تاند- د طالبانو د پخواني مشر او موسس ملا عمر زوی ملا یعقوب په یوه لیک کې د کابل د جنورۍ د میاشتې خونړۍ تروریستي حمله غندلې ده.
دا خبره د ملا یعقوب په لاسلیک په ټاپه شوي لیک کې شوې ده. د دغه لیک کره توب تراوسه پورې تایید یا رد شوی نه دی.
ملا یعقوب، چې د طالبانو د اوسني مشر مرستیال دی، په دې لیک کې ویلي چې د کابل جمهوریت روغتون ته نژدې د امبولانس په وسیله حملې د ډېر شمېر ملکیانو د وژل کېدو او د طالبانو لپاره په داخل او خارج کې د منفي تصویر د رامنځته کېدو سبب شو.
ملا یعقوب همداراز ویلي چې د طالبانو اوسني مشر شیخ هیبة الله اخوندزاده او د پوځي کمیسیون مشر تر حملې مخکې له ده سره مشوره نه وه کړې.
د ملا یعقوب په وینا دا برید د حقاني شبکې د مشر په لارښوونه شوی دی.
ده ټینګار کړی چې تل یې د داسې حملو مخالفت کړی چې د خلکو په منځ کې د طالبانو په وړاندې کرکه رامنځته کوي.
ملا یعقوب دا هم ویلي چې د طالبانو مشر ملا هیبة الله باید په راتلونکې کې د دا ډول حملو مخنیوی وکړي.
د کابل د حملې مسوولیت طالبانو په غاړه اخیستی و.
كه په رشتيا د إنسان أو مسلمان اولاد يي نو د داسي دستور أعمالو مخه ونيسه