ملاصیب ضعیف په خپل دې بل نوي ضعیف تحلیل کې لیکي : نه مې غوښتل څه ولیکم، خو دا چې سکوت په رضا باندې دلالت کوي؛ له همدې کبله غواړم د علماوو په وروستۍ غونډې یو څه لیکم. دی وړاندې لیکی چی  تیره ورځ د لویې جرګي په خیمه کې کومه فتوی صادره سوه ډیري باریکي لري او ډیره کمزوري ده. د ملاضعیف په نظر چې دا هر څه تراوسه د جنګ د ستراتیژي اړخ دی، او دا هغه څه دي چې نه د مرض درمل کولای سي، نه حقیقت مغلوبه کولای سي او نه سوبه او سوله چې د ټولو هیوادوالو ورکه او ارمان دی راوستلای سي.


ملا صیب مشوره ورکوي چې  په داسي فورمول باندې کار وسي چې هم د روان حالت څخه د وتلو لار پیدا کړل سي او هم د هیواد خپلواکي په کې تضمین سوي وي. په داسي یوطرفه، غیرتحقیقي او مرموزو فتواګانو باندې نه څوک عمل کوي، نه څوک ورباندې محکوم کیږي، نه مسئله حل کوي او نه ورباندې هیواد جوړیږي، هسي د جنګ دوام، د وینوتویول، د وخت او فرصتونو ضائع کول دي.

اسلام‌اباد کې د طالبانو د رژيم سفير ملا عبدالسلام ضعيف


ملا صیب په ځانګړي توګه ملایانو ته وایی چې د علماوو په نامه که هرڅوک وي باید د نورو علماء کرامو حیثیت ته وګوري، عالم باید داسي کردار اداء کړي چې د الله او ملت په وړاندې مسؤل وي، د امریکا یرغل، ظالمانه کړني، د خلکو او ملتونو خپلواکی غصبول، په ټوله اسلامي نړۍ کې دسیسي جوړول، ورور په ورور، مسلمان په مسلمان وژل، د اسلامي نړۍ په زیرمو او شتمنیو خیټه اچول، زموږ په ګران هیواد کې د ترورست په نامه د لکونو انسانانو څخه د ژوند اخیستل، دیني شرائع توهینول، د خلکو په کورونو چاپي وهل، بېګناه افغانان په ګوانتانامو، بګرام او نورو زندانونو کې بندې کول، د خلکو تحقیرول، د فساد ترویجول او اوس هم د دغه لړۍ دوام او بالآخره د مسلمانانو دویمه قبله اقصی ویهودو ته سپارل… دا ټوله مو بحث نه کړه او نه مو د هغه په اړه تصمیم ونیوی!! عجیبه ده تاسو به هم د الله په وړاندې کوم جواب ولرئ؟؟؟.

ښه نو ملاصیب غوږ شه!

ملا صیب چې په کابل کی ډډه اچولې نه یی غوښتل څه ولیکې خو دا یی یوازی د خپلې روزی  د حلالولو لپاره لیکلی. ملا صیب ته د ټول هیواد د جیٌدو علماوو فتوا ډیره باریکه او کمزوری ښکاري خو د مفتی اشرفي فتوا چی کرۍ ورځ مخمورپروت وي بیا ډیره شرعي او غښتلی ښکاري . واه ملا صیب واه!

ملا صیب ته بی طرفه علماء یوازی د څو محدودو سیمو د پنج کتاب او خلاصې چڼې ښکاری او نور افغان علماء ورته یوازی دولتی امامان ښکاری او فتوا یی د جنګ او جګړې د استراتیژۍ یو اړخ دی خو د ولسمشر د سولې  وړاندیز هغه هم له قید او شرط پرته ردول ورته د روانې غمیزې حللاره ښکاري. واه ملا صیب ستا پوهې او تحلیل ته مې سلام دی.

ملاصیب ! تاسی کوم حقیقت ته  اشاره کوئ ؛ حقیقت خو دا دی چې ګاوندی مو ازلې دښمن دی ، حقیقت خو دادی چې ګاوندي د امریکې لپاره در باندی جهاد وکړ. حقیقت خو دادی چی ګاونډي لوڅ لپړ امریکایانو ته وسپارلی او که اړتیا پیښه شوه بیا د هم ورسپارې. تاسی د کوم حقیقت خبره کوئ ، حقیقت خو دادی چې افغان ولس له جګړې ډیر ستړی شوی او سوله غواړي . ورشه د هلمندي ځوانانو د پښو تڼاکې وګوره چې له هلمنده کابل ته پلی روان شوی ترڅو د سولې پیغام ورسوي او تاسی یوازی د ټوپک ماشه پیژنئ او بس.

څومره بی ګناه ماشومان، ښځې، سپین ګیرې افغانان مو راشهیدان کړل، هیڅ زړه مو نه سړیږی ؟ کله به د افغانانو په وینو به ستاسی تنده ماته شي ؟  د روان حالت څخه د وتلو لاره خو همدا ده چې د یو سیاسی جریان په توګه را میدان ته شئ ، په ولس کی کمپاین وکړه او که ولس رایه درکړه ، نوش جان دی چی بیا امارت کوی اوکه خلافت. خو پوهیږئ چې ولس مو پر مخ لاړې هم نه در تو کوی نو ځکه خو مو نه تورفوځ  دی کار ته پریږدی او نه تاسی دا جرئت کولای شی، کنه دا ګز دا میدان. یوځلی د ګاوندي ټوپک له اوږې کوز کړئ والله که مو د همغو سیمو خلک چې ستاسې تر ولکې لاندې دي هم رایه در کړي ، هغوی مو اسیران کړی او له تاسو بیریږی او بله چاره نلری ، بس د الله تعالی رحم ته منتظر دي.

د بهرنیانو پاتې کیدو ته خو تاسی پلمې جوړوئ او نه غواړئ چی دا نیابتي جګړه پای ته ورسوئ ، کنه نو د سولې بین الافغاني مذاکراتو پر ځای به مو د امریکې سره مذاکراتو ته ترجیح نه ورکوله.

ملاصیب علماوو ته ورپه یادوي چې په افغانستان کې د سولې او فتوا پر ځای د فلسطین او ټول امت مسلمه غم وخورئ ؛ افغانستان خو هسی هم د قربانۍ پسه دی. ملا صیب ! ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي . زه ولی باید یوازی د ټول امت مسلمه غم وژاړم.  زه به لومړی د افغان انسان غم خورم چې ددې جوګه شم تر څو د نورو غم وخوړلۍ شم.

دا دی پرون یو ځل بیا ولسمشر د روژې د مبارکې میاشتې له ۲۷ څخه د کوچني اختر تر ۵ پورې په ټول هیواد کې یو اړخیز اوربند اعلان کړ. دا اوربند یوازې طالبانو ته اعلان شوی دی، داعش او القاعده پکې نه دی شامل شوی. اوس به مالومه شي چې څوک د روژې مبارکې میاشتې او اسلامي شعایرو درناوی کوي. له قرایینو خو داسی ښکاري چې بیا به بی ګنا افغانان د غم پر تغر کښینوئ او تور ګاونډ ته به د وفادارۍ ټټر ووهئ چې ګوره موږ ته ستاسې نیابتي جګړه تر روژی او نورو اسلامي احکامو ډیره غوره ده او دا یی هم بل ثبوت. عجیبه ده تاسو به هم د الله په وړاندې کوم جواب ولرئ؟؟؟.

2 thoughts on “د ملاضعیف ضعیف تحلیل| سفیر سحر ”
  1. معقوله لیکنه ! ملاصاحب ته داهم باید وویل شی چې امریکه ټول اخوانیان په ګرده نړۍ کې د داعش – طالب – جمعیت – حزب – اوداسې نورو په نوم په خپل مینځ لکه سپی جنګوی — لومړی خودا فکر وکړی چې خپل مینځ کې سره یو شی اودهر چا دلاس آله مه ګرخي – دې تاسو پخوانی مشران له مجددی نه نیولی تر ربانی خیلو سیاف – او حکمتیار همدااوس هم دډالرو په نالج کې ډوب اودډالرو نوکران دی – ولی هغوی ته نه ووایی چې بس ده نور نو دډالرو په خاطر دافغان وینه مه څښی

  2. داوود صاحب! دومره پېچلی ځواب ته ضرورت نشته فقط دومره دی لیکلی وای چه
    که د سولی په هکله فتواوی د ملا ضعیف په ګمان ضعیفی او کمزوری دی نو د جنګ فتوا خو اصلاً ضعیفه څه چه اصلاً باطله ده

ځواب ورکول غ.حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *