معمر قذافي او زرغون کتاب یې

 

معمر قذافي سره له دې چې دیکتاتور او د ډېرو په باور یو ناپوه سیاستوال و، خپل هیواد ته ډېر کارونه هم کړي. که څه هم ښايي د لیبیا د تېلو پرېمانو عوایدو ته په پام به ده لږ کار کړی وي خو د لیبیا د هماغه وخت حالات له اوسنیو سره په هیڅ صورت د پرتلې نه دي.

————————

ژباړن: رشاد بهیر ګردیوال

کور درلودل په لیبیا کې طبیعي بشري حق و.

د فذافي په زرغون کتاب کې لیکل شوي: کور د فرد او کورنۍ بنسټیزه اړتیا ده، نو باید یې ولري. د قذافي زرغون کتاب د هغه د فلسفې رسمي کتاب و چې لومړی ځل په ۱۹۷۵ کې چاپ شو او په ټولو لیبیایانو یې لوستل فرض و او حتی په رسمي نصاب کې شامل و.

ښوونه او روزنه او طبي درملنه ټول وړیا وه

د قذافي وخت لیبیا روغتیايي خدمات په منځني ختیځ او افریقا کې تر ټولو معیاري خدمات وو. که به لیبیایي استوګنو ته له هیواد بهر د زده کړې یا درملنې اړتیا شوه نو دولت به یې لګښتونه ورکول او بهر ته به یې استول.

قذابي په نړۍ کې د اوبه خور تر ټولو ستره پروژه تر کار لاندې لرله

له سمندر څخه د لیبیا وچو صحراوو ته د اوبو رسولو لپاره د اوبلارې د جوړولو پروژه

په نړۍ کې د اوبه خور تر ټولو ستر سیستم چې د مصنوعي سیند په نامه هم یادیدله داسې ډیزاین شوې وه چې په ټولو لیبیا کې خلک د کرنېز سکتور د ښه والي لپاره پریمانه اوبو ته لاس رسی ولري. دا پروژه د لیبیا د هغه وخت حکومت لخوا تمویل کیده او قذاقي به د نړۍ د اته عجایبو څخه ګڼله (۷ عجایب وار له مخه وو خو قذافي به ویل چې دا به یې اتم وي)

د کرنیزې سوداګرۍ پیل وړیا و

که به هر لیبیایي وګړي وغوښتل چې کرنیزه سوداګري پیل کړي هغه ته به یو کور، د کښت ځمکه، څاروي او تخم په وړیا ډول ورکول کیده.

مور ته به د کوچني له زیږون سره سم یوه ډالۍ ورکول کیده

که به یوې لیبیایې میرمنې کوچنی وزیږاوه نو دې او کړچني ته به  پنځه زره امریکایي ډالره د ډالۍ په ډول ورکول کیدل.

برښنا وړیا وه

په ټوله لیبیا کې برښنا وړیا وه، په دې مانا چې په مطلق ډول د برښنا په نامه بیل نه و.

ارزانه پیټرول

د فذافي حکومت په دوران کې پیټرول او ډیزل ډیر ارزانه وو او یول لیتر یې څوارلس سینټه و چې نن سبا نهه یا لس افغانۍ کیږي.

د قذافي پر مهال د زده کړو سطحه لوړه شوه

د فذافي دورې نه مخکې یواځې ۲۵ سلنه خلک لوستي و خو د قذافي پر مهال ۸۷ سلنې ته ورسیده چې ۲۵ سلنه یې د پوهنتون په سطحه زده کړې وې.

لیبیا خپل دولتي بانک درلود

د لیبیا دولتي بانک به خپلو خلکو ته داسې پورونه ورکول چې سود یې ترې نه اخیست. او بله دا چې لیبیا د هیڅ بهرني هیواد پوروړې نه وه.

طلایي دینار

د طرابلس له سقوط او قذافي له ماتې څخه مخکې، هغه هڅه کوله چې د ټولې افریقا لپاره داسې یوه کرنسي رامنځته کړي چې د سرو زرو سره تړلې وي. او هڅه یې وه چې د افریقایي طلایي دینار د چلښت له مخې سوادګري عامه کړي. دې کار ښایي د نړۍ اقتصاد ته یو ډراماټیک بدلون ورکړی و.

One thought on “د معمر القذافي وخت لیبیا په اړه لس ناویل شوې خبرې”
  1. qadafee was real socialist/he provide equal better life for libian peoples.
    he was good leader,he lost life for country,

    if you look in Europe or America,
    you will never see any immigrant refugee from libia,
    because peoples got good life,
    god bloss him

ځواب ورکول RAZMOHAMMED KAMAWALL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *