د ملا عمر نږدی ملګرو پردی اعتراف کړی، څلور کاله کیږی مونږ ملا صاحب عمر ندی لیدلی . د شهید ملا عبدالرقیب اعتراف او د کویټې شورا د اهمو غړو اعترافونه د پام وړ دي.

  2. د زیاتو خلکو سره دا پوښتنه راولاړیږي که بالفرض ملا صاحب ژوندی وای . نو یوه مرکه ، یو پیغام او یوه لارښوونه به یې خپلو طالبانو ته کړې وای . ځکه رعیت د خپل امام زیاتو لارښوونو ته سترګی په لار وي، او دا د ولس مسلم حق ګڼل کیږيچې امیر به تل د خپل رعیت او ولس خبرو ته پاملرنه کوي، او خپل ولس به د دښمنانو د توطیو څخه خبروي، مونږ او تاسی ګورو چې د داعش اسلامی غورځنګ مشر او د عراق او شام د خلافت امیرالمومنین ابوبکر البغدادی د«موصل» فتح شوی ښار په یوه مسجد کی څومره په زړه پوری ویناوې خپل رعیت ته کړي، او څومره په اسلامی نړۍ کې استقبال شوې.

  3 که وویل شی چې د ملا صاحب علمی کچه دومره لوړه نه ده چې په زړه پوری مرکې ، تبصرې او پیغامونه خپلو پيروانو ته واستوي، په ځواب کی باید وویل شی که څوک د وخت نه فایده واخلی په دیارلس کلونو کې ډیر علم ترلاسه کولی شي. که د علم زده کړي ته لږ وخت هم ورکړي ډیر څه زده کولی شي،زیاتره عوام (بی سواده ) بندیان چې د بند څخه راخلاصیږی، کمه موده کې يې قران حفظ او نور دینی کتابونه لوستلي وي. د حزب اسلامی محترم قاید حکمتیار صاحب په دغه اوږد او ستونزمن جهادي سفر کې خپل ولس ته حتی د دنیا محکومو او مظلومو مسلمان ولسونو ته پیغامونه استولی دی ، همدا راز د سلو څخه یې زیات کتابونه لیکلی، د جهاد او مبارزې په ډګر کې یې لا علمی سویه لوړه شوې، افغانستان لا څه چې د نړۍ په مخکښو جیدو علماٍ کې یې اوسمهال نوم شمیرل کېږي، حسود کینه ګر مسلمانان حتی د نړۍ کفار ورته ګوته په غاښ پاتی دي، الله تعالی دېورته د افغان مجاهد ولس او د اسلامی نړی مسلمانانو د ويښتابه لپاره اوږد ژوند ورکړۍ. (امین)

  4 او همدا راز زیات خلک دا حقیقت په ګوته کوي، کوم تحریکونه چې د پردیو په لاس جوړ شوي وي د هغوی مهار تل د پردیو په لاس کې وي، د طالبانو په هکله د پاکستان له مخکینی وزیراعظمی بې نظیر بوټو څخه د بی بی سی خبریال په یوه مرکه کې پوښتنه کړې وه ، ایا تاسو د طالبانو تحریک جوړ کړی؟ هغې د بي بي سي خبریال ته په ځواب کې وویل چې د طالبانو د تحریک پلان برتانیا جوړ کړی، سیاسی حمایت د امریکا و، مرستئ او کومکونه د عربيهیوادونو وه او د طالبانو تربیه زمونږ په لاس ترسره شوې، نو ددې محترمېاعتراف او د نصرالله بابر اعتراف دا حقایق رابرسیره کوي چې د طالبانو وفات شوی مشر ملا محمد عمر که مړ وښیی نو کېدای شی چې د طالبانو تحریک ټوټه ټوټه شي، ځکه د ملا عمر څخه علاوه دا طالبان په بل چا نه راغونډیږي، نو ځکه یې دده مړینه پټه ساتلې ـ لکه د مولوی صاحب خالص مړینه چې زیات وخت دوی پټه وساتله، کله چې رسنیو خبر خپور کړ چې مولوی صاحب خالص په عربستان کې خاورو ته سپارل شوی، نو دوی او د مرحوم کورنۍ اعتراف وکړ او د زیاتېمودې څخه وروسته د مولوی صاحب فاتحه واخیستل شوه ، باید هر مخلص مسلمان د حقایقو څخه سترګی پټې نکړي ،ځکه د الله تعالی څخه هیڅ شی پټ نه دی.

 ژوندی دی وی د اسلامی امت غازیان » – مړه دئ وي لاسپوڅي غلامان»

 ستاسو ورور ــ ابو النهایه

———————————-

تاند د لیکوالو د نظرونو او ادعاوو مسوولیت په غاړه نه اخلي.

6 thoughts on “د ملا عمر د مړینی خبر رشتیا دی ؟؟ ولی دا حقايق پټيږي؟  ابوالنهایه”
  1. اسلام نه ملا عمر صا ب ته نه بغدای او نه اسامه او نه هم حکمتیار ته محتاج دی دا خلک مخلوق دی دا به ټول ختم کیژی او الله پاک به د نورو خلکو څخه کار اخلی او د اسلامی مبارزینو تر منخ صرف یو تعهد دی او بس دا داس نه ده لکه دا د انتخاباتو مسله او زه هم په دا نظریم چه که الله مکړه دا خبره روشتیا وی نو بیا د خلکو ته ووایی او دا د اسلامی امت په خیره ده د امارت خلک به بل کو یو مشر کری. خو زه فکرکوم چه د دی لیکنی لیکوال کوم مرض لری هفه نو الله شه پوهیژی خو زه وایم چه که ملا عمر نه وی نو بیا خو دغه حقانی خیل تر ملا عمر ډیر سخت دریځه دی د د غه سره به بیا څه کوو؛ بس الله د خیرکړی.

  2. که اسلام او د اسلام ټیکه داري ملاعمر، ګلبدین یا بغدادي ته پرېښودل شي له اسلام نه داسې یو شی جوړېږي چې د انسانانو زړه ترې راجګیږي. دا خلک قاتلین، جنایتکاران، غله، او د پردیو مزدوران او د لاس آلې دي. اسلام ښکلی دی.

  3. محترم لیکوال ښې موضوع ته اشاره کړې الله د خیر او برکت ورکړي، که خدای مکوه ملا عمر مړ وي الله پاک به دده ځای بر یو بل مؤ من ډک کړي او هغه ته په تر ملا عمر ښه استعداد او زیاته حوصله ورکړي، یو بد عا دت یا مرض چې بد بختانه موږ یې لرو پخپله بیماران یو د هر چا خبري ته یا نظر ته په بیمار نظر ګورو الله د موږ ته کا مله شفا په را برخه کړي.

  4. ورور ابوالنهایه او ګران ورورسلفی عقایدووالا تاسو دواړه ځما په څیر ناروغ حتی لیونیان یاست . نړۍ چیرته او تاسو چیرته په درنښت ستاسو انډیوال……………………………………………………………………………………………………….

  5. زموږ د ین پیغمبر رحلت وکړ نو ملا عمر بیا څه پخه راوړی ده؟ زه وایم کاشکی ۲۰ کاله وړاندی لا مړی وای

  6. زه خو فکر کوم چی اصلا کوم ملاعمر وجود نه درلود. هغه به ملا کرنیل امام یا مولوی پنجابی حمید ګل او یا هم مولوی جنرال اختر و او یا به کوم ملا ای اس ای و. په هرحال که کوم مشر یا امیر وغواړی د خپلو خلکو مشری په غاړه واخلی نو بیا باید د هغوی نظریو ، پيشنهادونو ، ژوند او هرڅه ته متوجی اوسی. د نړۍ هیڅ مشر او خصوصا زمونږ د مبارک دین مشران او رهبران هیڅکله له خپلو خلکو نه دی شرمیدلی او ځانونه یی نه دی تری پټ کړی. دوی تل د خپل امت او ولس منځ کی اوسیدلی دی .
    پاته شوه د ملاعمر قیصه ، دا یو خیالی او تصوری شخص دی. په اصل کی تور مخی ، تورلینګی په زړه تور پنجابی منافق دی چی غواړی د افغانستان د صادقو ، پاک زړو او رښتینی مسلماناو وینی تویی کړی او د باتورانو خاوره تر پښولاندی کړی.
    الله ج زمونږ ټول مسلمان او افغان ولس سره متحد کړی او د هر راز کورنی او باندینی دښمن ته ماتی ورکړی.

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *