوونه او روزنه د یوې ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري او دا حیثیت ساتل د ښه ښوونکي کار دی، کومه ټولنه کې چې معلم ته په حقارت سره کتل کیږی هغه ټولنه معیوبه بللی شو.
مننه