تاند- ایراني رسنۍ وايي چې افغان طالبان په څلورو ډلو وېشل شوي دي چې د هغو په منځ کې یوازې د یوې ډلې مشري د دې ډلې د اصلي مشر ملا عمر په غاړه ده.
د فارس نیوز خبري اژانس د راپور له مخې، وروسته له دې چې د طالبانو د پوځي کمیسیون مشر ملا عبدالقیوم ذاکر د آی ایس آی له لوري څنګ ته کړای شو، د دې ډلې په منځ کې سخت اختلاف رامنځته شوی او دا ډله عملاُ په ۴ برخو وېشل شوې ده.
د فارس نیوز د راپور له مخې په لومړۍ ډله کې، چې مشري یې ملا عمر کوي، اختر محمد منصور، ملا منان نیازی، د اصلاحي کمیسیون مسوول ملا صالح، د مالي کمیسیون مسوول ملا دل اغا او یو بل کس، چې حمید اغا نومېږي، شامل دي.
د فارس نیوز د راپور مطابق په دوهمه ډله کې، چې مشري یې مولوي عبدالقیوم ذاکر کوي، مولوي روح الامین، علاالدین اغا، جانان اغا، ملا داوود او د طالبانو یو شمېر له کاره ایستل شوي والیان شامل دي.
د راپور پر اساس په درېمه ډله کې د کوټې د شورا غړی حافظ مجید، په فراه کې د طالبانو والي ملا باز محمد او د طالبانو د واکمنۍ د مهال د کورنیو چارو زویر ملا عبدالرزاق شامل دي.
او په څلورمه ډله کې، چې مشري یې ملا منصور داد الله کوي، خادم عبدالروف او سراج الدین حقاني برخه لري.
وسله والو طالبانو تل په خپل منځ کې درز رد کړی او ویلي یې دي چې ټول طالبان د ملا محمد عمر ترمشرۍ لاندې فعالیت کوي خو تراوسه پوري ډېری طالبان نه پوهېږي چې ملا عمر چیري دی.
دوه حقیقتونه چی تر قیامته بی یې څوک ونه ګوری
اول: هیڅوک به ونشی کړی چې الله جل جلاله وګوری
دوهم: هیڅوک به ونشی کړی چی ملا محمد عمر اخند وګوری
دوه حقیقتونه چی تر قیامته بی یې څوک ونه ګوری
اول: هیڅوک به ونشی کړی چې الله جل جلاله وګوری
دوهم: هیڅوک به ونشی کړی چی (جنرال حمید ګل) ملا محمد عمر اخند په جامه کی وګوری
ملا عمر به یا په اسفل السافلین یا د دوزخ په ټیټه کنده کی وی او که ژوندی وی نو بیا د دنیا پرمخ ژوندی دوزخ یعنی آی اس آی سره چیری پروت وی چی ده ته د افغانانو د وژلو پروژه ورله غاړی ده. دا هغه دوزخی سازمان دی چی له تیرو 35 کلونو راپدی خوا د پښتنو پر وژلو بوخت دی او ټولی نړۍ ته یی پښتانه تروریستان او د اسلام او مدنیت ضد خلک معرفی کړی دی. لعنت دی وی په هغه چا چی خپل خلک وژنی او خپل هیواد د پردیو په لمسون ورانوی.
له باده دکه نسه به خامخا دبادونو دزی راوزی! ایران هم له دیرو دسیسو او دیرو جنایاتو چی څه یی لاسته ورنغله ، اوس نو دخپل د نس دبویو دک بادونو خالی کوی! بل څه نسته
ملا عمر د آی آیس آی یو صاحب منصب دی. د کلیوالو کندهاریانو پښتو یی زده کړی او افغانانو ته یی داسي ښیی چی افغان دی او هوتک دی . څوک دی نر شی د ملا عمر شجره دې راوباسی او ثابته دی کړی چې په روزګان کی داس څوک شته
Mulla omar asal ke mulla khardajal dai zaka che deda der aamal khardajal ta Warta de aw ma awredali che yaw rond mulla ba paida kegi che hagha ba haqiqat ke khrdajal we pa akhera zamana ke ba we Wallaho Alam.
زه فکر نه کوم چه لوی ملا صاب دی دومره نژدی رابطه د ای اس ای سره ولری لکه دا خلک چه وایی ، دلته په اففانستان کی چی هر کار کیژی نو دوی پاکستان ته ګوته نیسی، زه ډاریږم چه د بد خشان دا وروستی پیشی (غر ښویدنه) هم پاکستان ته منسوب نه کا، چه یره په دا کی هم د پاکستان لاس دی. او بل د ملا ذاکر خبره شوه هغه دا چی پخوا مونږ هم دا فکر کولو چه یره ملا داد الله صاب، ملا معتصم، ملا عبید الله صاب ……………. سره اختلاف پیداشی خو داسی څه ونه شول.کورمو ودان
ادم نشته ، بوی ېې شته ، وايي يوساده افغاني سرباز په وطني کاليو کې د خپلې پوستې څخه د يو کلي جومات ته ورغلئ وو اوپه جومات کې ېې يو د تورې ږيرې خاوند ليدلئ وو چې هغه هم په یوه سترګه ړوند وو ، دلمانځه څخه وروسته چې ملا دعا کوله ، ده خپلې خپې سپکې کړې وې او ځان ېې پوستې ته رسولئ وو، چې خپل ملګري خبر کړي چې تابیا ونیسۍ ما ملامحمد عمر اخند په خپلو سترګو جومات کې وليد ، پدې پوسته کې د کلي يو ځوان په پق پق وخندل اود پیغام راوړونکي ته ېې و ويل ( هر سور ږيرئ ملا شاه ګل نه دئ ) ساده هغه بازګل اکادئ ، هغه بیچاره د تالیبانو له ویرې په ځنګل کې لویدلئ او ړوند شویدئ ، پخپله له ویرې د ماښام څخه وروسته جومات ته نه ځي ، ښځې ېې ورته ویلي وو چې بې غيرته ملا عمر په جومات کې څه کوي ؟ هغه خوچا په جومات کې کله هم ندئ ليدلئ ، اوخلک داسې هم وايي چې شکل ېې وخت په وخت بدليږي خو یوه سترګه ېې پټه وي