کله چې ته یو چا ته د هغه د رقیب جاسوسي کوې، او بله ورځ هغه کس خپل رقیب ته ستا په اړه معلومات ورکړي چې دا زما جاسوس و، واضحه خبره ده چې ستا دماغونو ته به مرچ لوګی کېږي او ستا له سترګو به اوښکې راځي.

له آی ایس آی سره تفاهملیک، د چې نه کوم اجرائیوي او الزامي حیثیت لري، نه د افغانستان لخوا خپل دښمن ته کوم ډول امتیاز ورکول کېږي او نه تر اوسه نهایي شوی او د دواړو هېوادونو لوړپوړو لوریو لاسلیک کړی دی، که یې پاکستان انسان کړي او که یې نه کړي، خو دوه ډوله خلک یې سخت وارخطا کړي دي. یو هغه خلک چې د یوه ملت په حیث پر ځان او ملت دا باور هم نه لري چې له خپل حریف سره دې د مذاکراتو پر مېز، په ګډه روزنه یا ګډو عملیاتو کې برخه واخلي او خرڅ دې نشي.

کله چې ته خپل پنځه په خبره پوه، انتخابي هلکان پاکستان ته استوې، د هغوی نظامي روزنځایونو ته ننوځي، ته دا تمه نه لرې چې ستا هلکان به د هغوی رازونه راوړي، د هغوی نصاب به را ولېږدوي، د هغوی جاسوسي به موږ ته وکړي، خو کله چې د هغوی افراد د ګډ روزنیر مانور لپاره چې د نړۍ د ټولو هېوادونو ترمنځ معمول دی، راځي، نو دا وېره لرې چې زموږ معلومات به یوسي. یا بالعکس، پر ځان دا باور نه لرې چې د هغوی کسان به استخدام کړې او له هغوی دا وېره لرې چې ستا انتخابي شپږ کسه ځوانان به وپېري. دا پر یوه ملت د بې باورۍ ښودلو اوج دی.

د شرم خبره دا ده چې دلته افغان په هغه څه تحقیرېږي چې باید انعام او تمغه پرې ورکړل شي.

هغه ورځ مې پر انټرنیټ د نیویارک ټایمز د پاکستاني تبعه ژورنالسټ چې اوس له مجیب مشعل نومي افغان سره په بهرنیو رسنیو کې د افغان نظام په تخریب او بدنامۍ بوخت دی، بایوګرافي پر انټرنیټ پلټله. پر ټول انټرنیټ مې چېرته دا ونه موندل چې هغه دې ځان ته پاکستانی لیکلی وي. پاکستانی، بنګالی، هندی او نیپالی چې تر امریکا او اروپا ورسېږي، بیا ځان خپل هېواد ته منسوب نه ګڼي. آی ایم کاناډین، آی ایم امیرکن، آی ایم بریټیش. خو د هیڅ افغان په اړه تر اوسه چا نه ده اورېدلې چې چېرته دې ولاړ شي او ځان دې افغان ونه بولي. له زلمي خلیلزاد، تر سلمان خانه، تر شاه رخ خانه پورې. د افغانستان یهود ځان ته افغانان، د افغانستان سکهان ځان ته ویاړمن افغانان وایي.

کله چې د یوه ملت خپل هویت دومره غښتلی وي، هغه پر ځان ولې دومره بې باوره شي چې له یوه حریف سره د مباحثې پر مېز، د مفاهمې پر سند بحث ونکړای شي؟ آیا دا خلک ملت ته روحیه ورکوي که ملت پر بې شخصیتۍ او بې هویتۍ تورنوي؟

آیا د کرزي صاحب، سپنتا، خرم او صالح ډلې به افغانانو ته تر قیامته په بازارونو کې د پلورل کېدونکیو غلامانو په سترګه ګوري؟
لازمه خو دا ده چې دا خلک له افغان ملت څخه د دې ستر اهانت بښنه وغواړي. موږ ولې د یوه ملت په حیث له چا سره د یوه دوطرفه هوکړه لیک، سند، او بحث وړتیا ونه لرو؟ موږ چېرته بحث کړی دی چې نه مو دی ګټلی؟ چېرته مو برخه اخیستې ده چې تر خپل حریف ډېر نه یو ځلېدلي؟
چې خبره را ونغاړو، یوه ډله خلک چې له مذاکراتو، تفاهم او دپلوماسۍ وېرېږي هم ځان او هم خپل ویاړلی او تاریخي ملت حقیر ورته ښکارېږي.
بله ډله خلک چې د معلوماتو له تبادلې، مفاهمې او سپینو چنو وېرېږي، تر لومړۍ ډلې ډېر خطرناک دي.
د معلوماتو تبادله، یعنې د دوی سپېره رسوایي.
که آی ایس آی چې موږ ته معلومات را کوي، هغه به دا وي چې پلانی موږ تر پلاني ځایه بدرګه کړ، افغانستان ته مو در ولېږداوه. پلانی ستاسې د پارلمان غړی موږ په دومره روپیو ګومارلی و، موږ ته دا ډول معلومات را کوي. د پلاني صاحب په کور کې موږ انتحاریان ساتل، خیال ورسره کوئ. پلاني صاحب له موږ سره د ډیورنډ کرښه لاسلیک کړې ده، او پلانی صاحب زموږ سفارت ته منظم تګ را تګ کوي.

اوس تاسې ووایاست چې له دې پروسې څخه به آی ایس آی جاسوس ډېر وېرېږي، که د آی ای آی مخالف؟
مجید قرار خو چې نه وېرېږي، په ځان کې څه نه ویني. وېره خو د هغه چا ده چې جګړه، د آی ایس آی چینلي پیسې او د پاکستان د اجنډا عملي کول یې په معیشت او سیاست بدل شوي.
پرون پ پاکستان کې د افغان سفارت یوه لوړ رتبه مامور را ته وویل: “اسلام اباد سفارت کې د دندې پر مهال د دیپلوماتیکو هڅو په لړ کې یو ورځ د پاکستان یوه بدنامه پخوانی جنرال سره کیناستو دا هاغه وخت دې چې د امنیتی تړون پر سر ناندرې ښې په درز کې روانې دي جنرال ‌ډیر په اخلاص او له زړه له کومې د تړون مخالفت وکړ د امریکایانو پر وړاندې یې د ولسمشر کرزي له دریځه ‌ډير کلک ملاتړ وکړ او تاکید یې وکړ چې ولسمشر کرزي ته مې پیغام ورسوۍ چې همدې دریځ ته ادامه ورکړي او پام چې تړون امضاء نکړۍ د ناستې نه وروسته ما د هاغه وخت سفیر ته وویل چې “اوس خو یې نو باید چې هرومرو امضاء کړو ځکه دوۍ کله زمونږ خیر غواړي خو د تړون په هکله د پاکستان د پوځي رهبرۍ او د ولسمشر کرزي همغږی دريځ د تشویش وړدې”
دا واضحه ده چې جګړه د مافیایي کورنیو لپاره مردارو شیدو غوا ده، وه، او وي به. دوی په افغانستان کې د پاکستان د جاسوسیو دوام غواړي، نه د دپلوماسیو، ځکه دپلوماسي هغه ده چې د تفاهملیک پر اساس وي او جاسوسي هغه ده چې خرمخېلو، سپنتاخېلو، لنډه غر خېلو، کرزي خېلو، یاسیني خېلو، اکبرزاده خېلو او نورو له ارګ، پارلمان او ملي بنسټونو څخه پاکستانیانو ته کوله.

د مجيد قرار پاڼه دلته لایک کړئ:
Majeed Qarar

Promote Your Page Too

د مجید قرار د فیس بوک ملګرتیا لپاره دې لینک ته ټک ورکړئ:
Majeed Qarar

Create Your Badge

By Editor2

19 thoughts on “د معلوماتو له تبادلې څوک وېرېږي؟/مجید قرار”
  1. قرار صاحب پدی لیکنه خو دی د مزدورانو او غلامانو زړونه وچاودول. خدای دی د یو افغان په توګه تل میړنی او خوشحاله لره

  2. یاره قرار صاحب ستا غم دې نه وي:
    دا خو دې دا څه لیکلي چی زه او زما به رقم نور افغانان يي په تمه ؤ. وایم د مور شېدې دې شه.
    شخصاّ زه يی ډیر په تشویش کي وم چي دا بیا څه نانندرې شروع دي په دې هیواد کي. خو ستا دې کور ودان وي چی زما تشویش دې رفع کړ.
    په قلم دې برکت تاند او بریالي اوسئ

  3. Dear Qara sahib,
    You are indeed a great talent and we all are proud of you. Just to add to what you have written that another important issue is the potential reduction in payment for information. As we all know, in the past, all the information from national institution, specially military and intelligence, were immediately sold to Pakistan ( and to Iran). Because most of those information were classified the payment was high. Now with the MOU, most of the information will be declassified and thus the agents will not receive the full cost by passing it to ISI. I think this is also a factor why certain circles oppose the MOU, without even knowing its content.

    1. ومی لوسته ستاسو لیکنه، خو ‌‌‌‌‌‌ډیر خوشباوره باید هم ونه اوسیږو، دا همغه ای اس ای ده چی روسانو ته یی د نورو په ملاتړ ماتی ورکړه، همدغه سپږن یی سره په کابل کښی لکه خروړي سپي وجنګول، بیا یی اُسامه د امریکایانو سره د افغانستان سره مارچه کړ، همدا ایاسای وه چی د نړۍ پنځه څلویښت مملکتونو غوږونه یی ددوی په خپلو پیسو ورتاو کړه، زمونږ دا نیمپوخته امنیت به ددوی څه تاب راوړي، خو بیا هم چی غني څه کوي زه يي طرفدار یم، خو باید غافله نه بلکه ویښ اوسې

  4. َشه لیکنه ده
    مگر ای اس ای به دومره ساده نه وی جه به یوه تفاهم لیک به خبل دوستان جاسوسان افغانستان ته به گوته کری.
    دا خوووووووووب دی خوببببببببببببببب.

  5. ورور كله مَجِيدٌ قرار!
    كوم خه جه ته ليكي او ليكلي دي، دي . دا واره ستا دخبل فكر او ستا دخبل مغز ترشح اوتا ته دلجسبه خبري دي . اودا ستا انتقادي خبل شخصي تمايلات دي دقبلي حكومت سره!
    او داهم درته ووايم جه د شه قلم او دشه نظر خاوند هم ءي.او به ما كران هم ءي مكرد كرانشت به مقابل كي ملي كتي رأته دهر خه دمخه دي
    مكر ورور كله استخبارات او استخباراتي كارونه كوم علم نه دي بلكه دا يو صنعت ي جه عالمان او بوهان ءي دخبل ملت د ملي دكتو د سأتلو به خاطر ءي اختراع كوي او ددشمن داستخباراتود دخول خخه ممانعت كوي او دبعدي تكتيكي او استراتيزي أهدافو به خاطرءي به كار اجو ي او دشمن داستخباراتو تكتيكونه كشفو ل او دهغي دخنثي كولو دباره نوي لاري او جاري سنجول دي
    كه جيري ته مسلكي او استخباراتي بوهه او معلومات ولري بيا به اول شخص ته وي جه ددي تفاهمنامي مخنيوي وكري .
    ددي موضوع به خواكي دافغانستان وضعه او شرايط اوخبل منخي هر نوعه بي اتفاقي او بي اعتمادي هم به نظر كي ونيسي. اوددي وضع تأثيرات به امنيت ملي هم وسنجوي او به امنيت بأندي دداخل نه ستا دبي اتفاقا، مشرانو سياسي كار كول او برسونل خانته كش كول هم دتوجو ورده. .
    موضوعات دير دي همدوره بس ده .
    زه كوم كارمند ددولت نه يم اونه دمقام غوشتو نكي يم داجه افغان يم اوافغانستان زما مورني كوردي دمور دننك او حفاظت به خاطر هر نوعه قرباني دهر غري دنده بولم زه هم يو فرد داجه به دي لار كي مسلكي او تجربوي بوهه لرم خبل نظر يأتِ مي وراندي كره.
    وطن دسر به قرباني ساتل كيزي نه دمقام اوجوكي به أشغال ولو او بيا خود سر انه كاروته لاره دخبل بقا به خاطر خلاص ولو.ته.
    صرف اخر كي دومره وايم داحساساتو كار مه اخلي او افغانستان داجنبي هيوادو نه او بالخاصه دهمسايه كانو داستخباراتي به مركز مه تبديله وي او دهغو دباره دسابقي دندي جه لرلي اولري أسانتيآوي به خبل لاس مه آماده كوي ددي كار به كيدو سره به نوي وظائفو ددشمن ته لاره اورول دي.
    او خبل استخبارات مه محاصره كوي .
    دا دباكستان دمشرانو ديره سابقه أرزو كاني وي جه نن ءي بي له كومه مصرفه به لاس راوري .

  6. قرار صیب! داسې لیکنې کوې لکه بیخي د ماشومانو غوندې، هغه ای ایس ای ده، د خرو منډیي نه ده چې ستا په یو تفاهم لیک سره د مودو مودو مزدوران درته رسوا کړي، او په لنډ وخت کې یې د بل ګوزار فکر کوه چې دا ځل څه درباندې کوي.

  7. له قرار صاحب څخه ډیره مننه کوم چې حقیقت یې خپل ولس ته وړاندې کړ پرون هغه جابر او ظالم چې د جلال اباد په ښآر کې یې کوچنیان او زمونږ بې ګناه ولس شهیدان کړل چې شاروالي یې په ځای شمعې بلوي ځکه له هغه ځایه اوس هم د شپې لخوا د کوچنیانو چغې راځي ډیر په غوسه او ویل یې چې دا موضوع باید روښانه شي او قاتل او خاین هم دا خبره کوي دا په ښکاره د پاکستان غلام خو بیا په دې قرار داد نیوکه کوي له دې معلومیږي چې له دې سره به ددغه ظالمانو څیرې بې ګناه ولس ته رسوا شي

  8. قرار صاحب!
    زه په دې تړون نه پوهیزم چې ښه دی که بد خو که دا مقاله دې د اتم ټولګې د سیاست د شاګرد په توګه لیکلې وای نو یوازې به ددې لاندینۍ سادګې په وجه هم غټ صفر وړی و: «آی ایس آی چې موږ ته معلومات را کوي، هغه به دا وي چې پلانی موږ تر پلاني ځایه بدرګه کړ، افغانستان ته مو در ولېږداوه. پلانی ستاسې د پارلمان غړی موږ په دومره روپیو ګومارلی و، موږ ته دا ډول معلومات را کوي. د پلاني صاحب په کور کې موږ انتحاریان ساتل، خیال ورسره کوئ. پلاني صاحب له موږ سره د ډیورنډ کرښه لاسلیک کړې ده، او پلانی صاحب زموږ سفارت ته منظم تګ را تګ کوي.
    «اوس تاسې ووایاست چې له دې پروسې څخه به آی ایس آی جاسوس ډېر وېرېږي، که د آی ای آی مخالف؟

  9. قرار صاحب په مغزو کی دقویت ضریب په ‌‌‌‌‌‌ډیریدو شه ، تر څو دبلا بتر ‌‌‌‌‌‌ډلګۍ ټولی فتنی او بهانی دصفر سره ضرب کړې. دوروستی اخ و‌‌‌‌‌‌ډب اوغوغا په ترڅ کی می دځان سره وویل ، چه دانوی او داسمان نه رالویدلی څیری څوک دی ، چه په یوه ږغ او په یوه لښکر دای اس ای په لور په ترپو دی؟
    خو دحاجی کامران یوه تمثیلی پارچه می سترګو ته نیغه ودریده چه نوم یی وه:
    دټک او پتره ‌‌‌‌‌‌ډاکتر؛
    په دی پارچه کی حاجی کامران. دځان څخه داکټر جوړکړی وه اونوم یی په خپل ځان دټک اوپتره داکتر ایښی وه. نوموړی داکتر دهرشی علاج په ضمانت کولو ، خو داسی بیماری نه وه چه دده دعلاج دعهدی بهر وه، لکه څنګه یی چه نوم وه دټک اوپتره داکتر او دټولو بیماریو معالج وه. دخدای ج کارونه وه ، یو ورځ یی یو کلیوال دهماغه لاری تیریدو ، چه ګوری یو څوک اشنا سړی یی چه کالی یی دملنګانو اغوستی او دخلکو په علاج لګیاه دی ولید ، چه کلیوال یی ورته ښه ځیر شو ، ‌‌‌‌‌‌ډیر ژر یی وپیژندلو چه داهماغه دکلی د حمام کیسه مال قمبر علی وه چه دځان څخه یی دټک اوپتره ‌‌‌‌‌‌ډکتر جوړ کړی وه؛ ماهم چه دغه دای اس ای دښمنان ولیدل ، هغه کسان وه چه عمر ددی بدنامی اداری په غوښتنه افغانستان لوټی لوټی او ویجاړ کړی وه. په دی ‌‌‌‌‌‌ډله دمافیا سرغندویان ، لوټماران دپښتنو لپاره دغټو غټو بمونو غوښتونکی ، جګړه ماران ، مفسیدین، دبشری حقوقو ناقضین او په لن‌‌‌‌‌‌ډه توګه دایران او پاکستان پیژندل شوی نوکران ؛
    خو دیادولو ده چه په دی کی دټولو چلباز او دشیطانانو مشران دجمیعت اونظار شورا غړی، او دپښتنو له ‌‌‌‌‌‌ډلی ځنی ګمراه اورټل شوی پښتانه هم لکه نابللی میلمانه ګ‌‌‌‌‌‌ډون لری.
    دسیاف خیلو ، پنچرخېلو او د‌‌‌‌‌‌ډالرو دبوجیو راوړونکو او دسل شرعی عیبونو درلودونکو په و ړاندی باید اولس هوښیار او بیدار وي

  10. هدايت الله جانه ته هم شه واءي مكر بوه شه جه زه او يو تعداد استخباراتي كار بوهان مسلكي اودوطن ساتني خبري كوو.
    زه اوهمسان زما فضل الهادي مسكنيار،ياسيني اويو تعداد نور وكيلان او وطن فروشان نه يو جه دخان به كته نيوكي كوو.زمونز سره عامي كتي أهميت لري نه شخصي جه به عامو كتو كي ته هم شامل ءي .دا فرق او تشخيص بايد دتولو دوستانو سره بايد موجود وي.

    دهمدي موضوع به ارتباط محترم قرار صاحب اونورو دوستانو ته يو زوندي مثال به استخباراتي جارو كي وراندي كوم :

    دبخوانيو دلورو تحصيلا تو دوزير سره او دده دبر نامو او كاري دندي سره تول اشنا ءي.مكر ظاهر اءي بيزني ولي باطن ءي نه بيزني .
    اوسءي وبيزني .
    دا دير زير كه،تيز بأمه،اودخلي خخه أور غور زوي ..فكر ونه كري جه همءي ه i.s.i يوه ساده استخباراتي أركان دي..
    لتوي او انتخابوي .
    نو راخم به اصلي مطلب: ته؟
    بخواني دلورو تحصيلا تو وزير يو دوست خانته بيدا كر جه دا نوي دوستي ءي ديري شي او عميقي اريكي د محترم استاد سياف سره لرلي .
    نو محترم وزير جه لا وزير شئوي نه دي مكر خان ءي خبله دي جوكي ته كانديد كري او كاميابي تهءي غوز شي .
    نو دي شخص خبل نوي دوست ته وويل او خواهش ءي ورخخه وكر جه ما يو خل استاد سياف ته بوخه او ماورته معرفي او ورسره مي اشنا كر.
    دوستءي داكار وكر اول بغمان ته ولاره او محترم نا معلوم وزير صاحب ءي دسياف سره معرفي كر.
    وروسته له دي دي محترم وزير صاحب خو،خوخلي دا دبغمانيانو لاره كز أوكام كره كله جه بوه شو جه اوس داستاد داعتماد ور كرخيدلي يم استا دته ءي بشنهاد وكر داجه ته دكرزي صاحب سره شي اريكي لري كولي شي جه ما ورته معرفي تر خو دوزارت تحصيلا تو مقام ماته راكري .
    داستاد موتي به هغو شنو كوجنيو ورقو جه دالر ورته واءي وردك كره جه. اي، آس ، اي وركري وي.اوتاسي هم به دي بوهيزي جه داستاد دا شنه لوتونه خومره خوشيزي جه وي كوري دخوشحالي دستركو أوشكي اونا خابي بر وردانكي .
    استاد كرزي ته دا بشنهاد وكر داجه كرزي تنظيمونو ته او بيا باالخاصه به تنظيمونو كي استاد ته اراديت درلوده ديو تنظيمي شخص به توكه ءي وزير مقرر كر .
    تاسي بي وليد جه ده خه ونه كر قومي تعصبات، اداري فسق او فساد ،تعليمي فسق او فساد حتي دبشتنوزبه زوندي كورته سبارل،ديونافهمه إهزاره ورور به ميرانه دا كارونه ترسره شول. دا تول هغه خه وه جه اي، ،آس،اي ورته به كوته كول شنه دالرءي اخستل او وطن ءي خرخأوه.
    اوداسي نور به سلهاوو مثالونه هم ءي دولت جور كر ،اوهمءي رشوت واخيست او هم اي،آس،اي بوجي ورته دكي رواني كري أوتر اوسه هم دا ارتباطات ءي شته .
    دامي ددي دباره اوزده اوهم فهمه قصه وليكله كه جيري دهم فهمي اويا هم استخباراتي هم فهمي او همكاري منخ ته راخي دداسي مثالو نو انتظار وباسي.
    مونز خاينين نه يو دخبلو تجربو دوطن او ملت به كته خبري كوو اونه باكستاني يم اونه به دباكستاني به جامه كي خان بت كرم.
    بد ألفاظ،بدي كلمي،جه تل مو دوطن خدمت كري بي خايه خبل صادقو ورونو ته مه استعمالوي .
    زمونز سر او كفن او يا دا وطن.
    زهره مسكنيار يم جه هم لور مقام ولرم اونه مسكنيار او يا دهغه ورور يم جه ترهكر دخبل ورونو دوزل يدبرها به خبل كور كي بناه كاه وركر م.
    بناه كاه نه بلكه مركز سازماندهي ، ترهكري ، وتروريستي به ننكرهار كي او مستقيماء اريكي دباكستان سره .
    وسلام نور بس دي

  11. قرار صیب، په ګوتو، قلم او په هیوادنۍ مینې دې برکت شه. ریښتیا به سره وای، پخوا مو خپله ټوله انرژي هسې په ناندریو مصرفوله خو اوس تاسې خپل رسالت په سمه توګه سر ته رسوۍ. په اوس وخت کې چې زیاتره د تیر رژیم پاتي شونو، فاسدو او پردي پالو خلکو د اشرف غني دولت پسې راخیستې ده نو تاسې الحمد لله په ډیر مدلل او معقول انداز کې ترینه دفاع کوۍ. مونږ خدای پداسې یوه ټولنه کې پیدا کړي یو چې بد خو هسي هم بد وي خو مونږ ښو ته هم بد وایو. سړیه د کرزي پاتي شوني خو به د خپل موقف د لاسه ورکولو او د عدلي تعقیب د ویرې پروپاګند کوي نو عام ولس ولې هر ډول ته ګډیږي؟ ولې نه پریږدو چې ولسمشر په ارامه دماغو د هیواد د پرمختیا او سولې لپاره کار وکړي. مونږ وینو کومې وعدې چې ولمسشر د ټولټاکنو په جریان کې کړې وې، مرحله وار ورته د عمل جامه اغوندي. ارګ یې راته د ځوانانو ډک کړ، کابینه کې یې ځوانانو وزیرانو ته ونډه ورکړه، اوس دا دی مونږ ځوانان والیان هم لرو. په سیمییز سیاست کې کوشش کوي چې برابر انډول وساتي. هند ته یې ډاډ ورکړ چې پاکستان ته نږدې والی ستا په تاوان نشي تمامیدلی او پاکستان ته یې واضح وویل چې یا نااعلان شوې جګړې رسمي کړه او یا هم په اخلا د سولې لپاره مټې راونغاړه. خو بیا هم دغه ټول پرمختګونه مونږ نادیده نیسو. الله دې مونږ ته پوهه راکړي او ستاسې قلم دې تیره وسي ترڅو لا زیات د وطن او دولت څخه دفاع وکړۍ

  12. په والله که به ۵۰۰۰ کاله نور هم پښتانه له سیاست څخه خبریږی. قرار او یا بل څوک د زما لاندی پوښتنی ځواب کړی. ۱- څه تندر راولوید او کوم سند وجود لری چی آی اس آی به له دښمنۍ لاس واخلی. ایا پاکستان د ډیورنډ تیر شوی دی یا تیریږی او که افغانستان ورته تیر شوی دی یا تیریږی؟ ۲- کله چی افغان طالبان په پاکستان کی په ازادو ومټو ګشت او ګذار کوی، په کوټه کی یی شورا موجده وی بیا نو تړون ته څه حجت پاتی کیږی دوی خو د یو وار پر همدغه طالبانو لاسونه او پښنی وتړی. ولی دا کار نه کوی؟ کله که طالب په موترسایکل کی تیل ونه لری او د ټوپک په شاجوره کی مرمۍ چی آی اس آی یی ورته تیاروی طالب جګړه کولای شی؟ ۳-کله چی د بیلتون عوښتونکو پر وړاندی د ګډی مبارزی خبره کیږی دا خو دا معنی لری چی د افغانستان لاسونه او پیښی نوری هم تړی، پدی معنی چی افغانستان ته دا یوه لاره شته چی د پاکستان لپاره سرخوګي جوړ کړی هغه دا ده چی په پاکستان کی بیلتون عوښتونکی قوی کړی، مرسته ورسره وکړی تر څو د پاکستان څخه ازادی واخلی لکه د بلوچان او د کوزی خوا پښتانه. . ولی د بیلتون عوښتونکو پر وړاندی مبارزه؟ ۴- پدی کی خو شک نشته چی په افغانستان کی د آی اس آی تلیڅټی نشته ښه پریمان دی خو سوال دا پیدا کیږی چی ولی تر اوسه پوری یو هم نه دی نیول شوی او نه نیول کیږی؟ ګرانو او قدرمنو په لیاز د خدا چی خپل ځانونه مه غولوی پنجاپ عواړی افغانستان د خپل ځان کړی ورکوی یی او کنه ؟ که یی ورته تسلیموی نو بسم الله ده او که یی نه ورت تسلیموی نو غزا ته ملی وتړی. په خدای قسم که په زاریو او عضر کی د نه پریږدی او نه تری خلاص شی.نو ښه به دا وی چی سره یو شو په توره لاس کیږدو تر څو افغانستان د اټک نه بلکی د هند سرحد ته ځان ورسوی دا ځکه پنجاپ زموږ خاوره ده ، پاکستان موږ نه منلی دی او نه یی منو

  13. ګران او هڅاند قرار صاحب! ستاسو د اندوآند عظمت، د بیان ځواک،د وېنا زړه ورتیا،ځلانده نثر او کم نظیره ژمنتیا؛ زمونږ لپاره د ویاړ وړ، ستاسو د ملي او تاریخي هـــڅـــــو قدر او ستاینه کوو او کلک ملاتړ مو کوو.
    یو عالم وایي :” په ځان باور یو داسې صفت دی چې د هر چا خوښیـږي او خلک د هغه ملګري کېږي.
    خلک له قطعی او یقینی مطالبو سره مینه لري نه له دلایلو سره ، دلیل او برهان د وګړو اندیښنه او پریشانی زیاتـوي”.
    اعتماد او پرځان باورلرل د ګډکار له پاره اساسی شرط دی او دغه اهلیت په هیڅ وجه دمشترک هدف نه،کم ارزښت نلري.
    هغو خلکو له منځه چې نېک اندی عاقل را پا نسېږې ، ناچاره خپل قوت په بی حاصله تاریخی تجربو کې ضایع کړي. هره سیاسی او فرهنګی او حتی اقتصادی تجمع ، دپوهانو یوې ټینګې او محافظې کړۍ له درلودو پرته ، د ماتې ازمایښت او دنېستي په زغم مجبوریږي.
    مونږ افغانان د تاریخ نه باید زدکړه وکړو او خپل مدبر او متفکر مشر حمایت او دفاع ته ځان وقف ؛ د نخبګانو د ګډې ارادې رسالت ترسره کړو او راتلونکی نسلونو ته د پرمختګ،بري او هوساینی روښانه تاریخ پریږدو .

  14. تاند، فانټ لږ ښه کړئ او په کامنټ کې د لایک او انلایک تڼۍ هم ولګوئ چې خلک زیاته برخه واخلي.

  15. salam, wrono, taso lag fekar wakry da qarar sahib maqali ta, kha warta zeer shay, ma hes fekar na kawa che qarar de domra lawda ao sada we, yaw shabaka che tole donya ta bazi warkawe, beya ta sara pa sadaqat kaar kawe?? ao qarar ta wayam che ta kho deer ehtyayt kawa ashan, ta de khpal Omar ta wagora qaad ta de wagora sabeqe ta de wagora, za che ta somra pezanam kho yaw daal khor ensan ye pa islambad ke ba da pakistan dalo ta 2 saata pa qattar ke terawal aos raghali ye da mashrano spakawe kawe zaka che be kefayata ghani ba charta koma chawke darkare we, lag pa gerwan ke wagora ao zan sara fekar waka, da loy loy khabaro na teer sha che da darta kha nada, khapala gharibe de kawa, da pesho da malge satalo sara sa????

    Sardar kabul

ځواب ورکول شاکر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *