ملالۍ یوسفزۍ د ضیاالدین یو سفزي لور ده چې د ۱۹۹۷ م کال د جولای په دولسمه نیټه د کوزې پښتونخوا د سوات په مینګوره کې زیږیدلې ده.

د ملالۍ یوسفزۍ پلار د عوامي نشنل پارټۍ غړی و او کورنۍ یې په تیرو دوه لسیزو کې په سوات کې د ښویونځیو او په تیره د نجونو د ښوونځیو یوه لړۍ فعاله ساتلې وه.

ملاله یوسفزۍ په دې لړۍ کې د ښوونځي د زدوکوونکې په حیث له یوه  پلوه او له بل پلوه د نجونو د ښوونځیو د فعال ساتلو په برخه کې له خپل پلار سره اوږه په اوږه روانه وه.

په ۲۰۰۹ میلادي کال کې چې په سوات کې د طالبانو حرکت مخ په پراخیدو شو او د نجونو د تعلیم په برخه کې ستونزې مخ په ډیریدو شوې ملالې یوسفزۍ دا مهال د ګل مکۍ په مستعار نوم له بی بي سي راډیو له اردو برخې سره یو ویبلاګ پرانست او د تعلیم د ستونزو په اړه یې لیکنې پیل کړې.

ددې لیکنو له لارې ملاله مشهوره شوه. دهمدې کال په مني کې د ملالې په اړه د نیویارک ټایمز یو ژورنالست آډم ایلیک یوه ډاکمنټري هم جوړه کړهچې د ملالې په شهرت کې یې فوق العاده رول درلود.

دا وخت  ملاله د خپلو لیکنو ان مرکو له لارې هم مشهوره شوه  او د سهیلي افریقا د بشري حقونو د یو فعال ډیسمونډ ټوټو په مرسته د ماشومانو د سولې نړیوالې جایزې ته ونومول شوه.

د ملالې لیکنې ډیرې په زړه پورې وې مثلآ هغه په خپله یوه لکینه کې لیکي چې ښوونځي تړلي دي له وره دباندې وسله وال چې تورې جامې یې اغوستي او مخونه یې هم په تورو نقابونو پټ کړي ولاړ دي. زما زړه ډير غواړي چې نن خپل ښوونځي ته لاړه شم خو متاسفانه……….

دا چې ملاله دا وخت څه نا څه د رسنیو په خوله شوه او ددې تر څنګه یې په سوات کې ښوونيزو هڅو هم لا پسۍ زوز واخست نو د زده کړې د دښمنانو ښه پام ورواوښت.

 د دوه زره دولسم کال د اکتوبر په نهمه په داسې حال کې جې ملاله د ښوونځي په بس کې سپره وه د رسنیو په وینا د پاکستاني طالبانو د ملا فضل الله ډلې په نښه کړه او درې ډزه یې وویشته چې د سر په شمول د بدن نورې برخې یې هم ټپي شوې چې تر اوسه یې لا د ملالې په ظاهري بڼه کې نښې ښکاري.

وسله والو د ملالې پوښتنه د هغه په نامه وکړه.( په تاسو کې څوک ملاله ده؟) بیا یې په نښه کړه او درې ډزې یې وویشته.

خو د تقدیر چاره بله وه، سره ددې چې ملاله په سر ولګیده خو مړه نه شوه. کوما ته ولاړه او ډیر ژر د نړیوالو فعالانو په مرسته د انګلستان په برمنګم ایالت کې د ملکې الیزابت روغتون ته انتفال شوه. له څه مودې درملنې وروسته ملاله پوره په هوښ راغله او دخپلې مبارزې ژمنه یې یو ځل بیا تازه کړه.

دا وخت نو ملالې او د هغه فعال ماموریت د نړیوالو او رسنیو فوق العاده تمرکز راجلب کړ. ملګرو ملتونو، نړیوالو بشري تعلیمي ادرو، د افغانستان ، پاکستان، امریکې انګلستان او د نړۍ اکثرو هیوادونو په ملالې دا برید وغنده. ملاله لکه د میوند د ملالې د تعلیم د معرکې اتله شوه. مشهوره شوه. او دخلکو په ذهنونو او زړونو خوره شوه.

سره ددې چې یو شمیر دیني علماو په افغانستان او پاکستان کې دا برید غیر اسلامي کړنه وبلله خو د پاکستانی طالبانو ویاند ملا احسان الله هغه وخت ددې برید مسولیت ومنه او د ملالې او د هغه د پلار د مړینې هو ډ یې لا پسې تازه کړ.

دې سناریو د خلکو تر منځ مختلف ذهنینتونه او فکرونه راولاړ کړل. د ځینو په اند دا د پاکستان د ای اس ای یوه دسیسه وه چې ګواکې سوات د نړۍ لپاره د تمرکز ټکی کړي چې ګنې دلته خو ترهګري ده؟ په دې سیمه کې چې پښتنه سیمه ده طالبان دي ترهګري او بنسټپالنه ده او نور او نور……..

خو د ځینو په اند ملاله بیا د پاکستان د ای اس ای په زړه ناسته وه او دتعلیم لپاره ریښتنې هلې ځلې یې هغه هم د پښتنو په سیمه کې د ای اس ای د سترګو اغزی و.

د یادولو ده چې سوات د پاکستان له جوړیدو  وروسته هم تر ډیره مستقل ریاست و چې د ریاست سوات په نوم یادیده او والي سوات تر ډيره په خپلو چارو کې خود مختار و.

په سوات کې د و خت خدایي خدمتګارو او پاچاخان ډير جدوجهد کړی و خصوصا د تعلیم لپاره او په سوات کې د نن مکتبونه د وخت د خدايي خدمتګارو د منډو ترړو نتیجه هم ده. دا فرهنګ په سوات کې لا ژوندی و او دی او ملاله یوسفزۍ یې او کورنۍ یې د تداوم بانيان وو.

داسې ویل کیږي چې له ۲۰۰۹ وړاندې په پاکستانۍ اداره او سیسټم د سوات کدرونه د باران په څیر ووریدل.

په هر حال  ملاله هغه وخت د نړۍ تر ټولو مشهوره پیغلوټې شوه چې د ۲۰۱۳ م کال په جنوري کې  د ښوونې لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي  ګولډن براون دده په نامه د ( زه یم ملاله) د شعار لاندې د نیاو غږ پورته کړ.

د ټایم مجلې د ۲۰۱۳ کال د اپریل د میاشتې د ۲۹ نیټې په لمړۍ پښتۍ د ملالې تصویر راغی او ددوی د           ږ رویږنو په اساس یې ملاله د نړۍ دسلو اغیزمنو کسانو په ډله کې یوه وبلله چې په دې وخت کې د پاکستان حکومت هم ملالې ته د ځوانانو د سولې ړومبنۍ جایزه ورکړه.

د ۲۰۱۳ کال د جولای په دولسمه نیټه ملالۍ یوسفزۍ د ملګرو ملتونو په مشریزه کې وینا واوروله او د تعلیم لپاره یې د نړیوالو هڅو غږ اوچت کړ. د همدې کال په سپټمبر کې یې د انګلستان د برمنګم مشهور کتابتون هم د ملالې په لاسونو پرانست.

ورپسې ملالې  د ۲۰۱۳ کال د سخاروف د سولې مشهوره نړیواله جایزه هم وګټله.

 د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر په شپاړسمه د کاناډا حکومت اعلان وکړ چې  پارلمان یې ملالې یوسفزۍ  ته خپل افتخاري تابعیت ورکړ.

د ۲۰۱۴ کال په فبرورۍ کې ملاله په سویډن کې د ماشومانو نړیوالې  جایزې ته  ونومول شوه. د همدې کال د می په پنځلسمه نیټه ورته په Halifax کې د  University of King  له خوا افتخاري ډکتورا هم ورکړل شوه.

سږنی  میلادي کال ملالۍ یو سفزۍ ماشومانو او ځوانانو ته د ښوونیزې مبارزې په پار د نړۍ تر ټولو ځوانه د نوبل جایزې ګټونکې اعلان شوه.

البته دا جایزه ملالۍ ته د هندي تبعه کیلاش سره یو ځای ورکړل شوه چې هغه هم د ماشومانو د حقونو لپاره پراخه مبارزه کړې ده.

ملاله د نړۍ لمړنۍ پښتنه ده چې د نوبل جایزه اخلي. تر دې وړاندې ځینې نور پښتانه لکه پاچاخان هم نوبل ته نومول شوي وو خو د ځینې سیاسي ممیزاتو په بنیاد ګټونکي نه شول.

ملاله په داسې وخت کې و  ماشومانو ته د تعلیم د هڅو له امله د سولې جایزه اخلي چې پښتانه تر بل هر چا سولې، تعلیم او هغه هم د نجونو تعلیم ته اړتیا لري.

                                                          درناوی     

ډاکټر منقادالرحمن – رودوال

سیدنور محمد شاه مینه، کابل

اکتوبر ۲۰۱۴

3 thoughts on “د ملالۍ یوسفزۍ لنډ ژوندلیک/ ډاکټر منقادالرحمن – رودوال”

ځواب ورکول Dr.h.z.SAFI .t. ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *