د ملاصاحب، پر مرګ ځکه څه نه وايم چي کيسه ئې هيڅکله دغسي ( لکه چي بيان سوې ده )نه ده. ښايي له اوږده اننظار وروسته حقیقت په داګه سي.

دلته به یې يوه خاطره درسره شريکه کړم :

اوله خاطره :

د دوه زرم کال کوچنی اختر و چي د کندهار په لو عيدګاه کي مي لمونځ پسي کاوه؛ ګڼ شمېر پاکستانيان لکه مفتي عبدالرشيد ( د جامعة الرشيد او الرشيد خېريه ادارې مسول ) مولانا اختر مېمڼ( د الاختر ټرسټ مشر)حافظ فضل محمد بړېڅ (د بلوڅستان ايالتي شورا غړی )، مفتي زرولي خان (دجامعه احسن العلوم بنسټګر) او د جميعت علما نور ګڼ کسان راغلي ول،لومړی د شريعت ږغ راډيو وياند جاويد احمد … د خلافت مجلې سرمقاله ولوسته چي وروسته پر ټولو کسانو د کراچۍ اونيزه (ضرب مومن ) و وېشل سوه، بيا لمانځه ته ولاړ سو اقامت وسو چي د ملا صاحب په امامت تر سره کېده، د لمانځه په اول رکعت کي ملاصاحب د قر‌ائت په دوران کي سخت ټوخ اړ کړ چي سلام وګرځوي. بيا وروسته د عبدالحي مطمن له خوا و مولوي عبدالعلي ديوبندي ته بلنه ورکړه سوه چي بيا هغه لمونځ د سره راکړ، درې دوعاګاني وسوې چي ډېره برخه ئې د کشمير، فلسطين او چيچنيا وه، د لمانځه وروسته ما او نژدې کسانو روغبړ ورسره وکړ، زه ئې تر شا ولاړ وم، خړبخن کالي ئې وه، شين ټېټکس پټو ئې و چي ښه پراخې سپينې بخۍ پر کار سوې وې، له لمانځه وروسته ملاصاحب په خپلو پنځو تورو کورېزونونو کي ومحمديه مدرسې ته چي عيدګاه ته نژدې ده ولاړی او هر طالب ته ئې پنځه سوه کالدارې ورکړې او له ټولو ئې د دوعا غوښتنه وکړه .

2 thoughts on “د ملا محمد عمر اخوند خاطرې/ سردارولي پښتونزوی”
    1. ښاغلو : داسمه او منل شوی خبره ده چی تاریخ به ډیرڅه روښانه کړی او حقایق به معلوم شی دبلی خوا موږ ولیدل چی په پاکستان کی دهری دوری سیا سیون او ډیر مخکښ کسان ووژل شول ، لادرک شول بندیان او تر نظارت لاندی ونیول شول خاصتا هغه کسان چی بی چون وچرا غلامی ونکړی دمنځه وړل شوی . خو هغه چی مړشو نو بیا دمړه څخه به څه شی جوړنشی ښه به داوی چی په ژوندوکی دکاراهل مطلوب او موثر سړی يی ځای ونسی . .

ځواب ورکول Elham ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *