ليکوال : محمد حنيف

ژباړونکی: عبدالحی کاکړ

سرچینه: له بي بي سي اردو

۱ چې په کومه ورځ پاکستان درته وويل چې زموږ قدرمن میلمانه ياست نو په هماغه ورځ خپل وصيت ليکل پیل کړئ.

۲ او چې په دوی کې هر چا درته وويل چې زموږ مسلمانان وروڼه هم ياست نو دا مه ترې پوښتئ چې دغه وروګلوي په څو  ډالره تمامیږي. پاکستانيان حساسه دي.

۳ کله هم له کوټي ښاره ګاډی په کرايه مه اخلئ. د ملاعمر په روايت عمل کوئ او سفر پر موټر سايکل کوئ نو تر  شهادت څو کاله وروسته به مو هم خلک ژوندی ګڼي.

۴ د پاکستان د دفاعي چارو له پوهانو ځان ساتئ. که د بې پايلټه الوتکې له بريده خوندي شوئ نو بیا به مو په ښکلولو ښکلولو مړ کړي. تر څو ژوندی يې، درته لوی جنګيالی به وايي خو چې شهيد شوې نو وايي به چې د سولې وروستۍ هيله وه هغه مړه شوه. دغه کارپوهان له سم دم مجاهده ګاندي جوړکړي.

۵  د هر هېواد تګلاره دوه مخې وي خو زموږ دغه کوربانه وروڼه په يوه لاس د فاتحې دعا کوي او په بل لاس کې يې خنجر  وي.

۶ ما فکر کاوو چې زموږ پاکستاني وروڼه خوندورې ټوکي کوي. يو ځل يو پنجابي مجاهد راته وويل چې زموږ څوکيدار به د شپي يوه چیغه کوله “ جاګدې رهنا ساډې ته نه رهنا “  ( ويښ اوسه خو له موږ سره مه اوسه) خو اوس راته مالومه شوه چې کمبختانو هسې يوه ټپه د ملي تګلاري په توګه خپله کړې ده.

۷ خپلو  پاکستانيو ملګرو ته کله هم دا مه واياست چې موږ افغانان د خپلواکۍ جګړه کوو. ته څه خبرې کوې، درته ويلي مو نه وو چې حساسه قام دی او ادارې يې هم حساسه دي ډېر  ژر خپه کيږي.

۸ د حساسيت يې دا حال دی چې کله هم حمله وشي لومړی ورباندي سکته راشي بيا وروسته وايي زموږ له مځکنۍ بشپړتيا سره لوبي شوې دي، زموږ په کور را ننوتل او و يې واژه بيا به وايي، نه نه زموږ په کور کې خو له سره وو نه، بيا به وايي ، تاسو زموږ کور ته د راننوتلو زړه څنګه وکړ. تاسو نه ګورئ چې ژوند مو بايللی او بيا د دوی مځکنۍ بشپړتيا په نړۍ کې ټوپونه وهي او وايي به چې اخر دغه نړیوال په ما ولې ګوتې وهي.

۹  د پاکستان له ديني عالمانو، شيخانو او  د جنازې غايبانه لمونځ کوونکو څخه ځانونه ليري ساتئ. هر وخت به په غوږ کې درته وايي ‘د مومن اصل هدف شهادت دی” خو چې د شهادت وخت راشي نو د دوی د ګنګا جمنا تهذيب را ژوندی شي او درته وايي به ، نه صيبه اول تاسو مخکې شئ.

۱۰  د راتلونکي امير په ټاکلو کې د دوی مشوره مه اورئ. څو کاله مخکې يې زموږ پاکستانی ورو خالد سجنا امير جوړاوه چې په عين وخت کې يو چا  دا سندره و غږوله“ سجنا وي مرجانا” (سجنا مري). د نړۍ ډېر قامونه په لهو لعب اخته دي خو دا څنګه قام دی چې سندرې او فقاهيې يې د خپل ژوند ضابطه جوړه کړې ده.

۱۱  نور په سرحدي سيمو، غرونو او غارونو کې د پناه اخستلو وختونه تېر شوي دي. د کراچۍ ګڼ ميشتو سيمو کې هم ځای پاته نشو. اوس د خوندي پناه لپاره په ډی ايچ اې سټی کې مځکه واخله چې ورته د امريکا پلار هم لاره نشي موندلای.

3 thoughts on “د ملا اختر محمد منصور وصيت”
  1. افسوس ددی جاهلو طالبانو په حال دی چه تر اخره دوی دوکه کیکی……………پریګده چه سم یی سمبه کی چه عقل یی سرته راشی……

  2. په دی بیکاره وصیت به یی څه وکړو چی ژوندی وه نو د پاکستان د ګټی او بقا په خاطر به یی کار کاوه اوس وصیتونه لیکی. دا باید اسی لیکلی وه چی ای غولیدلی تالیبانو نور بس دی راځی مه غویږی او نور د پردیو په ګټو کار مه کوی او خپل وطن ته خدمت وکړی، وطن اباد کړی.

  3. !2. Do not engage in playing heavy politic while residing in Pakistan. Because you can be bought and sold to the highest bidder several times.

ځواب ورکول A.Halim Hakimi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *