په پاکستان کې چې څوک پاتې شوي یا یې د دغه هیواد قامپرستو لیکنې، لوستې هرو مرو د ډېزلي ملا له نوم سره اشنا دي. دوی ډېزلي ملا فضل الرحمان ته وايي، چې تل د پنجاب د خوشالولو او د ای اېس ای په غوښتنه ویناوې کوې او د ای اېس ای او پنجاب هر ظلم او ناروا ته د اسلام جامه ور اغونځي.

د فضل رحمان دا ډول ویناوې تر ډېره د پښتنو او بلوڅو د محکومولو او په دغه سیمه کې د ای اېس ای او پوځ په کرغېړنه لاسوهنه پرده اچول دي، چې په اور کې یې له کلونو راهیسې هره ورځ پښتانه او بلوڅان سوځي.

ملا ‌فضل الرحمن په نوې خبره کې ویلي چې کومې نجونې پتلون اغونځي لامله یې په ټولنه کې فساد، لوږه زیاتیږي او زلزلې کیږي.

دغه د ای اېس ای تنخاخور ملا د بلوچستان بحران، د بریښنا کمښت او د پاکستان خراب امنیتي حالت د همدې فیشني او پتلون اغوستونکو ښځو د اعمالو زیږنده بولي.

د فضل رحمان دا خبره یوه ورځ له هغه وروسته ده چې په بلوچیستان کې تر شلو پورې پښتانه په ډله ووژل شول. دا له ډېر وخت وروسته په دغه سیمه کې د توکم په نوم وژنه او د بلوڅو او پښتنو ترمنځ د کړکېچ جوړولو دسیسه ده.

که څه هم د پاکستان حکومت او پوځ دا کار د هند د څارګرې ادارې(را) بولي، خو ملتپال پښتانه او بلوڅان یې د ای اېس ای کار بولي، هغه هم د دې لپاره چې دا وروڼه قومونه په خپلو کې ښکېل کړي او د هغې مبارزې مخه یې ډب کړي چې له کلونو راهیسې یې د خپلو حقونو لپاره کوي، په تېره بیا د ګوادر- کاشغر د لارې په هکله نوې پيل شوې هڅې یې شنډې کړي چې اسلام اباد یې د پښتونخوا او بلوچیستان په ځای د پنجاب له لارې تېرول غواړي، خو دوی یې مخالفت کوي.

فضل الرحمن ملا د دې په ځای چې له وژل شوو پښتنو سره خواخوږي وکړي، له دې موضوع د خلکو د پام اړولو او په دغه کرغېړنه هڅه کې د ای اېس ای د لاس پټولو لپاره دا ډول څرګندونې کوي، خو هرڅوک په دې پوهیږي چې په پښتونخوا او بلوچیستان کې به دومره بدلمني ښځې نه وي لکه یواځې د پنجاب د لاهور ښار په هرا منډيي کې چې دي.

دا ډول که پتلون او غربی موډ رواج وي دومره به دا موډ په ټوله پښتونخوا او بلوچیستان کې نه وي لکه یواځې د لاهور د اوسېدونکو ترمنځ.

که د نجونو او ښځو له خوا د پتلوان او غربي موډ لامله زلزلې کیږي، ورانی کیږي، کړکېچ پیل کیږي، نو د پښتونخوا او  بلوچیستان په ځای باید په پنجاب کې وی. خو دا هر چا ته معلومه ده چې دا کړکېچ د پتلون لامله نه، بلکې د ای اېس ای او د پنجابي پوځ ډرامه ده چې د پښتنو او بلوڅو د ځپلو لپاره یې پیل کړې ده او د ډېزلي ملا په څېر خلک د اسلام له نوم په کار اخیستلو سره د ای اېس ای او پنجاب دا ډرامه د ظلم په ځای د خدای قهر بولي او د وخت فرعون ته د موسا نوم ور کوي.

4 thoughts on “د ملا فضل الرحمن منطق/ ممتاز پردېس”
  1. دتاندويب کارکونکو ته ترکومه ځايه چي ستاسوپاڼه هروخت پرانيزم له اوتوبوتوډکه وي نن موبيادحضرت مولانافضل الرحمن دشخصیت سپکاوی ته ښه ډير کوشش کړی خو تاسو بايدپوهه سی چه نوموړی يوازی په پاکستان کي که نه ددنيا په هره برخه کي په زرهاوپلويان لري اواکثره يي پښتانه دي ښکاره مثال يي دپښتونخواايالت دښاروالي په ټاکنوکي ترټولوډيري رايي ګټل دي ستاسو څخه په درنښت هيله کوم چه له داسي پوچوتبصرو څخه ډډه وکړی

  2. عجیبه ده، ملا فضل رحمان د نورو لپاره پتلون اغوستل د زلزلو سبب بولي، خو خپله لور یې په لندن کې چسپ پتلون اغونځي
    له نورو اعمالو یې والله اعلم
    خو دا ډول خلک خپله ګونا نه ویني، یوه افغان جهادي مشر ویل چې ښځې دې لوڅ سره نه ګرځي، چا ورته ویلي و، چې ستا لور خو په امریکا کې لوڅ سر ګرځي
    ده ورته ویلي و له هغې سره خو لوڅ سر ګرځېدل هم ښه ښکاري
    اوس که مولانا فضل رحمان ته هم وویل شي چې که پتلون اغوستل زلزلې راولي ستا لور یې ولې اغونځي، نو به وايي چې له هغې سره خو پتلون هم ښه ښکاري.

  3. ملا ډیزلی ته د زلزلی د پيښیدو او د هغوی د اسبابو په باب مشوره ورکوم چی دالاندی سایتونه چی په هره ژبه پوهیږی پیدا کړه او ویی لوله او که بیسواده یی نو کوم د زده کړی او علم خاوند نه خواهش وکړه چی درته ویی لولی:
    رېږدله (په انګرېزي: Earthquake)
    د زمکې رېږدېدنه ده چې د زمکې له لاندې د اېنرژۍ د ناڅاپي پرېښودلو په سبب رامنځ ته کېږي او د سيسميکو څپو جوړولو سبب ګرځي
    په اردو کی دا لاندی سایت وګوره:
    http://ur.wikipedia.org/wiki/.
    په پارسی ژبی داسایت وګوره :
    http://fa.wikipedia.org/wiki/

    اوکه خدای د نه کوی چی ته په عربی ژبه پوه شی او که لږ څه پوهیږی نو داسایت وګوره :
    http://ar.wikipedia.org/wiki/
    حتما به ته پوه شی چی د زلزلی علت د نجونو پتلون اغوستل نه دی بلکی د مځکی په لاندینیو طبقو کی تغییرات دی چی د زلزلی سبب کیږی. هیله ده چی په راتلونکی کی داسی احمقانه او له جهالت نه ډکی خبری ونکړی.

  4. عبدالله نوم دې د سړي دی، خو د ملا ډیزل ملاتړ دې د نه سړي!
    زه هغه ته د پښتون زوی نه وایم چې هغه د خره ملا ډیزل پزل پسی روان وي. ملا پزل یو لوطي او بچه باز ملا دی چې هر وخت یې هلکان خوښیږي. دی ځکه ښځو پسی بد وایي چې دده طبیعتا هلکان خوښیږي او د چاپي او مساج لپاره هلکان په ځان اچوي

ځواب ورکول عبداللہ عابد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *