خبریال: نصیب کامه وال- د ملا اخترمحمد منصور د مشرۍ مخالف طالب مشران وايي چې تراوسه پوري د طالبانو د تحریک د دوو ډلو ترمنځ روغه نه ده شوې.
دا په داسي حال کې ده چې دواړو خواوو ویلي چې د علماوو نوې جوړې شوې شل کسیزې شورا ته یې واک سپارلی دی چې د مشرتابه په اړه پرېکړه وکړي.
د اختر محمد منصور د مشرۍ مخالفه ډله هغه اوازې ردوي چې پر اساس یې ویل شوي و چې د پخواني مشر ملامحمد عمر اخوند زوی ملا یعقوب د منصور مرستیال ټاکل شوی او ورسره د طالبانو د دوو خواوو ترمنځ اختلاف پای ته رسېدلی دی.
ملا عبدالمنان نیازي، چې د منصور د مخالفې ډلې ویندوی دی، ویلي چې د دواړو خواوو ترمنځ اختلاف حل شوی نه دی.
د طالبانو ترمنځ اختلاف هغه مهال رابرسېره شو چې طالبانو د ملا محمد عمر اخوند مړینه تایید کړه او ویې ویل چې نوموړی دوه کاله پخوا په طبیعي مرګ مړ شوی دی.
یو شمېر طالب مشران ملا منصور ته، چې په دې ټوله موده کې یې واک په لاس کې و، په غوسه دي چې ولي یې د ملا محمد عمر اخوند مړینه پټه کړې وه.
طا لبان ليوانيان شويدى دوى خپلواکه نه وه او نه به ددى پس خپلواکه شى ددوى رښتنى مشر او واکداره خو ملا اى ايى اى isi دى
دولس پور!۰۰۰
ښکاري چې دا ټول په نامه جهاد ـ وینې تویول، ولس په رنګ، رنګ دسیسو ځورول هیواد د سرووینو سیند ګرځول ټول دقدرت او نوم اونښان لپاره دي۰
ولې نشئ کولائ سره یو شئ، ولې غواړئ چې خپل امر په بل وچلوئ اوبل تر ځانه ټیټ وبولئ چې : ستاسو لاس مچي اوپښوته مو سجده وکړي؟؟؟۰
وګورئ هغه بل پیاده عسکر (لمړئ معاون) دنجیب دوخت ګلم جمع ـ چې عمرئې په مردارئ ، جنایت، قتل اووینئ تویولوکې تیر کړئ ،اوس چې نیمې پښې ئې په ګور کې دننه دي لا ئې زړه سوړ شوئ نه دئ۰ ګورئ چې دا د وروس او امریکې غلام په څه ډول په افغانستان کې سوله راولي؟؟؟۰
سوله په وینو تویولو نشي راتلائ ۰ څومره زموږ ښځې کونډې ، بورې، وررې اوڅومره ماشومان یتیم او دڅومره ماشومانو ـ ماشومتوب او دځوانانو ـ ځوانیتوب ترې اخستل شوئ دی؟؟؟۰دغه ټول یو نه خلاصیدونکئ د [وُلـــــــــــــــــــــــس پـــــــــــــُـــــــــــــور ] دی چې زمونږ دغمجن هیواد ـ سیاستوالان به ئې نه په دې دنیا او نه په آخرت ورکړای شي ۰په تیره بیا ګلم جمعان (لشکرِ مِلتق) هیڅ وخت نشي کولائ چې په (اوغــــــانــســتــان) کې سوله راولي دغه قصابان پکار دي چې جهاني محکمې ته وکاږل شي بس ده نوره مردار خَورګي۰
او ستاسو چې دین ،مذهب ،عـقیده ،مقصد ،مطلب ، هیله ،ارمان مو په ظاهره یو دي ، ولې نه سره یو کیږئ، علت ویا علتونه ئې څه دي؟؟؟۰
کمکئ کورمې لکه ځاله دمرغانو ): کله ئې باد په ښورووکا ،کله خونه دپردو شي
پاکستاانی استخباراتی شبکی به هیڅکله ام پدی راضی نشی چی طالبان دی دوه ډلی شی بلکه کوشش به یی داوی چی دواړه مخالفی ډلی سره په نوعه پخلا کړی ترکومه ځایه چی زه فکرکوم دغه دواړه ډلی دپاکستان سره برمته دی دوی به هغه کار ته اماده کیږی چی دپاکستان دفوځ خوښه وی او که سره بیل هم شی نو ددی دواړه ډلو واګی به دپاکستان له فوځ سره وی یو به سولی ته وړاندی کوی اوپه بل دخپلو موخو به خاطر جنګ کوی مانا داچی دافغانستان خلکو اوحکومت ته پکی دخیر کوم خبره نشته !
پر تیرو کړونو سربیره په دی باور کول چی طالب دی داسلام یا افغانستان دپاره جنګیږی یو حماقت دئ